ايډيت سټاين
From Wikipedia, the free encyclopedia
ايډيټ سټاين (مذهبي نوم يې Saint Teresia Benedicta a Cruce ؛ د Saint Teresa Benedicta of the Cross او Saint Edith Stein په نومونو هم پېژندل کېږي( ۱۲ اکتوبر ۱۸۹۱ – ۹ اګست ۱۹۴۲ز کال) يوه المانۍ يهودۍ فيلسوفه وه، چا چې مسيحي مذهب ومانه او پښې ابلې کارنيليت راهبه شوه (Discalced هغه مسيحي راهبې ته ويل کېږي چې پښې تورې ګرځي يا يواځې چپلې پښو کوي، د مسيحي مذهب يو نظم دی). هغه د سپيڅلې کاتوليکې کليسا يوه شهيده او قديسه پېژندل شوې؛ هغه همدا راز د اروپا يوه له شپږو ملاتړو بزرګانو څخه ده.
ايډيت سټاين | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۲ اکتوبر ۱۸۹۱[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14][15] |
مړینه | 9 اگسټ 1942 (51 کاله)[1][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][15] |
نظربندۍ مقام | د اجباري کار اشویتس کمپ [14] |
تابعیت | جرمني |
عملي ژوند | |
تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر |
استاذہ | اډمنډ هسل |
کار/مسلک | فیلسوف ، ليکوال ، د مقاومت جنګیالی |
کاروونکي ژبه(ي) | جرمني ژبه [16] |
د کړنې څانګه | فلسفه ، زده کړه ، لمونځ |
سمول |
هغه په یوه مذهبپاله يهودي کورنۍ کې زېږېدلې وه، خو په تنکۍ پېغلتوب کې په «اګنوستي» بدله شوه. په ۱۹۱۵ز کال کې د لومړۍ نړيوالې جګړې له ناورين څخه اغېزمنه شوه، هغې د مرستيالې رنځورپالۍ لپاره درسونه وويل او د عفونيتي ناروغيو په يو روغتون کې يې کار وکړ. په ۱۹۱۶ز کال کې د «فرايبرګ» په پوهنتون کې د خپلې دوکتورا د رسالې له بشپړولو وروسته، نوموړې په همدې پوهنتون کې مرستيالي تر لاسه کړه.
د کارملايټ نظم د سمونپال د «ايويلا» د «سينټ ټريسا» د ژوند له لوستلو څخه، ايډيت سټاين مسيحي عقيدې ته راکش شوه. هغې ته د ۱۹۲۲ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په کاتوليکه کليسا کې مذهبي غسل ورکړل شو. په دې وخت کې هغې غوښتل چې پښې ابلې کارنيليت راهبه شي، خو د هغې روحاني پالونکي «بيرون ارچابي» په مټ له دې کاره واوښته. له دې وروسته هغې په «سپاير» کې د زده کړې په يو کاتوليک ښوونځي کې استادي وکړه. د دولتي مامورينو لپاره د «اریايي تاييد» (د دې تاييد چې دا شخص له اريايي نسل څخه دی) د اړتيا په پايله کې، کوم چې د ۱۹۳۳ز کال په اپريل کې نازي حکومت د مسلکي مدني خدماتو د بيا پر ځای کولو د قانون د برخې په توګه نافذ کړی و، هغه اړ شوه چې خپله دنده خوشې کړي. [17]
ايډيت سټاين د اکتوبر په څوارلسمه نېټه د کولون په پښې ابله کارميليټ عبادتځای کې د کليسا د خدمت د نوې نوماندې په توګه ومنل شوه، د ۱۹۳۴ز کال د اپريل په مياشت کې يې نوې کار کوونکې په توګه مذهبي عادت خپل کړ، «ټريسيا بينيډکټا کروس» يې د نوي نوم په توګه غوره کړ (ټريسا يې د ايولا د سینټ تريسا په ياد کې، بينيډکټا يې د نرسيا د سينټ بينيډکټ په وياړ و). هغې په ۱۹۳۵ز کال د اپريل په يوويشتمه نېټه خپله لنډمهالې لوړې او د ۱۹۳۸ز کال د اپريل په يو وېشتمه نېټه تلپاتې لوړې تر سره کړې.
په همدې کال، «ټريسا بينيډکټا» يوه «کروس» او د هغې بيالوژيکي خور «روسا» چې هغه مهال يې نوی دين منلی او بهرنۍ وه (د رهبانيت درېيمه درجه، چا به چې له خانقا څخه دباندې د ټولنې اړتياوې سمبالولې)، د دوی د خونديتابه په موخه، د هالنډ په «ايکټ» کې کارميلأيټ خانقا ته واستول شوې. د ۱۹۴۲ز کال د جولای په شپږ وېشتمه نېټه، د هالنډي اسقفانو د مذهبي لارښونو د ليک په ځواب کې، په کوم کې چې له يهوديانو سره د نازيانو چلند د اصلي موضوع په توګه ځای کړای شوی و، د يهودي اصليت ټول تعميد شوي کاتولیکان (د پوليسو د راپور تر مخې ۲۴۴ تنه) د ګيسټاپو له خوا د راتلونکې يکشنبې په ورځ يعنې د ۱۹۴۲ز کال د اګست په دويمه نېټه، ونيول شول.دوی د «اشويتس» اجباري پنډغالي ته واستول شول، چېرته چې دوی د ۱۹۴۲ز کال د اګست په نهمه نېټه د ګاز په يوه خونه کې ټول ووژل شول.