![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/e/e3/St-thomas-aquinas.jpg/640px-St-thomas-aquinas.jpg&w=640&q=50)
ټوماس آکوینس
From Wikipedia, the free encyclopedia
ټوماس آکوینس (په ایټالوي کې: Tommaso d'Aquino، د «آکوینو-مېشتی ټوماس» په معنی؛ له ۱۲۲۵ څخه تر ۷ د مارچ/ ۱۲۷۴ز پورې) یو ایټالوي دومینیکن راهب، فیلسوف، کاتولیک کاهن او د کلیسا لارښود ؤ. هغه د ښوونیزې فلسفې په دود-دستور کې یو اغېزمن فیلسوف، الهیاتپوه او حقوقپوه تېر شوی، چې د «آنجلیکوس ډوکتور»، «کمونیس ډوکتور» او «یونیورسالیس ډوکتور» په نوم هم پېژندل کېږي. د «آکوینس» نوم د هغه پلرني ټاټوبي – آکوینو – اصل ښیي چې اوسمهال د ایټالیا په لاتزیو ښار کې پروت دی. د نورو پېژندګلویو ترڅنګ، هغه د طبیعي الهیاتپوهنې یو وتلی ملاتړ کوونکی او د «تومیزم» په نامه د یوه فکري مکتب خاوند ؤ (چې دواړه الهیاتپوهنه او فلسفه پهکې شاملېږي). هغه استدلال کاوه چې خدای هم د طبیعي عقل او هم د ایمان د نور سرچینه ده. پر لوېدیځ تفکر باندې د پاموړ اغېزه لري او ګڼشمېر نومهالو فلسفو، په ځانګړې توګه بیا په اخلاقو، طبیعي قانون، مېتافزیک او سیاسي تیوریو کې، په پراخه توګه د هغه له مفکوره څخه ګټه اخېستل کېږي.[5]
ټوماس آکوینس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
عملي ژوند | |
استاد | البرتوس مګنوس ![]() |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | لاتيني ژبه [1] ![]() |
د کړنې څانګه | فلسفه ، دينپوهنه ![]() |
مؤثر | ابن ميمون ، سيسرو ، يعقوب بن اسحق الکندي ، ابن رشد [2]، انسلم [3]، البرتوس مګنوس ، ابن سينا بلخي [4]، د هیپو آګوستین ، اپلاتون ، ارستو ، رسول پولس ، محمد الغزالي ![]() |
تحریک | ټاميزم ، ښوونیزه فلسفه ![]() |
سمول ![]() |
د کاتولیک کلیساوو د هغه وخت ګڼشمېر جریانونو پر خلاف، ټوماس د ارسطو لهخوا – چې هغه یې «نامتو فیلسوف» نومولی ؤ – ډېرې وړاندې شوې نظریې ومنلې او هڅه یې وکړه ترڅو په ترکیبي توګه، ارسطویي فلسفه د مسیحیت له اصولو سره یوځای کړي.[6]
د هغه تر ټولو ستر اثرونه، د حقیقت په اړه لانجمنې پوښتنې (۱۲۵۶ تر ۱۲۵۹ز)، د غیریهودیانو پر وړاندې رساله (۱۲۵۹ تر ۱۲۶۵ز) او د الهیاتپوهنې رساله یا Summa Theologiae (۱۲۶۵ تر ۱۲۷۴ز) دي، چې وروستی اثر یې نیمګړی خو خورا اغېزمن پاتې شو. پر انجیل او ارسطو لیکنو باندې د هغه تفسیرونه هم د سترو اثرونو په کتار کې راځي. سربېره پر دې، ټوماس د افخارستیا کلیسایي سندرو له مخې هم ممتاز پېژندل کېږي، چې دغه کلیسایي سندرې د کلیسا د عبادت مراسمو یوه برخه ده. کاتولیکه کلیسا ټوماس آکوینس د یوه قدیس په توګه، په ویاړ سره یادوي او د هغو لپاره چې په کاهنتوب کې زدهکړې کوي، د یوه بېلګهییز ښوونکي او لارښود حیثیت لري او په حقیقت کې هغه هم طبیعي عقل او هم نظري الهیاتپوهنه کې لاسبری دی. په نومهال پېر کې، د پاپ د لارښوونې له مخې، د هغه چا لپاره چې د کاهن یا شماس په توګه د دندې ترسره کولو غوښتونکي یا په مذهبي تشکیلاتو کې وو او یا هم د الهیاتپوهنې څانګو کې (فلسفه، کاتولیکه الهیاتپوهنه، د کلیسا تاریخ، عبادت او کلیسایي قانون) زدهکړیالانو لپاره د هغه د اثرونو مطالعه تر ډېرو کلونو پورې د اړینو مطالعاتو یوه ستره برخه وه. [7][8][9][10]