![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/a/a1/Prime_Minister_Stephen_Harper_in_2005.jpg/640px-Prime_Minister_Stephen_Harper_in_2005.jpg&w=640&q=50)
سټېفن هارپر
د کاناډا وزیر (د ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۵) / From Wikipedia, the free encyclopedia
سټېفن جوزيف هارپر (Stephen Joseph Harper PC CC) چې د ۱۹۵۹ ز د اپرېل په ۳۰ مه زېږېدلی دی، يو کاناډايي سياستپوه دی چې له ۲۰۰۶ ز نه تر ۲۰۱۵ ز پورې يې د کاناډا د ۲۲ لومړي وزير په توګه خدمت وکړ. هارپر د خپلې نږدې يوې لسيزې اوږدمهالې دورې پر مهال درې وکالتنامې وګټلې او لومړنی لومړی وزير دی چې د کاناډا د معاصرې دورې له محافظه کار ګوند نه راځي او له ۲۰۰۴ز نه تر ۲۰۱۵ ز پورې د ګوند د لومړي مشر په توګه دنده کوي.
سټېفن هارپر | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | ۳۰ اپرېل ۱۹۵۹[1][2][3] ټورنټو [4][5] ![]() | ||||||
تابعیت | ![]() ![]() | ||||||
قد | 1.88 متر [6] ![]() | ||||||
ګوند | د کاناډا لېبرال ګوند (–۱۹۸۵) ![]() | ||||||
واک | |||||||
د کاناډا لومړی وزیر (22 ) ![]() | |||||||
د واکمنۍ دوران ۶ فبروري ۲۰۰۶ – ۴ نومبر ۲۰۱۵ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | سياستوال ، پيانو وهونکی ![]() | ||||||
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه ![]() | ||||||
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي ژبه ، انګليسي ژبه [7] ![]() | ||||||
لاسليک | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه ![]() | ||||||
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() | ||||||
![]() ![]() | |||||||
سمول ![]() |
هارپر اقتصاد ولوست. په ۱۹۸۵ ز کې يې د لېسانس او په ۱۹۹۱ ز کې يې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ. هغه د کاناډا د سمون ګوند (Reform Party of Canada) بنسټګر و او په (Calgary West) کې په ۱۹۹۳ ز کال د لومړي ځل لپاره ټاکل شوی و. هغه د ۱۹۹۷ ز په فدرالي ټاکنو کې د بيا نوماندۍ غوښتنه ونه کړه او پر ځای يې د ملي تمدنونو يووالي (National Citizens Coalition) ډله سره يو ځای او وروسته يې همدا ډله چې يوه محافظه کار غوښتونکي ډله وه؛ رهبري کړه. په ۲۰۰۲ ز کې يې (Stockwell Day) د کاناډايي ټولنې د مشر په توګه بريالی کړ، چې د سمون ګوند بريالی کوونکی و او پارلمان ته د رسمي مخالفې ډلې (اپوزيسيون) د مشر په توګه راوګرځېد. هارپر په ۲۰۰۳ ز کې د کاناډا د محافظه کار ګوند د جوړولو په موخه د کاناډا د پرمختلونکي محافظه کار ګوند سره د کاناډايې ټولنې د يوځای کولو په اړه خبرې اترې وکړې او د ۲۰۰۴ ز په مارچ کې د ګوند د لومړني مشر په توګه غوره شو. د ۲۰۰۴ ز په فدرالي ټاکنو کې نوي ګوند خپلې لومړنۍ ټاکنې د ليبرال ګوند ته وبايللې چې د (Paul Martin) له خوا رهبري کېده. هارپر له ۲۰۰۲ ز نه تر ۲۰۱۵ ز پورې د ګوند د مشر، د رسمي اپوزيسيون د مشر او وروسته د لومړي وزير په توګه په البرتا کې د کلګري سويل لويديځ (Calgary Southwest) riding استازولي وکړه. هغه له ۲۰۱۵ ز نه تر ۲۰۱۶ ز پورې د (Calgary Heritage) استازولي وکړه. [8][9]
د ۲۰۰۶ ز فدرالي ټاکنو په يو لږه کي حکومت (minority government) کې اغېزه وکړه چې د محافظه کار ګوند له خوا يې مشري کېده او هارپر يې له مخې د کاناډا ۲۲ لومړی وزير شو. هغه د خپلې لومړۍ دورې پر مهال د دننه او د باندې تور سره مخامخ شو، په داسې حال کې چې د هارپر تر مشرۍ لاندې ستر تصويب شوي قوانين د فدرال د مسؤليت قانون (Federal Accountability Act)، (Québécois nation motion) او د تجربه لرونکو د حقونو بيل (Veterans' Bill of Rights) شاملوي. د ۲۰۰۸ ز له فدرالي ټاکنو نه وروسته چې محافظه کار ګوند په کې يو څه ستر اکثريت وګاټه، هارپر د ۲۰۰۸ – ۲۰۰۷ ز کلونو د مالي کړکېچ پلان ته په ځواب کې د اقتصاد عملياتي پلان تصويب کړ، پارلمان يې وځنډاوه چې د مخالفو ډلو د يو اټکلي يا بالقوه ټولنې په واسطه يو ناډاډمن خوځښت (no-confidence vote) ته ماتې ورکړي او د لبنان د لومړۍ کورنۍ جګړې پر مهال يې د نظامي لاس وهنې امر وکړ. څلوېښتم کاناډايي پارلمان بالاخره د ۲۰۱۱ ز په مارچ کې له يوې بلې ناډاډمنې رايې نه وروسته منحل شو، چې خپل حکومت يې د پارلمان په يوه کړکېجن حالت کې وموند. په فدرالي ټاکنو کې محافظه کارانو د حکومت اکثريت وګاټه. هارپر د خپلې درېيمې دورې پر مهال کاناډا د کيوټو له تړون (Kyoto Protocol) نه واېستله، د ISIL سره په مخالفت يې (Operation Impact) پر لاره واچاوه، د اوږدې وسلې ثبتيال (long-gun registry) يې رد کړ، د ۲۰۱۵ ز ترورېزم ضد قانون يې تصويب، د کاناډا د نړيوال بازار عملي پلان يې عملي کړ او د کاناډ د سنا مجلس (مشرانو جرګې) د لګښتونو تور او د (Robocall scandal) تور رانغاړونکي جدي بحثونو ته يې خورا پاملرنه وکړه.
د ۲۰۱۵ ز په فدرالي ټاکنو کې محافظه کار ګوند ليبرال ګوند ته ځواک وبايله چې د (Justin Trudeau) له خوا يې مشري کېده. هارپر په رسمي ډول د ۲۰۱۵ز اکتوبر په ۱۹ مه نېټه د ګوند د مشر په توګه استعفا ورکړه او (Rona Ambrose) بالاخره د ۲۰۱۵ ز د نومبر په ۵ نېټه باندې د انتقالي مشر په توګه غوره شو. له ۲۰۱۵ ز نه وروسته هارپر په بطي ډول له کاناډايي سياست نه لرې والی پيل کړ او د يو شمېر نړيوالو سوداګريو او مشرۍ ونډې يې غوره کړې، د نړيوالې سلا د يو چارځي (شرکت) بنسټ يې کېښود، د متحده ايالتونو او بریتانيا په رسنيو کې راښکاره کېده او د نړيوالې ديموکرات ټولنې د مشر په توګه ټاکل شوی و. [10][11][12]