![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/0/00/William_Blake_by_Thomas_Phillips.jpg/640px-William_Blake_by_Thomas_Phillips.jpg&w=640&q=50)
ویلیام بلېک
From Wikipedia, the free encyclopedia
ویلیام بلېک (زوکړه: د ۱۷۵۷ زکال د نومبر ۲۸ مه – مړینه: د ۱۸۲۷ زکال د اګست ۱۲ مه) انګلیسي شاعر، نقاش او چاپګر و. بلېک په داسې حال کې چې د خپل ژوندانه په اوږدو کې ډېر پېژندل شوی کس نه و، خو اوس مهال د رومانتیکې دورې د اشعارو او بصري هنرونو د تاریخ له مخکښو څېرو څخه ګڼل کېږي. د شلمې پېړۍ منتقد نورتروپ فرای د بلېک آثار «وړاندوینه کوونکي» بولي او په انګلیسي ژبه باندې یې د هغو شعرونو په توګه یادوی چې ډېر لږ لوستونکي یې په خپل وخت کې لرلي. د هغه بصري هنر لامل وګرځېد چې د ۲۱ مې پړۍ منتقد جاناتان جونز نوموړی «تر اوسه پورې د بریتانیا یو له مخکښو هنرمندانو» څخه وبولي. په ۲۰۰۲ زکال کې د بي بي سي په یوه ټول پوښتنه کې نوموړي د ۱۰۰ مخکښو بریتانویانو په کتار کې ۳۸ ځایګی خپل کړ. نوموړي خپل ټول ژوند یوازې له هغو دریو کلونو پرته چې په فلفام کې یې تېر کړي په لندن کې تېرکړی او دغه مهال یې ګڼ شمېر غني سمبولیک آثار تولید کړې چې د «خدای د تجسم» او یا «د انسان د خپل وجود د تجسم» تخیل ته اړوندېږي. [31][32][33][34][35][36]
ویلیام بلېک | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۸ نومبر ۱۷۵۷[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14][15][16][17][18][19][20][21] لندن [22][23][24] ![]() |
مړینه | 12 اگسټ 1827 (70 کاله)[1][2][25][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14][15][16][17][19][20][21] ![]() لندن [26][24] ![]() |
تابعیت | ![]()
|
نسل | انگریز [27][23] ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | شاعر [21]، دينپوهنه ، فیلسوف ، ليکوال [28] ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [29][30] ![]() |
د کړنې څانګه | شعر ![]() |
مؤثر | مېري ولسټونکرافټ ، دانتې الیګيري ، امانوئل سویډنبرګ ، جان مېلټن ![]() |
خوځښت | Romanticism ![]() |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
په داسې حال کې چې بلېک د خپلو معاصرینو له خوا د یو لړ ځانګړو لیدلور له امله لېونی بلل کېده، خو راتلونکو منتقدینو بیا نوموړي ته د هغه په اثارو کې د پټو فلسفي او عرفاني بهیرونو د بیان او خلاقیت له امله ډېر پام کړی. د هغه نقاشۍ او اشعار د روماتینک خوځښت د برخې او همدارنګه له «رومانتیک وړاندې» په توګه پېژندل کېږي. له دې سره دا ویل شوي چې نوموړی «د رومانتېزم او ملت پالنې له لومړنیو مدافعینو» څخه و. بلېک د یو ژمن عیسوي په توګه د انګلستان له کلیسا (په واقعیت کې له ټولو سازمان یافته مذهبي ډولونو سره) دښمني لرله چې د فرانسې او امریکا د انقلابونو د آرمانونو او ځان غوښتنو تر اغېز لاندې راغلی و. په داسې حال کې چې نوموړي وروسته ډېری خپل دغه سیاسي باورونه رد کړي، خو له سیاسي فعال توماس پین سره یې نږدې ملګرتیا لرله. نوموړی همدارنګه د یو شمېر مفکرینو لکه د امانوئل سوئدنبورګ تر اغېز لاندې و. د دغو څرګندو اغېزو سربېره دا ستونزمنه ده چې د بلېک آثار دې په واحد کتار کې طبقه بندي شي. [37][38][39][40][41][42][43]