مالاوي
From Wikipedia, the free encyclopedia
مالاوې په رسمي توګه د مالاوي هیواد ولسمشریزه ده چې په سویل ختیځې افریقا کې په وچې پورې تړلی هیواد دی. پلازمینه یې د لیلونګوه ښار او رسمي ژبه یې انګلیسي ده. یاد هیواد ۴۸۴'۱۱۸ کیلومتره مربع مساحت او ۵۷۵'۰۹۱'۱۸ میلیونه وګړي لري. مالاوی په ۶ ږم د جون ۱۹۶۴م کال له بریتانیا خپله خپلواکي تر لاسه کړه.
مالاوي | |
---|---|
د مالاوي بیرغ | نښان |
نقشه (شین رنګه)په سویلي افریقا کې افریقا کې | |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 13°سويل 34°ختيځ / -13; 34 [1] |
پراخوالی | 118484 کیلومتره مربع [2] |
پلازمېنه | لیلونګوه [3] |
رسمي ژبې | انګليسي ژبه ، چېوايي ژبه |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۶ جولای ۱۹۶۴ |
د عمر محدودیتونه | |
بې کارۍ کچه | 8 سلنه (۲۰۱۴)[4] |
نور مالومات | |
پیسې | د مالاویا کواچا |
تګلوری | کيڼ [5] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | MW |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +265 |
مالاوې (/məˈlɔːwi, məˈlɑːwi, ˈmæləwi/؛ چيوا: [maláβi] يا [maláwi])، ټمبوکا: Malawi او په رسمي ډول د مالاوې جمهوريت؛ په سويل ختيځه افريقا کې په وچه کې را ایسار هېواد دی، چې پخوا د نيازالېنډ (Nyasaland) په نوم پېژندل کېده. دا هېواد لويديځ ته له زمبيا، شمال او شمال ختيځ ته له تانزانيا او ختيځ، سوېل او سوېل لويديځ ته له موزمبيق سره ګډه پوله لري. د هېواد پراخوالی له ۱۱۸۴۸۴ کېلو متر مربع (۴۵۷۴۷ ميل مربع) څخه زيات او نفوس يې د ۲۰۲۱ز کال تر جنوري پورې ۱۹۴۳۱۵۶۶ تنه اټکل شوی دی. د مالاوې پلازمېنه (او تر ټولو لوی ښار) ليلونګوي “Lilongwe” ښار دی. دويم ستر ښار يې بلنټاير (Blantyre)، درېيم مزوزو (Mzuzu) او څلورم ستر ښار يې پخوانۍ پلازمېنه زومبا (Zomba) دی. د مالاوې (Malawi) نوم له “Maravi” څخه اخيستل شوی دی، چې په سيمه کې د “Chewa” په نوم د استوګن وګړو پخوانی نوم دی. دې هېواد ته د «د افريقا نرم زړه» وړ نوم (لقب) د هېواد د وګړو د ملګرتيا او صميميت له امله ورکړل شوی دی. [6][7][8]
د افريقا لويې وچې د نننۍ مالاوې په نوم برخه کې ۱۰ پېړۍ ته نږدې وختونو کې د “Bantu” ډلو د کډوالۍ په واسطه استوګنه غوره شوه. څو پېړۍ وروسته په ۱۸۹۱ ز کال کې ياده سيمه د بریتانيې له لورې مستعمره شوه او د “Nyasaland” په نوم د انګليستان تر څار او قيموميت لاندې سيمه شوه. په ۱۹۵۳ ز کال کې د روديشيا “Rhodesia” او نيازالېنډ په نيمه خپلواکه اتحاديه کې تر څار اوساتنې لاندې سيمه شوه. ياده اتحاديه يا فدراسيون په ۱۹۶۳ ز کال کې له منځه لاړ او منحل شو. په ۱۹۶۴ ز کال کې قيموميت پای ته ورسېده، نيازالېنډ د ملکې دويمې اليزابيت (Queen Elizabeth II) تر مشرۍ لاندې يو خپلواک هېواد شو او نوم يې هم مالاوې (Malawi) ته بدل شو. دوه کلونه وروسته جمهوريت شو. له انګليستان څخه يې بشپړه خپلواکي تر لاسه او تر ۱۹۷۰ ز کال پورې د هاسټنګز بېنډا (Hastings Banda) تر ولسمشرۍ لاندې يو ټولواک يو ګوندي دولت شوی و. بېنډا تر ۱۹۹۴ ز کال پورې ولسمشر پاتې شو. د مالاوې اوسنی نظام ديموکراتيک ګڼ ګوندي جمهوريت دی، چې د ټاکل شوي ولسمشر له لورې پر مخ ځي. د “Lazarus Chakwera” په نوم د مالاوې د کانګرس ګوند (Malawi Congress Party) ډله د ټانس اتحاد “Tonse Alliance” لامل شوه، چې د نهو سياسي ډلو او ګوندونو ډله کېدنه ده او د محکمې تر څار لاندې ولسمشريزې ټاکنې يې وګټلې. يادې ټاکنې د ۲۰۲۰ ز کال جون پر ۲۳ نېټه وروسته له هغې بيا تر سره شوې، چې د خورا سترو ټاکنيزو ګډوډيو له امله د ۲۰۱۹ ز کال د می مياشتې ولسمشريزې ټاکنې باطلې شوې. د مالاوې پوځ (د مالاوې دفاعي ځواک: Malawi Defense Force) يوه ځمکنۍ اردو، يو سمندري او يو هوايي ځواک لري. د هېواد باندنی سياست لويديځ پلوی دی. له زياتره هېوادونو سره مثبتې سياسي اړيکې ساتې او د ملګرو ملتونو، د ملتونو د ګډو ګټو، د سويلي افريقايي پرمختګ ټولنې، ختيځې او سويلې افريقا لپاره د عام بازار او افريقايي ټولنې په ګډون بېلابېلو نړيوالو سازمانونو کې ګډون کوي. [9][10][11]
مالاوې د نړۍ له وروسته پاتې هېوادونو څخه دی. اقتصاد يې زياتره پر کرنه باندې تکيه دی او په پراخه ډول کليوالي او په چټکۍ سره زياتېدونکی نفوس لري. د هېواد حکومت د خپلو پرمختګ اړتياوو د بشپړولو په موخه زياتره پر باندنۍ مرسته باندې ولاړ دی، که څه هم اړينه اندازه (او وړانديز شوې مرسته) له ۲۰۰۰ ز کال راهيسې لږه شوې ده. د مالاوې حکومت د اقتصاد جوړولو او پراخولو، زده کړو ته د ودې ورکولو، روغتيا، د چاپيريال خونديتوب او د پراخه بې کارۍ تر څنګ په مالي ډول د خپلواک کېدلو هڅو کې له ګواښونو سره مخامخ کېږي. ياد هېواد له ۲۰۰۵ ز کال راهيسې د ذکر شويو مسئلو پر حل باندې د تمرکز په موخه بېلابېلې خپرونې رامنځته کړې دي او د هېواد ظاهري بڼه د پرمختګ په حال کې ښکاري. د ودې مهم شاخصونه په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ ز کلونو کې د اقتصاد، زده کړې او روغتيا په برخو کې وکتل شول.
مالاوې د لږه اميندواري او د کوچنيانو لوړه مړينه لري. HIV/AIDS په کې خورا زيات خپور شوی دی، چې دواړه يې کاري ځواک کموي او د زياتو حکومتي لګښتونو غوښتنه کوي. ياد هېواد ډول ډول نفوس لري، چې د مالاوي اصلي وګړي، اسيايان او اروپايان دي. بېلابېلې ژبې په کې ويل کېږي او د مذهبي عقيدو يوه لړۍ لري. که څه هم پخوا په يوه برخه کې د توکميزو وېشنو يا ډلبنديو له امله دوره يې سيمه ییز ټکر او نښته وه، مګر په ۲۰۰۸ ز کال کې ياد کورنی ټکر د پام وړ له منځه تللی و او په يو مالاوي مليت سره د پېژندنې نظريه يو ځل بيا راڅرګنده شوې وه.