ویلیام رانډولف هرسټ
From Wikipedia, the free encyclopedia
ویلیام رانډولف هرسټ (زوکړه: د ۱۸۶۳ زکال د اپرېل ۲۹ مه – مړینه: د ۱۹۵۱ زکال د اګست ۱۴ مه) امریکايي سوداګر، د ورځپاڼې چلونکې او سیاستوال و چې د هرسټ کمونېکشن په نامه د زنجیروي لوی رسنیز شرکت د جوړولو له امله شهرت لري. احساسي او انساني علایقو ته په اړوندو مواردو باندې په ټینګار د ژیړ ژورنالېزم په برخه کې د هغه هڅو په ټولو وګړیزو رسنیو باندې اغېز وکړ. هرسټ په ۱۸۸۷ زکال کې له میچل تروبیت سره هغه مهال په رسنیزه سوداګرۍ کې شریک شو چې بډایه پلار یې سناتور جورج هرسټ د سانفرانسېسکو ایکزماینز اخبار واګې په خپل واک کې واخیستې. [14]
ویلیام رانډولف هرسټ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۹ اپرېل ۱۸۶۳[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11] سان فرانسسکو |
مړینه | 14 اگسټ 1951 (88 کاله)[1][2][3][4][5][6][11] او 14 اگسټ کال 1951 (87–88 کاله) |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [12] |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون |
کار/مسلک | سياستوال ، سوداگر |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [13] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
نیویارک ښار ته له کډه کولو وروسته هغه د نیویارک ژورنال ورځپاڼه خپله کړه او له جوزف پولیتزر سره یې د نیویارک ورلډ پر سر سخت کړکېچ وکړ. هرسټ د جرایمو، فساد، سکس او کنایو د لویو عناوینو په کارولو سره خپل اخبارونه پېرل. هرسټ د خپل فعالیت په اوج کې یې د امریکا په لویو ښارونو کې ۳۰ اخبارونه خپرول. هغه وروسته د مجلو خپرولو ته هم مخه کړه او په نړۍ کې یې د اخبارونو او مجلو لویه سوداګري جوړه کړه. هرسټ د دغو ټولو مدیر مسئولیت پر غاړه درلود او په خپلو اخبارونو او مجلو کې یې د سیاسي خبرونو پوښښ تر کنټرول لاندې درلود چې تر ډېره پورې یې خپل شخصي نظریات خپرول. نوموړي په کیوبا کې د هسپانویانو جنایاتو ته لمن ووهله په داسې حال کې چې په ۱۸۹۸ زکال کې یې د هسپانیا پر وړاندې جګړې ته هغوی ور وبلل. ورته مهال تاریخ پوهان له هسپانیا سره د جګړې اړوند د هغه ادعاوې رد وي او هغه له کچې زیاته مبالغه بولي.
نوموړی دوه ځله د متحده ایالاتو د استازو جرګې ته د دیموکرات نوماند په توګه لار ومونده. هغه په ۱۹۰۴ زکال کې د متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نوماندۍ، په ۱۹۰۵ او ۱۹۰۹ زکلونو کې د نیویارک ښار ښاروالۍ او په ۱۹۰۶ زکال کې د نیویارک ایالت د والي څوکۍ ته ځان نوماند کړ خو بریالی نه شو. نوموړي د خپل سیاسي فعالیت پر مهال تر ډېره پورې د مترقي خوځښت د کیڼ اړخې ډلې له نظریاتو ملاتړ کاوه او ادعا یې کوله چې د کارګرې طبقې استازولي کوي.
له ۱۹۱۸ زکال او د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای وروسته، هرسټ په تدریج سره محافظه کاره لیدلورو ته مخه کړه او د یو انزواګرایانه بهرني سیاست په ترویج کولو یې پیل وکړ څو د هغو چارو له لا ښکېلتیا مخه ونیول شي هغه چې ده د اروپا د فاسدو چارو په توګه ورته اشاره کوله. نوموړی ورته مهال یو مبارز ملت پاله، د روسیې له انقلاب وروسته سخت دریځی کمونېزم ضد او همدارنګه د ملتونو په ټولنې، بریتانویانو، فرانسویانو، جاپانیانو او روسانو باندې بدګمانه و. نوموړی له ۱۹۳۲ زکال څخه تر ۱۹۳۴ زکال پورې د فرانکلین روزولټ پیاوړی ملاتړی و، خو وروسته له هغه جلا شو او په ښي اړخ کې د هغه په مخکښ مخالف واوښت. د ۱۹۳۰مې لسیزې په نیمايي کې د هرسټ انشاراتو د لوستونکو شمېر ۲۰ میلیونه کسانو ته په ورځ کې ورسېد. هغه چندان سم مالي مدیریت نه درلود او له همدې امله د لوی اقتصادي ناورین پر مهال دومره پوروړی شو چې ډېری پانګونې یې د ۱۹۳۰مې لسیزې په وروستیو کې منحل شوې. بیا هم هرسټ وکولای شول خپلې ورځپاڼې او مجلې وساتي. [15]
د نوموړي د ژوند کیسه د سیټیزن کین په فلم کې (۱۹۴۱ زکال) کې د چارلز فاسټر کین د مخکښ شخصیت اورسن ولز الهام بخښونکی و. د هرسټ قلا چې آرام سمندر ته څېرمه په سن سیمئون کې جوړه شوې وه، د دولتي تاریخي ودانۍ په توګه ساتل کېږي او ملي تاریخي ودانۍ بلل کېږي. [16]