د افریقا ملي کانګرس
From Wikipedia, the free encyclopedia
د افریقا ملي کانګرس (ANC) په سویلي افریقا کې یو ټولنیز ډیموکراتیک سیاسي ګوند دی. دا ګوند په ۱۹۹۴ ز کال کې د وکیل، فعال او پخواني سیاسي زنداني نیلسن منډیلا له لومړنیو خپلواکو او عادلانه ټاکنو راهیسې په ځواک کې دی او له ۲۰۰۴ ز کال راهیسې هر ځل په لږ اکثریت سره بیا ټاکل شوی. سیریل رامافوسا، د سویلي افریقا اوسنی ولسمشر، ۲۰۱۷ ز کال ډسمبر له ۱۸ راهیسې د ANC د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.[2]
عمومي معلومات | |
---|---|
غړی د | |
وېبرنګ کوډ | |
هېواد |
بنسټګر |
---|
وېبپاڼه |
---|
ANC د ۱۹۱۲ ز کال د جنورۍ په ۸ د والټر روبوسانا له خوا په بلومفونټین کې د سویلي افریقا د اصلي ملي کانګرس (SANNC) په توګه تاسیس شو، د دې اصلي دنده دا وه چې ټول افریقایان د یوه ملت په توګه سره راټول کړي، ترڅو له خپلو حقونو او آزادیو دفاع وکړي. په دې کې د سویلي افریقا تورپوستو او د سویلي افریقا د ګډو توکمونو لپاره د رایې ورکولو بشپړ حق او د توکمپالنې د سیسټم پای ته رسول شامل و، چې دا په ۱۹۴۸ ز کال کې د ملي ګوند حکومت له خوا په ټاکنو کې تر بریا وروسته معرفي شو. [3]
په اصل کې ANC هڅه کوله چې د توکمپالنې د پای ته رسولو لپاره د عدم تشدد لاریونونو څخه کار واخلي. په هرحال، د ۱۹۶۰ز کال په مارچ کې د شارپیویل ټول وژنې، چې هغه کې ۶۹ تورپوستي سویلي افریقایان د سوله ییز لاریون په ترڅ کې د پولیسو له خوا په ډزو ووژل شوو او په سلګونو نور ټپیان شوو. د ۱۹۶۰ ز کال د اپریل په اتمه، جنرال چارلس رابرتس سوارټ ANC غیرقانوني اعلان کړ، او د راتلونکو دېرشو کلونو لپاره غیر قانوني پاتې شو. [4]
له دېرش کاله جلاوطنۍ وروسته، چې په ترڅ کې يې د ANC ډېری غړي بنديان شوي او يا له هېواده بهر تېښتې ته اړ شوي وو، دغه هېواد د بشپړې غير نژادي ډيموکراسۍ پر لور خپل یون پيل کړ. د ۱۹۹۰ ز کال د فبروري په ۳، د F. W. de Klerk ایالت ولسمشر پر ANC باندې بندیز لغوه کړ او نیلسن منډیلا یې د ۱۹۹۰ کال د فبروري په ۱۱ د ویکتور ویرسټر زندان څخه خوشې کړ. د ۱۹۹۲ ز کال د مارچ په ۱۷ نیټه د توکمپالنې د دوام په اړه ټولپوښتنه ترسره شوه، خو یوازې د سویلي افریقا سپین پوستو رایه ورکولای شوای. ډېریو رایه ورکوونکو د توکمپالنې له منځه وړلو ته رایه ورکړه او ANC ته اجازه ورکړل شوه چې د ۱۹۹۴ ز کال عمومي ټاکنو کې ګډون وکړي او د لومړي ځل لپاره یې ټولو سویلي افریقایانو ته د توکم په پام کې نیولو پرته د رایې ورکولو حق ورکړ.[5]
له ۱۹۹۴ ز کال راهیسې، ANC په ټولو عمومي ټاکنو کې د ۵۵٪ څخه ښه رایه ورکړې، د ۲۰۱۹ ز کال د وروستیو ټولټاکنو په ګډون، چې په هغه کې ANC تر اوسه د ټاکنو ترټولو خرابې پایلې ترلاسه کړې دي. په هرحال، دا ګوند له ۲۰۱۱ ز کال راهیسې په یو شمیر تناقضاتو کې ښکېل و او په پر له پسې توګه یې د کوچنیو ګوندونو له امله خپل ځای له لاسه ورکړی.[6]