![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/4/47/Oliver_Wendell_Holmes_Jr_circa_1930.jpg/640px-Oliver_Wendell_Holmes_Jr_circa_1930.jpg&w=640&q=50)
اولیور وندل هومز ژونیور
From Wikipedia, the free encyclopedia
اولیور وندل هومز ژونیور (په انګلیسي: Oliver Wendell Holmes Jr.؛ پیدایښت: ۸-مارچ-۱۸۴۱؛ مړینه: ۶-مارچ-۱۹۳۵ز) یو امریکایي حقوقپوه او حقوقي څېړونکی ؤ چې له ۱۹۰۲ څخه تر ۱۹۳۲ز پورې د متحده ایالاتو په ستره محکمه کې د مرستیال قاضي په توګه خدمت وکړ. هغه د متحده ایالاتو د سترې محکمې د قضاتو په منځ کې یوه وتلې څېره او د امریکا د عرفي قوانینو په قضاتو کې یو بارسوخه تاریخي شخصیت دی، چې د اوږدمهال خدمت، د مدني ازادیو او د امریکا د اساسي قانون دېموکراسۍ په هکله د لنډ او ګټور نظرونو، او د امریکا ټاکل شوې مقننه قوې پرېکړو ته د درناوي لهامله، په ښه نوم یادېږي. هومز په ۹۰ کلنۍ کې تقاعد واخېست چې د امریکا د سترې محکمې په تاریخ کې تر ټولو ډېرکلن قاضي پاتې شو. هغه پخوا، د امریکا کورنۍ جګړې په اوږدو کې د برېوېت غونډمشر په توګه، د ماساچوست په سترې قضایي محکمه کې د قاضي مرستیال او مشر قاضي، او د هاروارډ په حقوقو پوهنځي کې (چې پهخپله هم لهدغه ځای څخه فارغ شوی ؤ) د وېلډ کورنۍ د استاد په توګه خدمت کړی ؤ. دریځونو، ځانګړی شخصیت او د لیکنې ځانتنی ډول یې، هغه یوه نامتو څېره وګرځوله او په ځانګړې توګه، د امریکا پرمختګ غوښتونکو ډلو په منځ کې په خورا درنښت یادېږي.[12]
اولیور وندل هومز ژونیور | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۸ مارچ ۱۸۴۱[1][2][3][4][5][6][7] |
مړینه | 6 مارچ 1935 (94 کاله)[1][2][3][4][5][6][7] ![]() واشنګټن ډي سي [8][9] ![]() |
د مړینې لامل | سینه بغل ![]() |
استوګنځای | لندن (۱۸۶۶–۱۸۷۲) ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | قاضي ، قانونپوه ، سياستوال ، فیلسوف ![]() |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [10][11] ![]() |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون ![]() |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د امریکا کورنۍ جګړه ![]() |
لاسليک | |
سمول ![]() |
په سترې محکمه کې د ولسمشر تیودور روزوېلت لهخوا وګومارل شو او د خپلې کاري دورې په اوږدو کې یې، د دولت اقتصادي مقرراتو په اړه له اساسي قانون څخه ملاتړ او د متحده ایالاتو د اساسي قانون د لومړي تعدیل په رڼا کې یې د بیان له ازادۍ څخه دفاع وکړه، که څه هم د دغه اصل لهمخې چې، «د بیان ازادي له داسې یو کس څخه چې د تیاتر په تالار کې د ‹اور، اور› درواغ نارې وهي، ساتنه نهکوي او نه هم کومه وېره رامنځته کوي» د لاریون کوونکو پر وړاندې یې جنایي بندیزونو تایید کړل. د «آبرامز د متحده ایالاتو پر وړاندې» (۱۹۱۹ز) پرېکړې سره د یوه څرګند مخالفت لهمخې، لیکي چې هغه د متحده ایالاتو د اساسي قانون پرېکړې او نظریې ته، «چې د بازار په سیالۍ کې د منل کېدو لپاره د تفکر د پياوړتیا او حقیقت تر ټولو ښه ازموینه ده»، د «یوې تجربې» په سترګه ګوري «ځکه چې ژوند ټوله یوه تجربه ده» او پر دې باور ؤ چې په پایله کې «موږ باید تل د هغو نظریاتو په تړاو هڅو پر وړاندې، چې موږ ورڅخه کرکه لرو او فکر کوو چې له مړینې سره مل دي، هوښیار اوسو».[13][14]
هغه د ګوتو په شمېر قضاتو په کتار کې راځي چې د پوهان په توګه پېژندل کېږي؛ د حقوقي مطالعاتو مجله، د امریکا د شلمې پېړۍ حقوقي پوهانو په کتار کې، له هومز څخه د درېیم مطرح شخصیت په توګه نوم اخلي. هومز یو حقوقي واقعیتپال ؤ، څرنګه چې د هغه په اصل کې په لنډ ډول بیانېږي: «د قانون ژوند، منطق نهؤ: یوه تجربه وه»؛ همدا راز، څرنګه چې د طبیعي قانون له اصولو سره یې مخالفت ښودلی، یو اخلاقي شکمنوال ګڼل کېږي. د هغه اکاډمیکې او د حقوقپوهنې په هکله لیکنې، د امریکا پر ډېریو وروستیو حقوقي تفکراتو باندې اغېزه پرېښوده، لکه: د «نیو ډیل» له تنظیم کوونکي قانون څخه د ملاتړ لهمخې قضایي اجماع او د امریکا د پراګماتیزم، انتقادي حقوقي مطالعات، او د حقوقو او اقتصاد اغېزناکه مکتبونه.[15][16]