ويني ماډيکيزيلا منډيلا
From Wikipedia, the free encyclopedia
ويني ماډيکيزيلا مانډيلا چې د نومزامو وينيفريد زانيوي ماډيکيزيلا (Nomzamo Winifred Zanyiwe Madikizela) په نوم (۱۹۳۶ سپټمبر ۲۶ – ۲۰۱۸ اپرېل ۲) زېږېدلې ده او د ويني منډيلا په نوم هم پېژندل کېږي، د سويلي افريقا د توکمپالنې ضد فعاله او د نيلسن منډيلا دويمه مېرمن وه. نوموړې له ۱۹۹۴ څخه تر ۲۰۰۳ ز کال او له ۲۰۰۹ ز کال څخه تر مړينې پورې د پارلمان د غړې په توګه خدمت وکړ او له ۱۹۹۴ څخه تر ۱۹۹۶ ز کال پورې د هنرونو او کلتور سرپرسته وزيره وه. د افريقا د ملي کانګرس د سياسي ډلې د غړې په توګه يې د ياد کانګرس په ملي اجرائيه کمېټه کې خدمت او د کانګرس د ښځو ټولنې “Women’s League” مشري يې وکړه. ماډيکيزيلا منډيلا خپلو پلويانو د ملت د مور په نوم “Mother of the Nation” ګڼله.[9][10][11][12][13]
ويني ماډيکيزيلا منډيلا | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۲۶ سپټمبر ۱۹۳۶[1][2][3] |
مړینه | 2 اپرېل 2018 (82 کاله)[4][5][3] ژوهانسبورگ [6] |
تابعیت | سوېلي افريقا |
ګوند | د افریقا ملي کانګرس [7] |
ميړه | نېلسن مانډېلا (۱۴ جون ۱۹۵۸–۱۹ مارچ ۱۹۹۶) |
واک | |
د پارلمان وکيل | |
د واکمنۍ دوران ۱۹۹۴ – ۲۰۰۳ | |
د پارلمان وکيل | |
د واکمنۍ دوران ۲۰۰۹ – ۲۰۱۸ | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [8] |
ويبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
هغه د بيزانا (Bizana) په ژوسا شاهي کورنۍ کې زېږېدلې او يوه وړ ټولنيزه کارکوونکې وه، چې په ۱۹۵۸ ز کال يې په جوهانيسبرګ “Johannesburg” کې د توکمپالنې ضد فعال نيلسن منډيلا سره واده وکړ. د دواړو د واده اړيکې ۳۸ کالونه دوام وکړ او دوه ماشومان يې درلودل. په ۱۹۶۳ ز کال کې له ريوونيا محاکمې “Rivonia Trial” څخه وروسته هغه مهال چې منډيلا بندي شو، ماډيکيزيلا منډيلا د ټولو هغو ۲۷ کالونو لپاره د خپل خاوند عمومي څېره شوه، چې نوموړي په بند کې تېر کړل. هغه د يادې دورې پر مهال د توکمپالنې ضد کورني خوځښت په دننه کې نامتو شوه. نوموړې په بېلابېلو موکو د توکمپالنې د دولتي امنيتي خدمتونو له لورې ونيول شوه، وځورول شوه، د بنديزونو له امرونو سره مخامخ شوه او يو کلیوالي ښارګوټي ته وشړل شوه او څو مياشتې يې په يوازيتوب کې تېرې کړې.[14][15][16]
ماډيکيزيلا منډيلا د ۱۹۸۰ ز لسيزې په نيمایي کې «د ډار واکمني» باندې ټينګار وکړ او په سوويټو “Soweto” کې د تاوتريخوالي په يو مست يا عياش مرکز کې وه، چې په سويلي افريقا کې د توکمپالنې ضد خوځښت د پړ کولو (ملامتيا) او په شړنه (تبعيد) کې د افريقا د ملي کانګرس له لورې د غندلو لامل شوه. د دې دورې پر مهال يې د سوويټو اوسېدونکو له لورې کور وسوځول شو. له انساني حقونو څخه د ناوړه ګټه اخيستنې د پلټلو په موخه د نيلسن منډيلا د حکومت له لورې د رښتیا او پخلاينې کميسيون “The Truth and Reconciliation Commission (TRC)” دې پايلې ته ورسېده، چې د منډيلا د متحده فوټبال کلب “Mandela United Football Club” له لورې د تر سره شويو انساني حقونو د تېريو له امله ماډيکيزيلا منډيلا په سياسي او اخلاقي ډول ځواب ويونکې وه. ماډيکيزيلا منډيلا د ادعا شويو پوليسو د خبر ورکوونکو او د توکمپال حکومت د همکارانو ادعاوې ومنلې او امنيتي سرغړونې يې تښتونه، ربړول او وژل وو، چې د ۱۴ کلن سټومپي سيپي “Stompie Sepei” وژل يې خورا د يادونې وړ دي، چې نوموړې يې په تښتولو تورنه وه.[17][18][19][20][21][22][23][24][25][26][27][28][29][30][31][32]
نيلسن منډيلا د ۱۹۹۰ ز کال د فبروري پر ۱۱ نېټه له بندخونې څخه خوشي شو او ياده جوړه په ۱۹۹۲ کې سره بېله شوه، چې د ۱۹۹۶ ز کال په مارچ کې يې د طلاق چارې پای ته ورسېدې. ماډيکيزيلا منډيلا له نيلسن منډيلا سره د هغه د وروستۍ ناروغۍ پر مهال وکتل. نوموړې د افريقا د ملي کانګرس د لوړ پوړې څېرې په توګه له توکمپالنې څخه وروسته د افريقايي ملي کانګرس حکومت کې برخه واخېسته، که څه هم د فساد د تورونو په ترڅ کې له دندې څخه ګوښه شوې وه. هغه په ۲۰۰۳ ز کال کې د غلا او چل يا دوکې تور محکومه شوه او مخکې له دې چې څو کالونه وروسته بېرته فعال سياست ته راوګرځي، د لنډې مودې لپاره يې ورڅخه لاس واخيست.[33][34][35]