انګليسي ژبه
لوېديځه جرمني ژبه / From Wikipedia, the free encyclopedia
انګليسي د هندو-اروپايي ژبو د کورنۍ يوه لوېدېځه جرماني ژبه ده، په اصل کې د لومړيو منځنيو پېړيو د انګلستان اوسېدونکو پرې خبرې کولې. نوم يې له انګليا څخه اخیستل شوی چې په په بالتيک سمندر کې يوه ټاپووزمه ده (له ختيځې انګيلا يوه جلا)، او اينګلز چې لرغوني جرماني خلک و، چا چې د لويې برتانيې برخو ته هجرت وکړ او بيا د همدوی په نوم انګلينډ ونومول شوې. ژوندۍ ژبې چې له انګليسي سره ډېرې نژدې اړيکې لري هغه لو ساکسين او فريسين ژبې دي، په داسې حال کې چې د انګليسي ژبې لغات له زړې نورمان فرانسوي او لاتيني ژبې څخه اغېزمن دي، همدا راز د نورو جرماني ژبو څخه په ځانګړي ډول زړه نورس (يوه شمالي جرماني ژبه ده) څخه هم اغېزمنه شوې ده. [100][101][102][103][104][105]
په نامه د | |
---|---|
اغېزمن شوی له |
برخې |
Received Pronunciation (en) امریکايي انګرېزي Australian English (en) Indian English (en) Canadian English (en) British English (en) Scottish English (en) Hiberno-English (en) Welsh English (en) Quebec English (en) Caribbean English (en) African American Vernacular English (en) European English (en) South African English (en) Pakistani English (en) Nigerian English (en) New Zealand English (en) Jamaican English (en) Belizean English (en) |
---|
انګليسي له څوارلس سوه کلونو څخه د زياتې مودې په اوږدو کې پرمختګ کړی. د انګليسي لومړۍ بڼې چې د لوېدېځې جرماني (اينګوايوني) لهجې یوه ډله ده په پنځمه پېړۍ کې د انګلو-ساکسان کوچيانو له خوا لويې برتانيې ته راوړل شوې وه، دوی ته په ټوليز ډول زاړه انګريزان وايي. منځنۍ انګليسي د يوولسمې پېړۍ په وروستيو کې هغه مهال پيل شوه کله چې نورمان انګلستان ونيو؛ دا هغه پړاو و کله چې فرانسوي ژبې په انګليسي اغېز درلود او په ځانګړي ډول د زړې نورمان لهجې څخه متاثره وه. لومړۍ مودرنه انګليسي د پنځلسمې پېړۍ په پای کې پيل شوه کله چې په لندن کې چاپ ماشينونو په کار پيل وکړ، سپيڅلی کتاب د کينګ جيمز بايبل چاپ شو او په واول (حرف علة) کې ستر بدلون رامنځ ته شو. [106][107][108]
په نړيواله کچه د برتانوي سترواکۍ او متحده ايالاتو د پراخه اغېز له لارې له اولسمې پېړۍ راهيسې انګليسي په نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده. د دې هيوادونو د هر ډول چاپي او برېښنايي رسنيو له لارې، انګليسي په نړيوالو خبرو اترو کې مخکښه ژبه ده، همدا راز په ډېرو سيمو او مسلکي برخو کې لکه علمي، سمندري چارو او قانون کې شريکه ژبه ده. د انګليسي ژبې اوسنی ګرامر (پښويه) د يو ځانګړي اندو-اروپايي نمونې تدريجي بدلون دی چې د الفاظو له نرم بدلون څخه برخمن دی او د ويو (الفاظو) ترتيب يې نسبتاً ازاد دی، دې ډول تر ډېره بريده تحليلي نمونې ته بدلون موندلی چې کم نرمښت په کې دی او يو ثابت جوړښت لري او هغه جوړښت يې فاعل-فعل-مفعول دی. نوې انګليسي تر ډېره بريده په کومکي افعالو او د پېچلو زمانو، اړخونو او حالتونو د بيانولو لپاره د کلیمو پر ترتيب تکيه کوي، همدا راز په مجهولو جوړښتونو، استفهام (پوښتنې) او نفي باندې متکي ده. [105][109]
انګليسي په ټوله نړۍ کې ډېره وېل کېدونکې ژبه ده (که چېرې چينايي ژبه په ډېرو ډولونو وويشل شي) او له معياري چينايي او اسپانوي ژبې څخه وروسته په ټوله نړۍ کې درېيمه هغه اصلي ژبه ده چې ډېرې خبرې پرې کيږي. انګليسي دويمه هغه ژبه ده چې ډېره زده کړه يې کېږي، په نږدې شپېتو خپلواکو هيوادونو کې يا رسمي ژبه ده يا له رسمي ژبو يوه ده. د هغو خلکو شمېر چې انګليسي يې د دويمې ژبې په توګه زده کړې، له هغو زيات دی چې دا يې اصلي ژبه ده. په ۲۰۰۵ز کال کې اټکل شوی و چې په انګليسي له دوه ميليارده څخه زيات خلک خبرې کوي. انګليسي په انګلستان، متحده ايالاتو، کاناډا، استراليا، نيوزيلينډ او ايرلينډ کې د ډېرو خلکو مورنۍ ژبه ده، په سينګاپور کې بنسټيزه او رسمي ژبه ده، همدا راز د کرابين، افريقا، سويلي اسيا، سويل ختيځې اسيا او اوقيانوسيه په ډېرو سيمو کې په انګليسي خبرې کېږي. د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې او د نړۍ د ډېرو نورو سيمه ييزو نړيوالو سازمانونو شريکه رسمي ژبه ده. په جرماني ژبو کې انګليسي هغه ده چې تر ټولو زياتې خبرې پرې کيږي چې د دې اندو-اروپايي څانګې په ژبه نږدې اويا سلنه خلک خبرې کوي. په انګليسي ژبه خبرې کوونکو ته "Anglophones" ويل کيږي. په بېلا بېلو سيمو او هېوادونو کې غږ او غږ پېژندنې ته په کتنې سره او کله کله لغاتو، اصطلاحاتو او د ژبې ليکدود په نظر کې نيولو سره د انګليسي ژبې جلا جلا لهجې او توپيرونه شته، خو دا توپير د دې لامل نه ګرځي چې د بلې لهجې ويونکي پرې پوه نه شي، که څه هم شونې ده چې د مقابل لوري ناڅرګندتيا په لرې افراطي لهجو کې رامنځ ته شي. [110][111][112][113]