![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/1/15/Paul_Martin_in_2006.jpg/640px-Paul_Martin_in_2006.jpg&w=640&q=50)
پاور مارټين
د کاناډا وزیر (د ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۶) / From Wikipedia, the free encyclopedia
پاول ايګر فيليپ مارتين (Paul Edgar Philippe Martin PC CC QC) د ۱۹۳۸ ز اګسټ په ۲۸ مه نېټه وزېږېد، چې د (Paul Martin Jr.) په توګه هم پېژندل کېږي او کاناډايي وکيل، ليکوال او سياستپوه و، چې د کاناډا د ۲۱ ام لومړي وزير په توګه او وروسته يې له ۲۰۰۳ز نه تر ۲۰۰۶ ز پورې د کاناډا د ليبرال ګوند د مشر په توګه خدمت وکړ.
پاور مارټين | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | ۲۸ اگسټ ۱۹۳۸[1][2][3][4] | ||||||
استوګنځای | مونټريال ![]() | ||||||
تابعیت | ![]() ![]() | ||||||
قد | 1.88 متر [5] ![]() | ||||||
ګوند | د کاناډا لېبرال ګوند ![]() | ||||||
طبی کیفیت | ګوزڼ ![]() | ||||||
واک | |||||||
د کاناډا لومړی وزیر (21 ) ![]() | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۲ ډيسمبر ۲۰۰۳ – ۶ فبروري ۲۰۰۶ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | سياستوال ، قانونپوه ![]() | ||||||
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه ![]() | ||||||
لاسليک | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه ![]() | ||||||
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() | ||||||
سمول ![]() |
د باندنيو چارو لپاره د دولت د پخواني منشي (Paul Martin Sr.) زوی مارتن مخکې له دې چې په ۱۹۷۳ ز کې د کاناډا د بخار بېړۍ د ليکو مشر او اجرائيه رئيس شي، د اونټاريو يو وکيل و. هغه دا موقف په ۱۹۸۸ ز کې د (LaSalle—Émard) د (Montreal) اداره کولو لپاره د پارلمان د غړي په توګه تر نوماندۍ پورې ونيو. مارتن په ۱۹۹۰ ز کې د ليبرال ګوند د مشرۍ لپاره نابريالۍ هڅې وکړې، چې (Jean Chrétien) ته يې خپله ماتې ومنله. مارتن به د ليبرال ګوند د مشرۍ لپاره د (Chrétien) اوږدمهاله سيال جوړېږي، که څه هم د ۱۹۹۳ ز په فدرالي ټاکنو کې د ليبرالانو د اکثريت حکومت له ګټلو نه وروسته د هغه د ماليې وزير په توګه وټاکل شو. پاول مارتن د کاناډايي حکومت په مالي ساختمان کې د زياتو بدلونونو څارنه وکړه او د نوموړي کړنلارو د ټولنيزو خدمتونو په ګډون د بېلابېلو خپرونو په واسطه د هېواد د اوږد مهاله مالي کسر په له منځه وړلو باندې مستقيمه اغېزه لرله.
مارتن په ۲۰۰۲ ز کې هغه مهال د ماليې د وزير په توګه استعفا ورکړه، چې له (Chrétien) سره يې ترينګلتيا اوج ته ورسېده. هغه په پيل کې د (Chrétien) مشرۍ د ګواښولو لپاره چمتووالی ونيو، که څه هم (Chrétien) د ۲۰۰۳ ز لپاره د مشرۍ ټاکل شويو ټاکنو نه په لاره اچولو سره د خپل تقاعد ورکولو اراده وښوده. د ۲۰۰۳ ز کال د نومبر په ۱۴ مه مارتن د ليبرال ګوند د مشر په توګه (Chrétien) بريالی کړ او د ۲۰۰۳ ز ډسمبر په ۱۲مه لومړی وزير شو. د ۲۰۰۴ز په فدرالي ټاکنو کې ليبرال ګوند يو ځل بيا واک تر لاسه کړ، که څه هم يوازې د حکومت لږه برخه وه. د دې دورې پر مهال د مارتن حکومت د نا اشنا خلکو لپاره د ژوند حالتونو د ودې په موخه د کيلونا تړون (Kelowna Accord) لاسليک کړ او د ورته جنس (همجنس) واده ته يې په قانوني ډول اجازه ورکړه. په ۲۰۰۵ ز کال د عوامو په مجلس کې مخالفو ډلو د نه باور يو خوځښت (motion of no confidence) تصويب کړ، چې د مسووليت يا ژمنتيا له تور (sponsorship scandal) نه د نوې سپړنې د پايلې په توګه يې د مارتن حکومت د مفسدوالي دعوه کوله. ياد تورونه د (Gomery Report) په واسطه راښکاره شول، چې د ۲۰۰۶ ز فدرالي ټاکنې يې په لاره واچولې. په پراخه توګه د تورونو په اړه د تفصيلي معلوماتو د راڅرګندېدلو د پايلې په توګه مارتن د نوي متحد محافظه کار ګوند له خوا ماتې وخوړه، چې مشري يې سټيفن هارپر (Stephen Harper) کوله او د ليبرال ۱۲ کلن واک يې پای ته ورساوه. د ليبرالانو د مشر په توګه د مارتن له ښکته کېدنې نه لږ وروسته يې واګې بيل ګراهم (Bill Graham) ته وسپارلې، چې وروسته په تلپاتې ډول د (Stéphane Dion) له خوا بريالی شو. مارتن د ۲۰۰۸ز فدرالي ټاکنو کې بيا غوره کېدل ونه غوښتل. د مارتن د لومړي وزارت ارزونې بېلابېلې (ګډې وډې يا مخلوطې) دي، په داسې حال کې چې د ماليې وزير په توګه د هغه د خدمت مودې ته د خوښۍ په توګه کتل کېږي.
مارتن چې اوس د نړيوال ديپلومات په توګه ورته کتل کېږي، په نړيواله برخه کې يې د يو لړ نوښتونو لکه: د نړيوالې روغتيا لپاره هڅونې او د روغتيا اغېز صندوق تر شا (د ګټې لپاره نه: not- for- profit) په واسطه خپلې مرستې يا ونډې ته دوام ورکړه، چې نوموړي په کې د مشورتي ډلې د غړي په توګه خدمت وکړ. هغه د کاناډا د ايکوفيسکال کميسيون (Canada's Ecofiscal Commission) د سلاکار په توګه هم دنده تر سره کړه.