بېنين
لوېديځې افريقا هېواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
د بینین ولسمشریزه (بینین هیواد) په فرانسوي République du Bénin) په لویديځه افريقا کې يو هېواد دی چې پخوا د (داهومې) يا داهومانيا په نامه هم يادېده. د دې افريقايي هېواد سهېلي پوله د بورکينا فاسو او نايجېر سره، ختيځ کې د نايجېريا سره، په لوېديځ کې د توګو سره او په سوېل کې يې سمندر سره يو وړوکی ساحل سره ګډېږي.
بېنين | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 8.8333333333333°شمال 2.1833333333333°ختيځ / 8.8333333333333; 2.1833333333333 [1] |
پراخوالی | 114763 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | پورتو نووو |
رسمي ژبې | فرانسوي ژبه |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۱ اگسټ ۱۹۶۰ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
بې کارۍ کچه | 1 سلنه (۲۰۱۴)[2] |
نورې عددونه او شمېرې | |
بیړنۍ ټليفون شمېره |
|
ترافيکي لوری | ښي لورۍ [4] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | BJ |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +229 |
د بینین هیواد کابو ۴۰ سلنه وګړي د فون قوم اړوند دی نور له نورو مختلفو قومونو څخه دي. کوتونو د بینین هیواد لوی او بندری ښار دی.
بنېن /bɛˈniːn/ (اورېدل ) بېن ـ یین، /bɪˈniːn/ بېناین په فرانسوي: Bénin [benɛ̃]، په رسمي ډول د بنېن جمهوریت (په فرانسوي: République du Bénin) او پخوا د ډاهومي په نوم یادېده، د افریقا په لویدیځ کې پروت هېواد دی چې له لویدیځ څخه له توګو، له ختيځ څخه له نایجیریا، له شمال لویدیځ څخه له بورکینافاسو او له شمال ختیځ څخه له نایجریا سره ګاونډی دی. ډېری نفوس یې د بنېن خلیج پر کوچنۍ سویلي کرښه او د اطلس سمندر د ګرموالي په تر ټولو شمالي برخه کې د ګینې خلیج په یوه برخه کې مېشت دی. د بنېن مساحت ۱۱۴۷۶۳ کیلو متره مربع (۴۴۳۱۰ مایل) دی او ټول نفوس يې په ۲۰۱۸ ز کال کې نږدې ۱۱.۴۹ میلیونه کسان اټکل شوی و. بنېن استوایي هېواد دی چې په شدید ډول پر کرنه ولاړ دی او د نباتي غوړیو او پنبې لوی صادروونکی هېواد دی. معیشتي کرنې د کار او عاید تر لاسه کولو د پام وړ زمینه مساعده کړې. [5][6][7]
د بنېن رسمي ژبه فرانسوي ده، د بارېبا، فون، یوروبا او دينډي په څېر په څو دودیزو ژبو هم په کې خبرې کېږي. په بنېن کې تر ټولو لویه مذهبي ډله رومي کاتولیک ده، چې د اسلام، وودن (چې له هېواد څخه بهر معمولاً د وودو په نوم پېژندل کېږي) او پروتستانیزم تر نږدې څار لاندې دی. بنېن د ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان، د سویلي انتلاتیک سیمې د سولې او همکارۍ ، لافراکفوني، د ساحلي او صحرایي هېوادونو ټولنې، د افریقا د تېلو تولیدوونکواتحادیې او د نایجیر حوزې غړی دی. [8]
له ۱۷مې پېړی څخه تر ۱۹مې پېړۍ پورې په دې سیمه کې اصلي سیاسي بنسټونه د ډاهومي پاچاهي د پروتو-نوو په ښاري - ایالت او په شمال کې د بېلابېلو ملتونو پراخه سیمه وه. دا سیمه د ۱۷ مې پېړۍ په لومړیو کې د هغو کسانو له امله چې په اطلس سمندر کې د غلامانو د سوداګرۍ پر مهال پر نوې نړۍ خرڅېدل او قاچاق کېدل د غلامانو د ساحل په نوم یادېده. د غلامۍ تر لغوې وروسته فرانسې په دې خاوره واک وموند او نوم یې پر ډاهومي بدل کړ. ډاهومي په ۱۹۶۰ ز کال کې له فرانسې څخه بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه. د خپلواک دولت تاریخ له هغه مهال راهیسې د ډېرو دیموکراتیکو دولتونو، پوځي کودتاوو او پوځي حکومتونو له لوړو ژورو سره مخ و. د ۱۹۷۰ او ۱۹۹۰ کلونو تر منځ یو مارکیسیستي - لینینستي دولت د بنېن د خلکو جمهوریت په نوم شته و. چې په ۱۹۹۱ ز کال کې يې د بنېن اوسنی څو ګوندي دولت ځای ناستی شو.[9]