![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/9/97/Suarez_LOC_hec.13754_%2528cropped%2529.jpg/640px-Suarez_LOC_hec.13754_%2528cropped%2529.jpg&w=640&q=50)
فرانسیسکو سوارز
From Wikipedia, the free encyclopedia
فرانسیسکو سوارز (په انګلیسي: Francisco Suárez؛ پیدایښت: ۵-جنوري-۱۵۴۸؛ مړینه: ۲۵-سپټمبر-۱۶۱۷ز)، یو سپانیایي یسوعي، کاهن، فیلسوف او الهیاتپوه، د سالامانکا د مکتب او غورځنګ یوه مطرحه څېره او په ټولیزه توګه، وروسته له ټوماس آکوینس څخه، د سترو مدرسیانو له ډلې څخه ګڼل کېږي. د هغه کار او فعالیت د دوهیمې مدرسي فلسفې په تاریخ کې د عطف ټکي په توګه انګېرل کېږي چې رنسانس او باروک پېرونه سره نښلوي. د کریستوفر شیلدز او دانیل شوارتز په وینا، «لایبنېتس، ګروتیوس، پوفندورف، شوپنهاور او هایدېګر په څېر واړه شخصیتونه چې د مکان، مهال او فلسفي تمایل له اړخه سره توپیر لري، له سوارز څخه اغېزمن شوي او هغه د الهام د سرچیني په توګه یادوي».[9]