امریکایي سیاستوال From Wikipedia, the free encyclopedia
جوزف ریمونډ مک کارټي (زوکړه: ۱۴ نومبر ۱۹۰۸ – مړینه: ۲ می ۱۹۵۷ زکال) امریکايي سیاستوال و چې له ۱۹۴۷ زکال څخه یې په ۱۹۵۷ زکال کې تر خپلې مړینې پورې د ویسکانسین ایالت د جمهوري غوښتونکي سناتور په توګه خدمت وکړ. مک کارټي د ۱۹۵۰ زکال په لومړیو کې په متحده ایالاتو کې د یوې دورې لپاره چې په پراخه کچه په کې د کمونېزم د پاشل کېدو په موخه د سړې جګړې ترینګالتیاو ته لمن ووهل شوه؛ په تر ټولو پېژندل شوې څېره واوښت. نوموړي د خپلې دغې ادعا له امله چې ګویا د متحده ایالاتو په فدرال اداره، پوهنتونونو، د فیلم په صنعت او نورو ځایونو کې ګڼ شمېر کمونېستانو او د شوروي جاسوسانو ځای موندلی؛ شهرت وموند. بالاخره د تور پورې کولو د هغو تاکتیکونو له امله چې ده کارول د متحده ایالاتو سنا نوموړی تنبیه کړ. د «مک کارټېزم» اصطلاح په ۱۹۵۰ زکال کې د هغه فعالیتونو ته په اشارې کولو رامنځته شوه او ډېر ژر د کمونېزم ضد فعالیتونو لپاره وکارول شوه. نن ورځ دغه اصطلاح په پراخه کچه د عامه افکارو د منحرف کوونکو، بې مورده او بې بنسټونو تورونو او همدارنګه د یو چا پر شخصیت او وطن پالنې باندې د برید کولو په معنا کارول کېږي.[۳][۴][۵][۶][۷]
جوزف مک کارټي | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) (۱۹۴۴–۱۹۵۷)[۱]
ديموکراتيک ګوند (۱۹۳۶–۱۹۴۴)[۱] |
واک | |
قاضي [۲] | |
د واکمنۍ دوران ۱۹۳۹ – ۱۹۴۲ | |
قاضي [۲] | |
د واکمنۍ دوران ۱۹۴۵ – ۲ مې ۱۹۵۷ | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
پوځي خدمت | |
مقام | جگتورن |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
مک کارټي چې د ویسکانسین په ګرانډ چوټ کې وزېږېد، په ۱۹۴۲ زکال کې سمندري ځواک ته شامل شو او هلته یې د بم غورځونکو الوتکو لپاره د اطلاعاتي افسر په توګه خدمت وکړ. د دویمې نړیوالې جګړې وروسته هغه د جګړنۍ رتبه ترلاسه کړه. هغه په دواطلب ډول د توپچي - څارونکي په توګه ۱۲ عملیات ترسره کړل چې ډېری یې خوندي و. له یوه عملیاتو ترسره کولو وروسته هغه ته اجازه ورکړل شوه چې څومره مهمات چې زړه یې غواړي کارولی شي، تر ډېره هم د نارګیل (کوپرې) په ځنګلونو باندې چې له امله یې هغه د «تعقیب کوونکي ښکاري جو یا Tail-Gunner Joe» لقب خپل کړ. وروسته بیا وویل شول چې د هغه د اتلولیو په یو شمېر ادعاو کې له جعل او مبالغې کار اخیستل شوی چې لامل وګرځېد منتقدین یې له دغې اصطلاح څخه په هغه د ریشخند وهلو په موخه کار واخلي.[۸][۹][۱۰]
مک کارټي په ۱۹۴۶ زکال کې رابرټ ام. لا فولت جونیر ته په ماتې ورکولو د متحده ایالاتو سنا ته لار وموند. په سنا کې د دریو بشپړ ناڅرګندو کلونو په تېرولو سره مک کارټي د ۱۹۵۰ زکال په فبروري کې هغه مهال شهرت ته ورسېد کله چې یې په خپله یوه وینا کې ادعا وکړه چې د متحده ایالاتو په بهرنیو چارو وزرات کې د «کمونېست ګوند او د هغو د جاسوسي کړۍ د غړو» نوملړ له ځان سره لري. نوموړي په ۱۹۵۰ زکال کې له خپلې دغې وینا څو کاله وروسته په بهرنیو چارو وزارت، د ولسمشر هري اس. ټرومن په اداره، امریکا غږ او د متحده ایالاتو په پوځ کې د کمونیستانو د نفوذ اړوند بله ادعا وکړه. هغه همدارنګه په دولت کې دننه او بهر د یو شمېر سیاستوالو پر وړاندې د کمونېزم اړوند له بېلابېلو تورونو لکه له کمونېزم سره د ملتیا، دولت ته د نه ژمنتیا او همدارنګه د جنسي جنایاتو له تورونو کار واخیست. په دغو تورنو کې همدارنګه د همجنسګرایانو اړوند د باج اخیستنې ګواښ هم شتون درلود ځکه هغه مهال همجنس ګرايي د قانون له مخې منع وه او تصور کېده چې له وګړو څخه د باج اخیستنې ګواښ زیاتوي.[۱۱][۱۲][۱۳]
په ۱۹۵۴ زکال کې د مک کارټي د پراخو تبلیغاتي ناستو نشرېدو او ورپسې په همدغه کال کې د وایومینګ د سناتور لسټر سي هانټ ځان وژنې د هغه محبوبیت او ملاتړ کم رنګه کړ. د ۱۹۵۴ زکال د ډسمبر په ۲ مه سنا په ۶۷ موافقو او ۲۲ مخالفو رایو سره نوموړی وغانده او له سنا څخه یې ویوست؛ له همدې امله نوموړی د هغو لږ شمېر سناتورانو په کتار کې راغی چې تر اوسه په دې ډول تنبیه شوي. له دې وروسته یې د خپلې مړینې تر مهاله د کمونېزم او سوسیالېزم پر خلاف ویناوو ته دوام ورکړ. نوموړی د ۱۹۵۷ زکال د مۍ په دویمه د مریلنډ د بتزدا سیمې په پوځي روغتون کې د ۴۸ کلونو په عمر ومړ. ډاکټرانو له دې وړاندې د هغه د ناوړه روغتیايي حالت اړوند راپور نه و ورکړی، خو یو شمېر ژوند لیک لیکونکي څرګندوي چې هغه په الکولو باندې د اعتیاد او یا هم زیات څښاک له امله مړ شوی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
مک کارټي وروستنۍ جمهوري غوښتونکی و چې د متحده ایالاتو په سنا کې یې د ویسکانسین لومړۍ درجه څوکۍ خپله کړې وه.
مک کارټي په ۱۹۳۵ زکال کې د وکیلانو ډلې ته لار ومونده. په ۱۹۳۶ زکال کې هغه مهال چې نوموړي د ویسکانسین د شاوانو سیمې په یو حقوقي دفتر کې کار کاوه د یو دیموکرات په توګه یې د خپلې سیمې څارنوالۍ ته د رسېدو هڅه وکړه خو پاتې راغی.[۱۸]
په ۱۹۳۹ زکال کې هغه مهال چې مک کارټي د ویسکانسین قضایي پلاوې ته د لار موندو په موخه د لسمې ناحیې د محکمې غیرګوندي منتخبې څوکۍ ته ځان نوماند کړ، بریالی شو. هغه مک کارټي، ادګار وي. وارنر ته په ماتې ورکولو سره چې ۲۴ کاله قاضي پاتې شوی و؛ د دغه ایالت په تاریخ کې د قضايي پلاوي په تر ټولو ځوان غړي واوښت. هغه په خپلو ټاکنیزو سیالیو کې په درواغو ادعا وکړه چې د وارنر عمر ۶۶ کاله نه بلکې ۷۳ کاله دی او له همدې امله هغه د لوړ عمر لرلو له امله نه شي کولای په سمه توګه خپلو چارو ته ورسېږي. ټیډ مورګان په خپل کتاب «وارنر په سره کرښه کې: د شلمې پېړۍ په امریکا کې مک کارټېزم» کې لیکي: «وکیلان د هغه (وارنر) له دبدبې او ځان خوښونې څخه ستړي شوي و. د هغه فیصلې تر ډېره پورې د ویسکانسین د سترې محکمې له خوا رد کېدلې او هغه دومره ټنبل و چې په پریمانه کچه دوسیې ورته پاتې وې».[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د مک کارټي قضايي چارو په ځانګړې توګه د هغو پاتې شوو دوسیو په حل کولو کې چټکتیا چې له وارنر ورته پاتې شوې یو شمېر بحثونه راوپارول. ویسکانسین د طلاق په برخه کې سخت قوانین لرل، خو هغه مهال به چې مک کارټي ته د طلاق دوسیه وړاندې شوه، په ممکن نږدې مهال کې به یې هغه څېړله او همدارنګه به یې په اعتراضي طلاقونو کې د ماشومانو اړتیاو ته لومړیتوب ورکاوه. په یو شمېر نورو قضایاو کې به هغه د خپلې تجربې کمښت د یو حقوق پوه په توګه د مدافع وکیلانو په دقیقو توضیحاتو باندې په تکیه کولو سره جبران کاوه. د ویسکانسین سترې محکمې به هم د هغه له خوا د څېړل شویو دوسیو څخه ډېرې لږ رد کولې، خو په ۱۹۴۱ زکال کې د قیمتونو د تبدیل په یوه قضیه کې د شواهدو په ورکولو سره هغه جریمه کړای شو.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
په ۱۹۴۲ زکال کې ډېر ژر وروسته له هغه چې د امریکا متحده ایالات په دویمه نړیواله جګړه کې ښکېل شوه، مک کارټي؛ دې واقعیت ته په پام چې قضايي دفتر یې هغه له پوځي خدمت معاف کړ، خو د متحده ایالاتو له سمندریز ځواک سره مل شو. د هغه لوړو زده کړو نوموړی د افسرۍ په شرایطو برابر کړ او د لومړي بریدمن په توګه سمندریز ځواک ته شامل شو.[۲۸][۲۹]
د مورګان په خبره چې په ریډز کتاب کې یې لیکلې؛ څارنوال او قاضي اوربان پی. ون سوسټرن چې د مک کارټي ملګري او د کمپاین مدیر و د ۱۹۴۲ زکال په لومړیو کې د متحده ایالاتو په فعال هوايي ځواک کې شامل شو او مک کارټي ته یې وړاندیز وکړ: «اتل شه – په سمندري پوځ کې ځان شامل کړه». هغه مهال چې مک کارټي زړه نازړه و، ون سوسټرن ترې پوښتنه وکړه، «ستا وینه مرداره ده؟».[۳۰][۳۱][۳۲]
نوموړي د دیرشو میاشتو لپاره (اګست ۱۹۴۲ – فبروری ۱۹۴۵ زکال) په سولمون ټاپوګانو او بوګنویل کې د هوايي بم غورځونکو الوتکو لپاره د اطلاعاتي افسر په توګه خدمت وکړ او هغه مهال چې د ۱۹۴۵ زکال په اپرېل میاشت کې یې استعفا ورکړه د جګړنۍ رتبه یې لرله. هغه د توپچي - څارونکي په توګه ۱۲ عملیاتو ته دواطلب شو. دغه عملیات چې تر ډېره خوندي و له یوه وروسته یې اجازه ورکړل شوه هر څومره مهمات چې زړه یې غواړي کارولی یي شي په ځانګړې توګه د کوپرې په ونو باندې چې له امله یې «د تعقیب کوونکي ښکاري جو» لقب ترلاسه کړ. مک کارټي له جګړې وروسته د سمندري پوځ په ریزرف کې پاتې شو او د ډګرمنۍ تر رتبې ورسېد.[۳۳][۳۴][۳۵]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.