![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/6/66/Nicolas_de_Largilli%25C3%25A8re_-_Portrait_de_Voltaire_%25281694-1778%2529_en_1718_-_P208_-_Mus%25C3%25A9e_Carnavalet_-_2.jpg/640px-Nicolas_de_Largilli%25C3%25A8re_-_Portrait_de_Voltaire_%25281694-1778%2529_en_1718_-_P208_-_Mus%25C3%25A9e_Carnavalet_-_2.jpg&w=640&q=50)
ولټېر
From Wikipedia, the free encyclopedia
فرانسوا-ماري ارویه (فرانسوي: [fʁɑ̃swa maʁi aʁwɛ]؛ ۱۶۹۴ نومبر ۲۱مه – ۱۷۷۸ مې ۳۰مه)، چې تخلص یې ولټېر دی (/vɒlˈtɛər, voʊl-/؛ فرانسوي: [vɔltɛːʁ])، د فرانسوي روشنګرۍ لیکوال، تاریخپوه، او فیلسوف و چې د خپلې پوهې، پر عیسویت یې د نیوکې –په ځانګړې توګه پر رومي کاتولیکه کلیسا– او همدا راز د بیان ازادۍ، مذهبي ازادۍ، او د کلیسا او دولت له جلا کولو د ملاتړ له کبله مشهور دی.[16][17][18][19][20]
ولټېر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۲۱ نومبر ۱۶۹۴[1][2][3] پاريس [4][5] ![]() |
مړینه | 30 مې 1778 (84 کاله)[4][6][7][8][9][3] ![]() پاريس [4][5] ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
رکن | ماسونيان [11] ![]() |
ژوند ملګری | امیلي دو شاتله ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | فیلسوف [12][2]، شاعر [2]، تاریخ پوه [12]، ليکوال [13] ![]() |
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي ژبه [14] ![]() |
د کړنې څانګه | فلسفه ![]() |
مؤثر | بلیز پاسکال ، سيسرو ، ابن طفيل ، زردشت ، كنفيوشيوس ، وېليم شېکسپيير ، اپلاتون ، جان لاک ، آيزاک نيوټن ![]() |
خوځښت | ازاداندي ، د روشنګرۍ دوره ، ډئيزم ![]() |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB باندې[15] ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
ولټېر یو هر اړخیز او تکړه لیکوال و، او د ډرامو، شعرونو، ناولونو، مقالو، تاریخونو، او علمي روایتونو په ګډون یې نژدې په هره ادبي بڼه اثار لیکلي دي. له شل زره زیات لیکونه او له دوه زره زیات کتابونه او رسالې یې لیکلي دي. نوموړی یو له لومړنیو لیکوالانو څخه و چې په نړیواله کچه مشهور او له سوداګریز اړخه بریالی شو. هغه د مدني آزادیو یو صریح او زغرد مدافع و او د فرانسې د کاتولیکې پاچاهۍ د سختو سانسوري قوانینو له کبله تل له ګواښونو سره مخ و. هغه په خپلو اثارو او بحثونو کې پر نه زغم، مذهبي تعصبپالو باورونو، او د وخت پر فرانسوي بنسټونو ځپونکي طنزي نقدونه کړي دي. [21]