لوېديځې افريقا هېواد From Wikipedia, the free encyclopedia
د بینین ولسمشریزه (بینین هیواد) په فرانسوي République du Bénin) په لویديځه افريقا کې يو هېواد دی چې پخوا د (داهومې) يا داهومانيا په نامه هم يادېده. د دې افريقايي هېواد سهېلي پوله د بورکينا فاسو او نايجېر سره، ختيځ کې د نايجېريا سره، په لوېديځ کې د توګو سره او په سوېل کې يې سمندر سره يو وړوکی ساحل سره ګډېږي.
بېنين | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 8.8333333333333°شمال 2.1833333333333°ختيځ [1] |
پراخوالی | 114763 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | پورتو نووو |
رسمي ژبې | فرانسوي ژبه |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۱ اگسټ ۱۹۶۰ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
بې کارۍ کچه | 1 سلنه (۲۰۱۴)[2] |
نور مالومات | |
بېړنۍ ټليفون شمېره |
۱۱۲ (بیړنی روغتیایی خدمتونه )[3] |
تګلوری | ښي لورۍ [4] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | BJ |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +229 |
د بینین هیواد کابو ۴۰ سلنه وګړي د فون قوم اړوند دی نور له نورو مختلفو قومونو څخه دي. کوتونو د بینین هیواد لوی او بندری ښار دی.
بنېن /bɛˈniːn/ (اورېدل ) بېن ـ یین، /bɪˈniːn/ بېناین په فرانسوي: Bénin [benɛ̃]، په رسمي ډول د بنېن جمهوریت (په فرانسوي: République du Bénin) او پخوا د ډاهومي په نوم یادېده، د افریقا په لویدیځ کې پروت هېواد دی چې له لویدیځ څخه له توګو، له ختيځ څخه له نایجیریا، له شمال لویدیځ څخه له بورکینافاسو او له شمال ختیځ څخه له نایجریا سره ګاونډی دی. ډېری نفوس یې د بنېن خلیج پر کوچنۍ سویلي کرښه او د اطلس سمندر د ګرموالي په تر ټولو شمالي برخه کې د ګینې خلیج په یوه برخه کې مېشت دی. د بنېن مساحت ۱۱۴۷۶۳ کیلو متره مربع (۴۴۳۱۰ مایل) دی او ټول نفوس يې په ۲۰۱۸ ز کال کې نږدې ۱۱.۴۹ میلیونه کسان اټکل شوی و. بنېن استوایي هېواد دی چې په شدید ډول پر کرنه ولاړ دی او د نباتي غوړیو او پنبې لوی صادروونکی هېواد دی. معیشتي کرنې د کار او عاید تر لاسه کولو د پام وړ زمینه مساعده کړې. [5][6][7]
د بنېن رسمي ژبه فرانسوي ده، د بارېبا، فون، یوروبا او دينډي په څېر په څو دودیزو ژبو هم په کې خبرې کېږي. په بنېن کې تر ټولو لویه مذهبي ډله رومي کاتولیک ده، چې د اسلام، وودن (چې له هېواد څخه بهر معمولاً د وودو په نوم پېژندل کېږي) او پروتستانیزم تر نږدې څار لاندې دی. بنېن د ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان، د سویلي انتلاتیک سیمې د سولې او همکارۍ ، لافراکفوني، د ساحلي او صحرایي هېوادونو ټولنې، د افریقا د تېلو تولیدوونکواتحادیې او د نایجیر حوزې غړی دی. [8]
له ۱۷مې پېړی څخه تر ۱۹مې پېړۍ پورې په دې سیمه کې اصلي سیاسي بنسټونه د ډاهومي پاچاهي د پروتو-نوو په ښاري - ایالت او په شمال کې د بېلابېلو ملتونو پراخه سیمه وه. دا سیمه د ۱۷ مې پېړۍ په لومړیو کې د هغو کسانو له امله چې په اطلس سمندر کې د غلامانو د سوداګرۍ پر مهال پر نوې نړۍ خرڅېدل او قاچاق کېدل د غلامانو د ساحل په نوم یادېده. د غلامۍ تر لغوې وروسته فرانسې په دې خاوره واک وموند او نوم یې پر ډاهومي بدل کړ. ډاهومي په ۱۹۶۰ ز کال کې له فرانسې څخه بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه. د خپلواک دولت تاریخ له هغه مهال راهیسې د ډېرو دیموکراتیکو دولتونو، پوځي کودتاوو او پوځي حکومتونو له لوړو ژورو سره مخ و. د ۱۹۷۰ او ۱۹۹۰ کلونو تر منځ یو مارکیسیستي - لینینستي دولت د بنېن د خلکو جمهوریت په نوم شته و. چې په ۱۹۹۱ ز کال کې يې د بنېن اوسنی څو ګوندي دولت ځای ناستی شو.[9]
د ۱۹۶۰ ز کال د اګست په لومړۍ د فرانسې د استعمار پر مهال او تر خپلواکۍ ورورسته دا هېواد ډاهومي ونومول شو او تر هغه وروسته د ډاهومي پاچاهي شو. د ۱۹۷۵ ز کال د نوامبر په ۳۰ تر یوې مارکسیست-لینینست کودتا وروسته یې بیا نوم په بنېن بدل شو. د بنېن خلیج د بنېن هېواد پولې جوړوي. د یاد خلیج نوم د بنېن له پاچاهۍ څخه اخیستل شوی چې په نننۍ نایجیریا کې پروت دی.[10]
اوسنی د بنېن هېواد د درېیو سیمو ترکیب دی چې د فرانسې تر استعماري کنترول مخکې د بېلابېلو سیاسي سیستمونو او قومیتونه لرونکی و. له ۱۷۰۰ ز کال څخه مخکې د ساحل په دوام څو مهم ایالتي - ښارونه (تر ډېره د اجا قومي ډله، خو همدارنګه یوروبا او ګبه خلک هم په کې شامل وو) او په هېواد کې دننه د قبیلوي سیمې یوه کتله (چې له باریبا، ماهي، ګډوي او کابي خلک په کې شامل وو) شته وه. د اویو امپراتوري چې لومړی د مدرن بنین په ختیځ کې پرته وه او په سیمه کې په لویه کچه مهم پوځي ځواک و. یاد هېواد په پرلپسې ډول بریدونه تر سره کول او له ساحلي پاچاهیو او قبیله یی سیمو یې باج/جزیه اخیسته. د ۱۶مې او ۱۷مې پېړۍ په لومړیو کې وضعیت بدلون وکړ ځکه د ډاهومي پاچاهي چې تر ډېره د فون له خلکو څخه جوړه وه د ابومي په لوړه سطحه کې رامنځته شوه او د ساحل په اوږدو کې يې د سیمو په فتحه کولو پیل وکړ. په ۱۷۲۷ ز کال کې د ډاهومي پاچا، پاچا اګاجا د الاډا او ویدا ساحلي ښارونه فتحه کړل. خو د اویو د امپراتورۍ باج ورکوونکی و او مستقیماً یې د اویوو پر متحد هېواد، د پورتو - نوو ایالتي ښار برید ونه کړ. د ډاهومي پاچاهۍ ظهور، د پاچاهۍ او پورتونوو ښار تر منځ سیالۍ او په شمالي سیمه کې د قبیلهيي سیاستونو دوام د استعمار تر دورې او تر استعمار وروسته دورې دوام وکړ.[11][12][13][14]
د ډاهومي پاچهي د خپل کلتور او دودونو لپاره پېژندل شوې وه. تنکي ځوانان به له لویو سرتېرو سره شاګردان کېدل او د پوځ د سرتېرۍ عمر ته تر رسېدو یې د پاچهۍ اداب او پوځي دودونه زده کول. ډاهومي همدارنګه د اهوسي په نوم یعنې د پاچاهانو مېرمنې یا په فونګه ژبه مینو چې"زموږ میندې " په معنا و د ښځو د ممتاز قشر د پوځ له لرلو سره هم مشهور و او ډېری اروپایانو به د ډاهومي امازونونو په نوم پېژندلې. ډاهومیانو پر نظامي لاسته راوړنو دا ټينګار او تیاری د اروپایي ناظرانو او د ۱۹مې پېړۍ له کاشفانو لکه سېر ریچارډ بېرټون چې مستعار نوم یې بلکې سپارټ و څخه ترلاسه کړل.[15][16]
ډاهومي د ووډو دین زېږن ځای و چې د ۱۹۹۶ ز کال د جنوري له ۱۰ نېټې راهیسې د بنېن د رسمي ملي دین په توګه له ملي رخصتۍ سره د Fête du Vodoun په نوم نمانځل کېږي چې د دې ملت دودیز مذهبي او د هغه د کلتور معنوي میراث ښيي.
د ډاهومي پاچاهانو خپل جنګي بندیان د اتلانتیک هاخوا غلامۍ ته وپلورل. هغوی همدارنګه د کلني دود د مراسمو په نوم د جنګي اسیرانو د وژلو دود درلود. نږدې په ۱۷۵۰ ز کال کې د ډاهومي پاچا د غلامانو پر اروپايي سوداګرو د افریقايي بندیانو د خرڅولو له لارې په ز کال کې ۲۵۰۰۰۰ پونډه عاید ترلاسه کاوه. [17][18]
که څه هم ډاهويي مشرانو په لومړیو کې د غلامانو د سوداګرۍ پر وړاندې مقاومت وکړ، خو نږدې ۳۰۰ ز کال ه یې په ډاهومي سیمه کې بازار تود و چې په ۱۴۷۲ ز کال کې له پرتګالي سوداګرو سره د یو سوداګریز قرارداد له مخې پيل شو. دا سیمه د غلامانو د تود بازار له امله د «د غلامانو د ساحل په نوم ونومول شوه». د محکمې هغه پروتوکلونه چې د پاچاهۍ په بېلابېلو جګړو کې د ځينو جنګي بندیانو د سر پرې کولو غوښتونکي وو له دغې سیمې څخه يې د صادر شویو غلامانو شمېر راټيټ کړ. دا شمېره په ۱۷۸۰ لسیزه کې له ۱۰۲۰۰۰ کسانو څخه په ۱۸۶۰ لسیزه کې ۲۴۰۰۰ ته ورسېد. دا کموالی څه نا څه په ۱۸۰۷ ز کال کې د غلامانو د سوداګرۍ د قانون له امله و چې بریتانیا لومړی په ۱۸۰۸ ز کال کې په اطلس سمندر کې او وروسته په نورو هېوادونو کې منعه کړه. دغه کموالي تر ۱۸۸۵ ز کال پورې دوام وکړ، هغه مهال چې د غلامانو وروستۍ بېړۍ په سویلي امریکا کې د برازیل په موخه د مدرن بنېن جمهوریت له ساحل څخه حرکت وکړ، لا یې غلامي نه وه لغوه کړې. د پلازمېنې پروټو-نوو ريښه پرتګالي ده چې د «نوي بندر په معنا» ده چې اصلاً یې د غلامانو د سوداګرۍ لپاره پراختیا موندلې وه. [19]
بینین هیواد په ټوله کې په ۱۲ ایداري برخو ویشل شوی.
# | نقشه | نوم | مرکز | مساحت کیلومتر مربع |
نفوس (۲۰۰۶) |
دوګړو وېش |
---|---|---|---|---|---|---|
۱ | آلیبوري | کندي | ۲۵٬۶۸۳ | ۵۹۵۱۹۶ | ۲۳ | |
۲ | آتاکورا | ناتیتینګو | ۲۰٬۴۵۹ | ۶۰۱٬۵۳۷ | ۲۹٫۴ | |
۳ | آتلانتیک | اویده | ۳٬۲۳۳ | ۹۲۹۳۱۴ | ۲۸۷٫۴ | |
۴ | بورګو | پاراکو | ۲۵٬۳۱۰ | ۸۳۱۸۴۲ | ||
۵ | کولینس | ساوالو | ۱۳٬۵۶۱ | ۶۲۵۹۳۳ | ۴۶٫۱۶ | |
۶ | کوفو | آپلاهویه | ۲٬۴۰۴ | ۵۷۲۹۲۴ | ۲۳۸٫۳ | |
۷ | دونګا | جوګو | ۱۰٬۶۹۱ | ۳۹۵٬۴۱۶ | ۲۷ | |
۸ | لیتورال | کوتونو | ۷۹ | ۷۰۱٬۱۳۷ | ۸٬۹۰۰ | |
۹ | مونو | لوکوسا | ۱٬۳۹۶ | ۳۸۷٬۳۴۶ | ۲۸۰ | |
۱۰ | اومه | پورتو نووو | ۱٬۸۶۵ | ۷۸۸٬۵۰۸ | ۴۲۰ | |
۱۱ | اپلاتو | پوبه | ۲٬۸۳۵ | ۴۴۵٬۴۹۷ | ۱۶۰ | |
۱۲ | زو | آبومي | ۵٬۱۰۶ | ۶۳۹٬۲۹۶ | ۱۳۰ |
د بینین هیواد توګرافي نقشه.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.