![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/8/8d/Christoph_Bernhard_Francke_-_Bildnis_des_Philosophen_Leibniz_%2528ca._1695%2529.jpg/640px-Christoph_Bernhard_Francke_-_Bildnis_des_Philosophen_Leibniz_%2528ca._1695%2529.jpg&w=640&q=50)
ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس
From Wikipedia, the free encyclopedia
ګوټفرېډ وېلهلم (فون) لایبنېتس (Gottfried Wilhelm (von) Leibniz)، چې د ۱۶۴۶م د جولای د لومړۍ او ۱۷۱۶م د نومبر تر ۱۴مې نېټې یې ژوند کړی، یو جرمنی عالم و چې یو ریاضيپوه، فیلسوف، ساینسپوه او ډیپلومات پاتې شوی دی. نوموړی هم د فلسفې په تاریخ کې او هم د ریاضیاتو په تاریخ کې یو مخکښ شخصیت بلل کېږي. هغه د فلسفې، الهیاتو، اخلاقو، سیاست، قانون، تاریخ او فیلولوژي یا تاریخي ژبپوهنې په اړه اثار لیکلي. لایبنېتس همدا راز د فزیک او ټیکنالوژۍ په برخه کې هم مهم کارونه کړي دي، او داسې مفکورې او تصورات یې پېشبیني او اټکل کړي، چې ډېر وروسته بیا د احتمالاتو په تیورۍ، بیولوژي، طب، جیولوجي، ارواپوهنې، ژبپوهنې، او کمپیوټر ساینس کې راڅرګند شول. هغه د کتابتون علم (library science) د ډګر په غوړېدنه کې هم ونډه لرلې: کله چې نوموړي د ولفینبوټل (Wolfenbüttel) کتابتون د څارونکي په توګه دنده ترسره کوله، د لیست جوړولو یا فهرست کولو (cataloging) یو داسې سیستم یې رامنځته کړ چې د اروپا د ډېری سترو کتابتونونو لپاره یې د لارښود په توګه کار کولی شو. د دغو موضوعاتو په دې پراخه لړۍ کې د لایبنېتس لیکنې په بېلابېلو علمي ژورنالونو یا مجلو، په لسګونه زره ليکونو، او په ناچاپ شويو نسخو کې خپرې شوې دي. نوموړي په څو ژبو کې لیکل کړي، عمدتا په لاتیني، فرانسوي او جرمني ژبو، مګر په انګلیسي، ایټالوي او هالنډي ژبو یې هم لیکل کړي دي.[31][32]
ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱ جولای ۱۶۴۶[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12] |
مړینه | 14 نومبر 1716 (70 کاله)[13][14][1][15][2][3][5][7][8][16][9][10][11][12][17] ![]() هانوور [18][19][20][21] ![]() |
عملي ژوند | |
تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر [22] ![]() |
ڈاکٹری مشیر | کريسټيان هايګنز [23] ![]() |
ڈاکٹری شاگرد | یاکوب برنولي ![]() |
نامتو زده کونکي | یاکوب برنولي ![]() |
کار/مسلک | فزيک پوه [24][25][26][11]، فیلسوف [27][11][12]، ډیپلوماټ ، تاریخ پوه [11]، ليکوال [11][28]، شاعر [11]، بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان) ، ځمکپېژندونکی [11] ![]() |
مورنۍ ژبه | جرمني ژبه ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | لاتيني ژبه [29]، جرمني ژبه [29][30]، فرانسوي ژبه [29]، اېټاليايي ژبه ، انګليسي ژبه ، هالنډي ژبه ، عبراني ژبه ![]() |
مؤثر | اپلاتون ، بلیز پاسکال ، ګيورډانو برونو ، ټوماس آکوینس ، توماس هابز ، ارستو ، کريسټيان هايګنز ، ابن ميمون ، كنفيوشيوس ، فرانسیسکو سوارز ، یاکوب برنولي ، باروچ سپینوزا ، رنه دیکارت ، د هیپو آګوستین ، انسلم ، یان آموس کمېنسکي ، پلوتين ، هیپاتیا ، ابن طفيل ![]() |
خوځښت | سولپالنه ![]() |
لاسليک | |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
که څه هم ایله په ۲۰مه پېړۍ کې د لایبنېتس د تداوم قانون (law of continuity) او د تجانس د غیرجبريوالي قانون (transcendental law of homogeneity) د غیر معیاري تحلیل د وسیلو په مرسته یوه ثابت ریاضیکي فورمول ته واوښت. نوموړی همدا راز د میخانیکي حساب ماشینونو په برخه کې هم مخکښ و. د پاسکال حساب ماشین ته د اتوماتیک ضرب او وېش په ورزیاتولو د کار ترڅنګ، هغه لومړنی کس و چې په ۱۶۸۵م کال کې یې د سنجاقي څرخ حساب ماشین (pinwheel calculator) تشریح کړ او د لایبنېتس څرخ یې اختراع کړ، چې په اریتمومیټر (arithmometer) حساب ماشین کې کارېږي، کوم چې لومړنی ګڼ-تولیدي میخانیکي حساب ماشین بلل کېږي. هغه د دوهګونو اعدادو سیستم (binary number system) هم اصلاح کړ، چې تقریبا د ټولو ډیجیټل (بریښنايي، جامد حالت، جلا منطق) کمپیوټرونو بنسټ جوړوي او په ځانګړې توګه وون نیومن معماري (Von Neumann architecture) پکې راځي چې د معیاري ډیزاین الګو یا "د کمپیوټر معماري" ورته ویل کېږي او د ۲۰مې پیړۍ له دویمې نیمایي څخه تر ۲۱مې پېړۍ پورې تعقیب شوې ده. په دې توګه لایبنېتس د "کمپیوټر ساینس بنسټګر" بلل شوی دی.[33][34][35][36][37][38]
د یوه فیلسوف په توګه، هغه د ۱۷مې پېړۍ د عقلیت یا عقلپالنې او ایډیالېزم یو له سترو استازو شمېرل کېږي. د یوه ریاضيپوه په توګه، د هغه لویه لاسته راوړنه د اسحاق نیوټن له همدوره پرمختګونو څخه په خپلواکه توګه د ډیفرنشیل او انټګرال د محاسبو د اصلي نظرونو پراختیا وه. د ریاضي په اثارو کې په پرله پسې ډول د محاسبې د معمول بیان په توګه د لایبنېتس نښان اېښودنه (Leibniz's notation) خوښه شوې ده.
په فلسفه او الهیاتو کې بیا لایبنېتس د هغه د خوشبینۍ له کبله خورا مشهور دی، د بېلګې په توګه هغه دې پایلې ته رسېدلی چې زموږ نړۍ، په یوه مناسب مفهوم کې، ترټولو غوره ممکنه نړۍ ده چې خدای (ج) رامنځته کولی شوای، هغه نظر چې د نورو مفکرینو لخوا نیوکې پرې شوې دي، لکه والټیر یې چې په خپل کاندید (Candide) نومي طنزي اثر کې یادونه کړې. لایبنېتس د "رنه دیکارت" او "باروچ سپینوزا" ترڅنګ یو له دریو سترو لومړنیو عصري عقلپالو پوهانو څخه شمېرل کېږي. د هغه فلسفه د ښوونیزې فلسفې له عناصرو سره هم سر خوري، په ځانګړې توګه دا انګېرنه چې د لومړنیو اصولو یا پخوانیو تعریفونو له مخې د استدلال په وسیله د واقعیت په اړه څه نا څه بنسټیزه پوهه ترلاسه کېدای شي. هغه په خپلو اثارو کې د عصري منطق اټکل او وړاندوینه کړې وه او لا یې هم معاصره تحلیلي فلسفه تر اغېزې لاندې ده، د بېلګې په توګه د وجهي مفاهیمو (modal notions) د تعریفولو لپاره د "ممکنه نړۍ" د اصطلاح کارول.