بورکينافاسو
From Wikipedia, the free encyclopedia
بورکینا فاسو Burkina Faso) په لویدیځې افریقا کې په وچې پورې تړلی یو هیواد دی. پلازنینه یې آواګادوګو او مساحت یې ۰۰۰'۲۷۴ کیلومتره مربع دی، د یاد هیواد رسمي ژبه فرانسوي ده او ۲۲۸'۲۲۸'۱۳ میلیونه وګړي لري.د بورکینافاسو د پیسو واحد د یاد هیواد فرانک (XOF) دی، په ۱۹۶۰ د اګست په ۵ یې له فرانسه نه خپله خپلواکي ترلاسه کړې.
{{Infobox country
| conventional_long_name = بورکینافاسو هیواد
| common_name = بورکینافاسو
| image_flag = Flag of Burkina Faso.svg
| image_coat = Coat of arms of Burkina Faso.svg
| national_motto = Script error: The function "lang" does not exist. (فرانسوي)
"تنهایی، پرمختګ، ورکونه"
| national_anthem = Script error: The function "lang" does not exist. (فرانسوي)
له شپو څخه / Hymn of Victory
کينډۍ:منځچیندوتنه:Hymne National du Burkina Faso.ogg
| image_map = Burkina Faso (orthographic projection).svg
| map_caption =
| image_map2 = Burkina Faso - Location Map (2013) - BFA - UNOCHA.svg
| capital = واګادوګو
| coordinates = ۱۲°۲۰′ شمال ۱°۴۰′ لویدیځ
| largest_city = پلازمینه
| official_languages = فرانسوي
| national_languages = دیولا ژبه
فولاني ژبه
language[1]
| ethnic_groups = {{
|۵۲% یوسف لنګو
|۸٫۴٪ فولانیان
|۲٫۴% لوبیان
|۴٫۹% محذاحمد
|۰٫۸% دیولایان خلک
|۴٫۵% سنوفو
|۴٫۶% ګورونزي خلک
|۷% ګورما
|۱٫۹٪ طوارقیان
}}
| ethnic_groups_year = ۲۰۱۰[2] | religion = | demonym = بورکینا فاسویان | government_type = حاکم نظام نیمه ریاستي نظام, اساسي قانون جمهوريت | leader_title1 = ولسمشر | leader_name1 = روچ مارک کریستیان کبور | leader_title2 = لومړی وزیر | leader_name2 = کریستوف جوزف ماري دابیر | legislature = ملي جرګه | sovereignty_type = خپلواکي | established_event1 = له فرانسې | established_date1 = ۵ اوت ۱۹۶۰ | area_km2 = ۲۷۴٬۲۰۰ | area_rank = ۷۴ام | area_sq_mi = ۱۰۵٬۸۶۹ | percent_water = ۰٫۱۴۶٪ | population_estimate = ۲۰٬۱۰۷٬۵۰۹[3] | population_census = ۱۴٬۰۱۷٬۲۶۲ | population_estimate_year = ۲۰۱۷ | population_estimate_rank = ۶۱ام | population_census_year = ۲۰۰۶ | population_density_km2 = ۶۴ | population_density_sq_mi = ۱۶۳٬۶۳ | population_density_rank = ۱۳۷ام | GDP_PPP = $۴۵٫۳۳۹ بیلیونه | GDP_PPP_year = ۲۰۲۰ | GDP_PPP_per_capita = $۲٬۲۰۷[4] | GDP_nominal = $۱۶٫۲۲۶ بیلیونه | GDP_nominal_year = ۲۰۲۰ | GDP_nominal_per_capita = $۷۹۲[4] | Gini = ۳۹٫۵ | Gini_year = ۲۰۰۷ | Gini_change = | Gini_ref =[5] | Gini_rank = | HDI = ۰٫۴۳۴ | HDI_year = ۲۰۱۸ | HDI_change = increase | HDI_ref =[6] | HDI_rank = ۱۸۲ام | currency = د لویدیځې افریقا سی اف ای فرانک[7] | currency_code = XOF | utc_offset = | time_zone = GMT | drives_on = ښوی | calling_code = +۲۲۶ | iso3166code = BF | cctld = .bf | footnotes = The data here is an estimation for the year 2005 produced by the International Monetary Fund in April 2005. | today = }}
بروکينا فاسو (انګليستان: /bɜːrˌkiːnə ˈfæsoʊ/، متحده ايالتونه: /- ˈfɑːsoʊ ، فرانسوي: [buʁkina faso]) د ۲۷۴۲۰۰ کېلومتر مربع (۱۰۵۹۰۰ ميل مربع) پراخوالي په لرلو سره د لويديځې افريقا په وچه کې را ایسار هېواد دی، چې شمال لويديځ ته له مالي، شمال ختیځ ته له نايجير، سويل ختيځ ته له بينين، سوېل ته له ټوګو او غانا او سويل لويديځ ته له (Ivory) ساحل سره پوله لري. نفوس يې (۲۰۳۲۱۳۷۸) تنه دی. پخوا (۱۹۸۴۰۱۹۵۸) ورته د پورته ولټا جمهوريت (Republic of Upper Volta) ويل کېدل، چې د ولسمشر توماس سنکارا (Thomas Sankara) له لورې بورکينا فاسو ونومول شو. اتباع يې د “Burkinabe” (/bɜːrˈkiːnəbeɪ/ bur-KEE-nə-bay) په نوم يادېږي او پلازمېنه او لوی ښار يې واګاډوګو (Ouagadougou) دی. [8][9]
په بورکينا فاسو کې تر ټولو لويه توکمي ډله د Mossi خلک دي، چې په ۱۱ او ۱۳ پېړۍ کې په ياده سيمه کې استوګن شول. دوی لکه د Ouagadougou, Tenkodogo او Yatenga په شان پياوړې پاچاهۍ رامنځته کړې. دا هېواد په ۱۸۹۶ ز کال کې د فرانسې د لويديځې افريقا د برخې په توګه د فرانسې له لورې مستعمره شو، چې په ۱۹۵۸ز کال کې (Upper Volta) په فرانسوي ټولنه کې خپلواکه مستعمره شوه. په ۱۹۶۰ ز کال کې يې د ولسمشر “Maurice Yameogo” په مرسته بشپړه خپلواکي تر لاسه کړه. په لومړيو کالونو کې د بې ثباتۍ، وچکاليو، قحطۍ او فساد ښکار وه. په ۱۹۶۶، ۱۹۸۰، ۱۹۸۲، ۱۹۸۳، ۱۹۸۷ ز کلونو کې په کې بېلابېلې کودتاګانې پېښې او په ۱۹۸۹، ۲۰۱۵ او ۲۰۲۲ زکلونو کې په کې د کودتا هڅې وشوې. توماس سنکارا (Thomas Sankara) پر هېواد باندې له ۱۹۸۲ څخه د ۱۹۸۷ز کال کودتا کې د وژل کېدلو تر وخته پورې واکمني وکړه. د يادې کودتا مشري (Blaise Compaore) کوله، چې له بريا وروسته ولسمشر شو او د ۲۰۱۴ ز کال د اکتوبر پر ۳۱ نېټه له واک څخه تر لرې کېدلو پورې يې پر هېواد حکومت وکړ. سنکارا د لوړې هيلې يوه ټولنيزه اقتصادي خپرونه پيل کړه، چې د لوست يا سواد يوه ملي مبارزه، بزګرانو ته د ځمکو بيا وېش، د اورګاډي د پټلۍ او سړک جوړښت او د ښځينه جنسي الې د پرېکولو، د زور ودونو او په يوه وخت کې له يو څخه زياتو مېړونو سره د واده له قانون څخه سرغړونه يې راونغاړله. [10][11][12][13][14][15][16]
بورکينا فاسو د ۲۰۱۰ ز لسيزې راهيسې په Sahel کې د اسلام پال ترور له راپورته کېدنې څخه په سخت ډول اغېزمن شوی دی. بېلابېلې ملېشې چې يو څه يې له اسلامي دولت (Islamic State “IS”) يا القاعده سره متحدې دي، له مالي او نايجير سره د هېواد په پولو کې فعاليت کوي. د هېواد د ۲۱ ميليونه اوسېدونکو له ډلې له يو ميليون څخه زيات يې د هېواد دننه بې ځايه شوي وګړي دي. د ۲۰۲۲ ز کال د جنوري پر ۲۴ پوځ او «د خونديتوب او بيارغونې لپاره د هېوادپالنې خوځښت» يې په ګډه ځان واکمن اعلان کړ. پوځ وار له مخه د ولسمشر روک مارک کابوري (Roch Marc Kabore) پر وړاندې کودتا کړې وه. د جنوري پر ۳۱ د پوځ دولتي شورا اساسي قانون بيا نوی (تمديد) کړ او “Paul-Henri Sandaogo Damiba” يې د انتقالي ولسمشر په توګه وټاکه. [17]
ياد هېواد د ۱۶۲۶۶ بېليون امريکايي ډالر ناخالص کورني محصول په درلودلو سره يو وروسته پاتې هېواد دی. ٪۶۳ وګړي يې د اسلام او ٪۲۲ يې د عيسويت پيروي کوي. د فرانسوي استعمار له امله د هېواد د حکومت رسمي ژبه او سوداګري فرانسوي ده. ۵۹ هېوادنۍ يا اصلي ژبې په کې ويل کېږي، چې تر ټولو عامه ژبه په کې “Moore” ده چې نږدې ٪۵۰ اوسېدونکي پرې خبرې کوي. بورکينا فاسو د اجرائيه، مقننه او قضايه قوو په درلودلو سره د يو نيمه [مشروطه] ولسمشريز جمهوريت په توګه اداره کېږي. د ملګرو ملتونو، La Francophonie او د اسلامي مرستو سازمان غړيتوب لري. اوسمهال يې له “ECOWAS” او افريقايي ټولنې څخه غړيتوب ځنډول شوی دی. [18][19]