د لویې بریتانیا پاچاهي
From Wikipedia, the free encyclopedia
د لویې بریتانیا پاچاهي (په رسمي ډول لویه بریتانیا) د ۱۷۰۷ زکال د مۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۱۸۰۱ زکال د جنوري تر لومړۍ نېټې پورې په لویدیځه اروپا کې خپلواک هېواد و. دغه هېواد په ۱۷۰۶ زکال کې د اتحادیې د قوانینو له مخې رامنځته شو؛ چې د انګلستان (د ولز په ګډون) او سکاټلنډ پاچاهۍ یې یو موټې او یوه واحده پاچاهي یې رامنځته کړه چې د لویې بریتانیا ټاپو او همدارنګه یوازې له من ټاپو او له مانش ټاپوګانو پرته د هغو شاوخوا ټول ټاپوګان په کې شاملېدل. دغه واحد دولت په ویسټ منیسټر ماڼۍ کې د واحد پارلمان له خوا اداره کېده خو په کې له جلا حقوقي نظامونو – انګلیسي قانون او سکاټلنډي قانون –ګټنه کېدله.[1][2]
د لویې بریتانیا پاچاهي | |
---|---|
وي ئینگلیزیی بریتانیایی: United Kingdom of Great Britain | |
برخه د | لوېديځه اروپا |
بنسټ ايښودنه | ۱يو مې ۱۷۰۷ |
رسمي نښه | United Kingdom of Great Britain |
لنډنوم | Великобритания، Great Britain، United Kingdom، Britain |
رسمي ژبه | انګليسي ژبه |
ملي سرود | God Save the King |
لويه وچه | اروپا |
هېواد | د لویې بریتانیا پاچاهي |
پلازمېنه | لندن |
Located in the present-day administrative territorial entity | برېتانيا |
کوارډينېټي موقعيت | ۵۱°۳۰′۰″N ۰°۸′۰″W |
Basic form of government | مرکزي حکومت، constitutional monarchy |
Office held by head of state | Monarch of Great Britain |
هېوادمشر | دریم جورج |
Legislative body | Parliament of Great Britain |
د وگړو شمېر | ۱۰٬۵۰۰٬۰۰۰، ۹٬۲۵۰٬۰۰۰ |
Contains the administrative territorial entity | انګلېنډ، سکاټلينډ، ويلز |
Currency | pound sterling |
ځايناستی | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
واک ورپاته کيدنه له | Kingdom of England، Kingdom of Scotland |
Language used | انګليسي ژبه، Scottish Gaelic، ویلزي ژبه، Scots، Cornish |
Dissolved, abolished or demolished date | ۱يو جنوري ۱۸۰۱ |
سيمه | ۲۳۰٬۹۷۷ کیلومتره مربع |
بيرغ | flag of Great Britain |
ملي نښان | Royal coat of arms of Great Britain |
Gregorian calendar start date | ۱۴يو سېپتمبر ۱۷۵۲ |
دغه جلا پاچاهۍ د ۱۶۰۳ زکال د تاجونو له اتحادیې وروسته هغه مهال چې د سکاټلنډ شپږم جیمز د انګلستان او ایرلنډ پاچا شو په شخصي اتحاد کې سره یو موټې شوې. د جیمز د واکمنۍ له مهال څخه هغه چې ځان خپله د «لویې بریتانیا پاچا» باله د بریتانیا د پاچاهیو د دوه اصلي برخو ترمنځ د سیاسي اتحاد د رامنځته کېدو هڅې وشوې خو د انګلستان او سکاټلنډ دواړو د پارلمانونو له خوا به له ماتې سره مخ شوې. ملکې آن (۱۷۰۲-۱۷۱۴ زکال) پروتستانت واضح وارث و نه ټاکه او د ځای ناستوب سلسله یې په خطر کې واچوله؛ همدا و چې په دواړو جلا پاچاهیو کې د ځای ناستوب د قوانینو له امله د ۱۶۸۸ زکال په عظیم انقلاب کې تبعید شوې رومن کاتولیک ستورات کورنۍ د سکاټلنډ پاچاهۍ ته ورسېده.
رامنځته شوې پاچاهي له خپل پیل څخه د ایرلنډ له پاچاهۍ سره په قانوني او شخصي اتحاد کې وه، خو د بریتانیا پارلمان په سیاسي اتحاد کې د ایرلنډ د یوځای کېدو د هڅو پر وړاندې مقاومت کاوه. د متحدې پاچاهۍ لومړني کلونه د یعقوب پالونکو د پاڅونونو په ځانګړې توګه په ۱۷۱۵ زکال کې په یعقوب پالونکي پاڅون سره په نښه شول. د هانوفر پاچایانو نسبي کمزورتیا د پارلمان د واکونو د زیاتوالي لامل وګرځېد او د «لومړي وزارت» په نوم نوی رول د رابرټ والپول د واکمنۍ د اوج پر مهال راڅرګند شو. د «سویلي سمندرګي د حباب» په نامه اقتصادي کړکېچونه د سویلي سمندر د شرکت په پاشل کېدو سره چې یو له لومړنیو سهامي شرکتونو څخه و رامنځته شول. د یعقوب پالونکو مبارزات په ۱۷۴۶ زکال کې د ستورات یانو د آرمانانو په له منځه تلو (کالودن جګړې) پای ته ورسېدل.
د هانوور یا هانوفر پاچاهانو لړۍ خپل نوم جورجین دورې ته واړوه له همدې امله د «جورجین» اصطلاح معمولا د جورجین معمارۍ ټولنیز او سیاسي تاریخ ته کارول کېږي. د «اګوستان ادبیاتو» اصطلاح تر ډیره پورې د ۱۷۰۰ زکال څخه تر ۱۷۴۰ زکال پورې اګوستان ډرامې، اګوستان شاعرۍ او اګوستان نثر ته کارول کېږي. د «اګوستان» اصطلاح د لرغوني رومي جمهوریت څخه د لاتین کلاسیکې ژبې د اغېز تصدیق ته اشاره کوي.[3]
په اووه کلنه جګړه کې بریا د بریتانیا د سترواکۍ د واکمنۍ لامل وګرځېده هغه چې د څه باندې یوې پېړۍ لپاره په لوی نړیوال ځواک واوښته. له دې وروسته لویې بریتانیا د هند په مستعمره کې د ختیځ هند د شرکت د سوداګریزې او پوځي پراختیا له لارې د هند په نیمه لویه وچې واکمني ومونده. د فرانسې پر وړاندې د جګړو له امله یې د پورتنۍ او لاندنۍ کاناډا کنټرول ترلاسه کړ او تر هغه مهاله چې د امریکا د خپلواکۍ په جګړه کې یې ماته وخوړه په دیارلسو مستعمراتو یې هم واک درلود. له ۱۷۸۷ زکال وروسته بریتانیا اسټرالیا ته د جزایي تبعید د لومړیو کښتیو په لېږلو سره د نوي سویلي ولز په استعمار هم پیل وکړ. بریتانیا د فرانسې په انقلابي جګړو کې له اصلي جنګیالیو څخه وه.
لویه بریتانیا د ایرلنډ له پاچاهۍ سره د ۱۸۰۱ زکال د جنوري په لومړۍ نېته د ۱۸۰۰ زکال د اتحادیې د قوانینو پر بنسټ چې د لویې بریتانیا او ایرلنډ له خوا د دریم جورج تر واکمنۍ لاندې تصویب شول ادغام او د بریتانیا او ایرلنډ متحده پاچاهي یې رامنځته کړه.