ټالکوټ پارسونز
From Wikipedia, the free encyclopedia
ټالکوټ پارسونز (د ۱۹۰۲ کال د ډېسمبر په ۱۳مه زېږېدلی او د ۱۹۷۹ کال د مې میاشتې په ۸مه مړ شوی) د کلاسیک دود یو امریکایی ټولنپوه و چې تر ډېره د خپل ټولنیزعمل د تیورۍ او ساختماني فعالیت لپاره خورا پېژندل شوی و. پارسونز په ټولنپوهنه کې د شلمې پېړۍ له اغېزمنو څېرو څخه شمېرل کېږي. د اقتصاد په څانګه کې یې د ډوکتورا درجې له ترلاسه کولو وروسته له ۱۹۲۷ کال څخه تر ۱۹۲۹ کال پورې په هاروارډ پوهنتون کې خدمت وکړ. په ۱۹۳۰ کال د نوې ټولنپوهنې په څانګه کې لومړنی پروفیسور/ استاد و. وروسته یې په هاروارډ پوهنتون کې د ټولنیزو اړیکو څانګې په رامنځته کولو کې برخه لرله.[11][12]
ټالکوټ پارسونز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۳ ډيسمبر ۱۹۰۲[1][2][3][4][5][6][7] |
مړینه | 8 مې 1979 (77 کاله)[1][2][4][5][6] ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
ګوند | ديموکراتيک ګوند ![]() |
عملي ژوند | |
تعلیم | Amherst پوهنتون (–۱۹۲۴)[9] ![]() |
تعلیمی اسناد | Bachelor of Arts زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند ![]() |
کار/مسلک | بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان) ![]() |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [10]، جرمني ژبه ![]() |
د کړنې څانګه | پېښليک ![]() |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
د تجربوي ډېټا (خام ارقام) پر بنسټ د پارسونز د ټولنیز غبرګون تیوري په متحده ایالاتو او اروپا کې د ټولنیزو سیستمونو د لومړنۍ پراخه سیستماتیکې او د عمومي کولو وړ تیورۍ/نظریې په توګه پراختیا ومونده. په انګلیسي ژبې نړۍ کې له ټولنپوهنې سره د پارسونز یو له تر ټولو لویو مرستو څخه د ماکس وېبر د اثارو ژباړه او د ماکس وېبر، امېل دورکېم او وېلفرېډو پاریټو له اثارو څخه د هغه تحلیل و. د هغوی کارونو په کلک ډول د پارسونز پر لیدلورو اغېز وکړ او د هغه د ټولنیز عمل/ غبرګون د نظریې اساسي بنسټ و. پارسونز رضاکارانه عمل ته د فرهنګي ارزښتونو او ټولنیزو جوړښتونو له دریڅې کتل چې ټاکنې يې محدودولې او په پای کې يې د هغو اعمالو پروړاندې چې د روانپېژندنې د داخلي پروسو پر بنسټ تعینیږي، ټول ټولنیز اعمال تعینول.[13]
پارسونز که څه هم په عمومي توګه یو جوړښتي کارکردپال بلل کېږي. خو هغه د خپلې دندې په پای کې په ۱۹۷۵ کال کې یوه مقاله خپره کړه چې "عمل پالنه" او "جوړښتي عمل پالنه" یې د هغه د نظریې د شخصیت او نظریو د تشرېح کولو لپاره نامناسبې لارې یادې کړې.[14]
له ۱۹۷۰ لسیزې څخه نوي ټولنپوهان پر پارسونز نیوکه کوي او نظریې يې ټولنیزه محافظهکاري او لیکنې يې پېچلې او غیر ضروري يادوي. د ټولنپوهنې درسونه د هغه د محبوبیت د دوران د لوړوالي (۱۸۴۰-۱۹۷۰) په پرتله د هغه پر نظریو لږ ټینګار کوي. که څه هم په وروستیو کې د هغه د نظریو د نوي کولو لېوالتیا شته.[15]
پارسونز د امریکا په پوهنتونونو کې د حرفوي ټولنپېژندنې له پیاوړو مدافعینو څخه و. هغه په ۱۹۴۹ کال کې د امریکا د ټولنپېژندنې د ټولنې رییس وټاکل شو او له ۱۹۶۰ څخه تر ۱۹۶۵ کال کې يې د یادې ټولنې د سرمنشي په توګه خدمت وکړ.