From Wikipedia, the free encyclopedia
ازاداندي یا ازاد اند یا فکر (په انګلیسي: freethought چې ځینې وخت free thought لیکل کېږي) یو پوهنپوهنیز لیدګوټ دی او داسې څرګندوي چې عقیدې نباید د اقتدار، دود، مکاشفې یا ګروهیز (جزمي) نص باندې ولاړې وي؛ بلکې د منطق، عقل او تجربي مشاهدې په څېر نورو مېتودونو لهلارې باید عقیدو ته ورسېږو. د آکسفورډ انګلیسي قاموس لهمخې، یو ازاداندی یا د ازاد اند خاوند داسې «یو وګړی دی چې د نورو د مفکورو او اندونو د منلو په ځای، خپلو مفکورو او اندونو ته (په ځانګړې توګه په مذهبي ښوونه کې) بڼه او رنګ وربخښي». په څرګنده توګه، په ځینو اوسمهالو تفکراتو کې، ازاد اند په غښتلي ډول د دودي ټولنیز یا مذهبي اعتقادي نظام د ردولو په معنی راڅرګندېږي. د ازاد اند ادراکي کارَونه د «ازاداندۍ» او د ازاد اند فعالان د «ازاداندو» په توګه پېژندل کېږي. نومهاله ازاداندو په باور، ازاد اند د ټولنې له ټولو ناوړو او توهمي تفکراتو څخه یوه طبیعي خپلواکي ده.[1][2][3][4][5]
دغه ګړنه د لومړي ځل لپاره په اوولسمې پېړۍ کې وکارول شوه او داسې وګړو ته ویل کېده چې د دودیزو باورونو (چې ډېري یې په پټو سترګو پرته له کوم قید او شرط څخه منل شوي وو) د بنسټ په هکله یې څېړنې ترسره کولې. اوسمهال، ازاداندي له سیکولریزم، بېدینۍ (آتیزم)، اګنوسټېزم، بشرپالنې، روحانیتځپنې او دین ته ګوتنیونې سره خورا نږدې اړیکه لري. په آکسفورډ انګلیسي قاموس کې د ازاداندۍ په تعریف کې ویل کېږي چې، «ازاداندي د دیني باورونو په مسایلو کې د عقل ازاد عمل، اقتدار ته په درناوي کې پرته له کوم محدودیته، د یوه ازاد اند خاوند د اصولو خپلونه ده». ازاد اند خاوندان پر دې باور دي چې د پوهې ستنې باید د واقعیتونو، علمي څېړنو او منطق پر بنسټ ولاړې وي. د ساینس کړکېچنه او نیوکپاله کارَونه د تاییدي پلویتوب، ادراکي پلویتوب، دودیز حکمت، ټولمنلي هڅوب، ښاري نکلونو، بېځایه پلویتوب (قضاوت) یا فرقهپالنې له فکري تحدیدونکو اغېزو څخه خپلواکي ښیي.[6]
د آدم لي په نامه یو آتیست لیکوال، ازاداندي، له مکاشفې، دود، کلیشهیی او ثابت باور او اقتدار څخه خپلواک یوه اند په توګه تعریفوي او دغه اند د آتیزم په پرتله د یوه «پراخ چتر» په څېر انګېري چې «د نارښتینولي، مذهبي مخالفت، شک او د نادودیز اند شنهزرغونه ځان کې رانغاړي».[7][8]
د «د عقیدې اخلاق» لیکنې (چې د نولسمې پېړۍ بریتانیایی ریاضيپوه او فیلسوف «ویلیام کېنګدون کلېفورد» لیکلې ده) د اصلي څرګندنې لنډیز په دې توګه دی: «دا تل، هر ځای کې او د هر چا لپاره ناسمه ده چې د نابشپړو شواهدو پر بنسټ پر یو څه باندې باور ولري». کله چې دغه لیکنه په ۱۸۷۰ ز لسیزه کې خپره شوه، نو د ازاداندو لپاره یو ستر شعار وګرځېده او د داسې یوه دریځ په څېر پاتې شو چې ازاداندو ته یې لوړ اخلاقي موقف ور په برخه کاوه. کلېفورد، پهخپله د ازاد اند د غونډو سمبالوونکی او په ۱۸۷۸ ز کې د لېبرال متفکرانو د کانګرس ترسره شوې ناستې تر شا یو فعال ځواک ؤ. [9][10]
د دین په اړه، په ټولیزه توګه، ازاداندي پر دې باور دي چې د ماورای طبیعي ښکارندو د شتون د ملاتړ او تایید لپاره شته شواهد بشپړ نهدي. «له دین څخه خلاصون بنسټ» د څرګندونې لهمخې، «د انجیل، عقیدې او یا د مسیحا له اصولو سره په مطابقت کې د غوښتنو لرونکی کس هېڅکله یو ازاداندی نهشي کېدای». د ازاد اند خاوند لپاره، مکاشفه او ایمان اعتبار نهلري، او ارتودوکسي (رښتینولي) د حقیقت تضمین نهدی» او «ازاداندي دغه ډاډ ته رسېدلي دي چې دیني ادعاوې د عقل د ازموینو پر وړاندې ټینګېدلای نهشي. پر یوه غیرحقیقي څیز باندې باور نه یوازې چې څه نهترلاسه کېږي، بلکې د خرافاتو په بلهارځي کې د عقل د اړینو اوزارو په بلهارولو سره، هرڅه لهلاسه ځي. ډېري ازاداندي دین/مذهب نه یوازې ناسم، بلکې زیانمن انګېري».[11][12]
نیوکپال اند په هلنېستي مدیترانه، د ایرلند او ایران د تمدنونو د پوهې او حکمت په زانګو (لکه، د خیام (۱۰۴۸ تر ۱۱۳۱ ز) او د هغه غیرارتودوکسي تصوفي رباعیاتو پېر) او نورو تمدنونو کې غوړېدلی دی، لکه، له چینایيانو (د بېلګې په توګه: د ۱۱۲۷ تر ۱۲۷۹ ز کال پورې د سویلي سانګ شاهي کورنۍ سمندري ګرځېدنې رنسانس پېر ته مراجعه وکړئ) او د رمزي کېمیاګرۍ او طالع او ستورلېدنې پر بنسټ له بدعتي متفکرانو څخه نیولې، تر رنسانس او پروتستاني اصلاحاتو پورې.[13]
۱۶۰۰ ز کال د نومهالې ازاداندۍ په پېر کې د یوه عطف ټکي په توګه ګڼل کېږي. په دغه کال کې، د دومینیکن فرقې یو پخوانی راهب «جوردانو برونو» د عقایدو تفتیش کوونکو لهلورې په ایټالیا کې اعدام شو.[14][15][16]
مخکې تر دوهیمې نړیوالې جګړې، اسټرالیا کې د پروتستانتیزم او کاتولیسیزم کچه خورا لوړه وه. وروسته له جګړې، اسټرالیا یوه خورا غښتلی سیکولر هېواد ته واوښت. دونالد هورن، د اسټرالیا یو ستر روښاندی، پر دې باور ؤ چې اسټرالیا وروسته له جګړې وروسته هوسا شو او د دغې هوساینې له امله، کلیسا تګ او مذهبي دودونو ته لېوالتیا خورا اغېزمنه شوه. هورن په خپل ستر اثر «بختور هېواد» (۱۹۶۴ ز) کې ویلي دي: «نور نو کلیساوې د ډېریو اسټرالیاییانو لپاره هومره اهمیت نهلري. که چېرې د هر چا لپاره یو ابدي خوشحاله ژوند شتون ولري… د اوسني ژوند خوند د ډېریو اسټرالیاییانو لپاره دومره زیات دی چې نور نو مذهب ورته هېڅ مفهوم نهلري». [17]
د بروکسل ازاد پوهنتون او وریج پوهنتون، د ازادې څېړنې له دوو کړیو سره (په هالندي او فرانسوي ژبې)، د نیوکپاله اند، غیرروحاني فلسفې او اخلاقو له خپلواکۍ څخه په دفاع کې، د سرچینې یا مرجع استدلال ردوي.
د عثماني ټولواکمنۍ په وروستیو کلونو کې، د احمد رضا، توفیق فکرت، عبدالله جودت، کِلِچزاده حاکِه او جلال نوري ايلري په څېر د مشهورو څېرو د اثرونو پر مټ د ازاد اند غږ راپورته کړل شو. دغه روښاندي د ترکیې جمهوریت لومړني پېر باندې خورا اغېزمن تمام شول. فیلډ مارشال مصطفی کمال اتاترک، انقلابي سیاستوال، لیکوال او د سیوکولرې ترکیې ملي دولت بنسټ اېښودونکی، چې له ۱۹۲۳ ز څخه تر ۱۹۳۸ ز کال او خپل ژوند تر وروستیو پورې د دغه هېواد لومړی ولسمشر تېر شوی، د دغو مفکورو پالونکی ؤ. هغه په خپل هېواد کې ډېر اصلاحات راوړل او هېواد ته یې پرمختیایي کارونه ترسره کړل. د سرچینو لهمخې، اتاترک یو ازاداندی ؤ او دین/مذهب ته د شک په سترګه کتل. هغه یو غیرمکتبي ډیِّست (خدایپاله) یا یو آتیست ؤ، چې د دین پر ضد او په ټوله کې د اسلام پر خلاف ؤ. د اتاترک په وینا، د ترکیې وګړي پر دې نهپوهېږي چې اسلام په رښتینې توګه څه دی او قرآن هم نهلولي. وګړي د عربي داسې ګړنو او عبارتونو تر اغېزې لاندې دي، چې په معنی یې نهپوهېږي او د خپلو آدابو او دودونو لهمخې جوماتونو ته ځي. که چېرې ترکان قرآن ولولي او په هکله یې فکر وکړي، اسلام به پرېږدي. اتاترک په خپل اثر « هېوادوالو لپاره مدني معلومات – Vatandaş için Medeni Bilgiler» کې، د خپلې مليپالې او انتقادي لیدلوري لهدریځه، اسلام د عربانو دین ګڼي.[18][19][20][21][22][23][24][25][26]
د آتیزم ټولنه (Ateizm Derneği)، د منځني ختیځ او قفقاز لومړنۍ آتیستي رسمي ټولنه، په ۲۰۱۴ ز کال کې تاسیس شوه. دغه ټولنه د ترکیې له هغو غیرمذهبي او ازاداندو وګړو څخه د ملاتړ په موخه رامنځته شوې ده چې د خپلو لیدلورو له امله ورسره تعبیضي چلند کېږي. په ۲۰۱۸ ز کې په رسنیو کې داسې ګونګوسې تر غوږ کېدلې چې ګواکې د «آتیزم ټولنه» به، د هغه فشار له امله چې پر غړو باندې یې وضع کېږي او د دولت ملاتړو رسنیو د بریدونو له کبله، وتړل شي؛ خو پهخپله ټولنې بیا روښانه کړه چې داسې څه نشته او ټولنه لا هم فعاله ده.[27][28]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.