جان کانیرز
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان جېمز کانیرز جونیر [ په انګلیسي: .John James Conyers Jr]، (۱۹۲۹زکال/ مې/ ۱۶ – ۲۰۱۹زکال/ اکتوبر/ ۲۷ ) د دیموکرات ګوند سره تړاو لرونکی امریکایي سیاستوال و، چې له ۱۹۶۵ز کال څخه تر ۲۰۱۷ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د استازو جرګه کې د مشیګان استازولي وکړه. هغه چې د کومو سیمو استازولي کوله د لویدیځ ډیټوریټ برخه وه. د هغه په ورستیو درې دورو کې، د هغه ټاکنیزه حوزه د ډیټرویټ ښار په ډېرو لوېدیځو ګوانډونو (د یو ښار یا ښارګوټي په لمنه کې رهایشي سیمه) او همدارنګه د ډاونرایور سیمې په ډېره برخه مشتمله وه.
جان کانیرز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۶ مې ۱۹۲۹[1] |
مړینه | |
هديره | میشیګان |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د کوريا جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
کانیرز په کانګرس کې له پنځوس کلونو څخه په زیات چوپړ کولو سره د متحده ایالاتو په تاریخ کې، د کانګرس شپږم-ډېر خدمت کوونکی غړی شو؛ هغه د کانګرس تر ټولو ډېر خدمت کوونکی افریقایي امریکايي نژادی غړی و. د هغه د سپېڅلتیا او په هغه وخت کې د کانګرس تر ټولو ډېر خدمت کوونکی غړی په بنسټ، کانیرز له ۲۰۱۵ز کال څخه تر ۲۰۱۷ز کال پورې د استازو جرګې مشر و. د هغه د اخیرنۍ دورې د پای ته رسېدو په وخت کې، هغه د کانګرس اخیرنی پاتې غړی و، چې د لاینډان ب. جانسن له ولسمشرۍ را په دېخوا یې په کانګرس کې خدمت کاوه.[2]
د کوریا په جنګ کې تر دندې ترسره کولو وروسته، کانیرز د مدني حقونو غورځنګ کې فعالیت پېل کړ. مخکې له دې چې د ۱۹۶۴ز کال په ټاکنو کې د استازو جرګې ته لاره پیدا کړي، هغه د کانګرس غړي جان ډینګل د یاور په توګه دنده ترسره کوله. هغه په ۱۹۶۹ز کال کې د تور پوستو پارلماني کمېټې (Congressional Black Caucus) له بنسټ ایښودونکو ځینې و او د کانګرس د یو ډېر لیبرال غړي په توګه یې ډېر شهرت تر لاسه کړ. کانیرز په ۱۹۹۱ز کال د ترقي غوښتونکې پارلماني کمېټې تر تأسیس کېدلو وروسته په نوموړې کمېټه کې ګډون وکړ. کانیرز د واحد-تادیه کوونکي درملنیز سیستم ملاتړ وکړ او د متحده ایالاتو د ملي روغتیا پالنې لایحې وړاندیز یې وکړ. هغه همدارنګه د یوې لایحې د تصویب کولو وړاندیز وکړ تر څو د مارټین لوټر کینګ جونیر د زېږېدلو ورځ د دولتي رخصتۍ په توګه وټاکل شې. کانیرز په ۱۹۸۹ او ۱۹۹۳ز کلونو کې د ډیټوریټ ښاروالۍ ته نوماند شو خو دواړه ځلې یې په مقدماتي ټاکنو کې ماته وخوړله.
کانیرز له ۱۹۹۵ز کال څخه تر ۲۰۰۷ز کال پورې او بیا ځلي له ۲۰۱۱ز کال څخه تر ۲۰۱۷ز کال پورې د متحده ایالاتو د استازو قضایي کمېټه کې د دیموکراتيک ګوند د جګ پوړي غړي په توګه دنده ترسره کړه. هغه له ۲۰۰۷ز کال څخه تر ۲۰۱۱ز کال پورې د همدې کمېټې د مشر په توګه دنده ترسره کړه او له ۱۹۸۹ز کال څخه تر ۱۹۹۵ز کال پورې د متحده ایالاتو د استازو جرګې د پلټونکې کمېټې مشر و. په هغه باندې د ښځمنو کارمندانو غړو د جنسي ځورونې تور او د ځورونې ادعا له منځه وړو په پار د مالیه ورکوونکو د پیسو کارولو، د تورونو نه وروسته، کانیرز د ۲۰۱۷ز کال د ډیسمبر په پنځمه نېټه له کانګرس څخه خپله استعفا اعلان کړه.