د کوريا جګړه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د کوریا جګړه له ۱۹۵۰ ز کال څخه تر ۱۹۵۳ ز کال پورې د شمالي او سويلي کوريا تر منځ شوې وه. ياده جګړه د ۱۹۵۰ ز کال د جون پر ۲۵ مه هغه مهال پيل شوه، چې شمالي کوريا د پولې په اوږدو له نښتو او سويلي کوريا کې له بغاوتونو څخه وروسته پر سویلي کوريا يرغل وکړ. چين او شوروي اتحاد د شمالي کوريا ملاتړ کاوه، په داسې حال کې چې ملګرو arabsaudiaملتونو په عمومي ډول متحده ايالتونو د سويلي کوريا ملاتړ کاوه. جګړه د ۱۹۵۳ ز کال د جولای پر ۲۷ مه په اوربند سره پای ته ورسېده. [1][2][3]
په ۱۹۱۰ ز کال کې سترواک جاپان، کوريا په خپلې خاورې پورې وتړله چې د ۱۹۴۵ ز کال د اګسټ پر ۱۵ مه د دويمې نړيوالې جګړې په پای کې تر خپلې غاړه ايښودنې پورې يې په کې، د ۳۵ کلونو لپاره حکومت وکړ. متحده ايالتونو او شوروي اتحاد کوريا د ۳۸ موازي يا برابر (38th Parallel) په اوږدو کې د نيونې په دوو برخو ووېشله. شورويانو شمالي سيمه او امريکايانو يې سويلي سيمه اداره کړه. په ۱۹۴۸ ز کال کې د سړې جګړې د کړکېچونو په پايله کې، يادې نيول شوې سيمې دوه خپلواک دولتونه شول. په شمال کې د کوريا ولسي ديموکراتيک جمهوريت په نوم يو سوسياليستي دولت د Kim II-sung ټولواک کمونيست په مشرتابه رامنځته شو، په داسې حال کې چې سويل کې د «د کوريا جمهوريت:Republic of Korea) په نوم يو پانګه وال دولت د اقتدار خوښونکي استبدادي Syngman Rhee په مشرۍ رامنځته شو. د نويو کوريايي دولتونو دواړو حکومتونو د ټولې کوريا د يوازيني مشروع حکومت اوسېدلو ادعا وکړه او پوله يې په تلپاتې ډول ونه منله.
د «د کوريا د خلکو لښکر» په نوم د شمالي کوريا نظامي ځواکونه له پولې څخه تېر شول او د ۱۹۵۰ ز کال د جون پر ۲۵ سويلي کوريا ته ننوتل. د ملګرو ملتونو امنيت شورا د شمالي کوريا دا کړنه د يو بريد په توګه وغندله او ملګرو ملتونو امر (United Nations Command) او د ځواکونو بېرته ګرځولو په موخه يې، کوريا ته د ځواکونو د استولو رسمي اجازه ورکړه. شوروي اتحاد د چين په توګه د تايوان (د چين جمهوريت) په رسميت پېژندلو له امله له ملګرو ملتونو سره اړيکې پرې کولې او پر اصلي خاوره باندې چين (د چين ولسي جمهوريت) د ملګرو ملتونو له لوري په رسميت نه و پېژندل شوی، نو هيڅ يو يې د امنيت شورا ناسته کې د خپل ملګري يا متحد (شمالي کوريا) ملاتړ نه شو کولی. په پای کې د متحده ايالتونو له لورې د نږدې ٪۹۰ پوځي کارکوونکو او پرسونل په چمتو کولو سره، د ملګرو ملتونو يو وېشت هېوادونو د دې سازمان په ځواک کې مرسته وکړه. [4][5][6][7][8]
د جګړې له دوه لومړيو مياشتو څخه وروسته د سويلي کوريا لښکر (South Korean Army: ROKA) او هغه امريکايي ځواکونه، چې په چټکۍ سره کوریا ته استول شوي وو؛ د ماتې په حال کې وو، چې د دفاعي کرښې شاته د Pusan Prrimeter په نوم کوچنۍ سيمې ته يې شاتګ وکړ. د ۱۹۵۰ ز کال د سپټمبر کې د ملګرو ملتونو له لورې په Incheon کې د تيري کوونکي ضد يو ګواښوونکی دوه ژوندی (د وچې او اوبو له لارې) بريد پيل شو، چې په سويلي کوريا کې يې د KPA د سرتېرو او بشپړونې (اکمال) لارې پرې کړې. هغه خلک چې له کلابندۍ؟ او نيول کېدلو څخه وتښتېدل، بېرته شمالي کوريا [تګ ته] اړ شول. د ملګرو ملتونو ځواکونو د ۱۹۵۰ اکتوبر کې پر شمالي کوريا باندې يرغل وکړ او له چين سره د پولې يانې يالو سيند (Yalu River) پر لور په چټکۍ سره حرکت وکړ، مګر د ۱۹۵۰ اکتوبر پر ۱۹ د چينايي ځواکونو د خلکو رضاکار لښکر (People’s Volunteer Army: PVA) له Yalu سيند څخه تېر شو او جګړې ته ننوت. ملګري ملتونو د تېري کوونکي له لومړي او دويم پړاو (First Phase Offensive، Second Phase Offensive) څخه وروسته، له شمالي کوريا څخه شاتګ وکړ. چينايي ځواکونه د ډيسمبر تر وروستيو پورې په سويلي کوريا کوې وو.
په دې او وروستيو جګړو کې Seoul څور ځلې ونيول شو او کمونيستي ځواکونو ۳۸ موازي ته نږدې ځايونو ته شاتګ وکړ، چې د جګړې د پيل سيمې ته نږدې سيمې وې. له دې څخه وروسته مقاومت تثبيت يا ټينګ شو او د جګړې وروستي دوه کالونه د سولېدنې [يو بل سره د مخامخ کېدلو] جګړه وه. هوايي جګړه که څه هم هيڅکله يو ځنډ نه وه. شمالي کوريا د متحده ايالتونو تر پراخه بمباريو لاندې راغله. جيټ جنګيالي [جيټ جنګي الوتکې] په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په هوايي جګړه کې يو له بل سره مخامخ شول او شوروي پېلوټانو د خپلو کمونيست ملګرو د ساتنې په موخه په پټ ډول الوتنې وکړې.
جګړه د ۱۹۵۳ ز کال د جولای پر ۲۷ د کوريا د اوربند تړون (Korean Armistice Agreement) په لاسليک کولو سره پای ته ورسېده. دې تړون د شمالي او سويلي کوریا د بېلولو په موخه د کوريا نانظامي سيمه (Korean Demilitarized Zone) رامنځته کړه او د بنديانو د بېرته واپس کولو ته يې اجازه ورکړه. که څه هم د سولې تړون هيڅکله لاسليک نه شو او دواړو کوريا اوس هم په تخنيکي ډول جګړه کې دي او په يوه کنګل شخړه کې ښکېل دي. د ۲۰۱۸ په اپرېل کې د شمالي او سويلي کوريا مشرانو د کوريا په نانظامي سيمه (DMZ) کې سره وکتل او په رسمي ډول د کوريا جګړې د پای ته رسولو په موخه يې د يو تړون لپاره په کار کولو هوکړه وکړه. [9][10][11][12]
د کوريا جګړه د نږدې ۳ ميلیونه جنګي مړينې او د دويمې نړيوالې جګړې او ويتنام جګړې په پرتله د تناسب وړ پراخه ملکي مړينې په لرلو سره، د معاصرې دورې د تر ټولو ويجاړونکو نښتو له ډلې څخه وه. دا جګړه په حقيقت کې د کوريا د ټولو سترو ښارونو د ويجاړۍ، د سويلي کوريا د حکومت له لوري د لس ګونو زرو شکمنو کمونيستانو د وژنې او د شمالي کوريايانو له لورې د جنګي اسيرانو د ځورونې او لوږې په ګډون؛ د دواړو اړخونو له لورې د زرګونو تنو د عام وژنې سبب شوه. شمالي کوريا په تاريخ کې د تر ټولو زيات بمبار شويو هېوادونو څخه شوه. د دې تر څنګ اټکل کېږي، چې څو ميليونه شمالي کوريايان د جګړې په دوره کې له شمالي کوريا څخه تښتېدلي دي. [13][14]