رومانتیزم / خیال پالنه
From Wikipedia, the free encyclopedia
رومانتيزم (چې د رومانتيک غورځنګ/خوځښت يا د رومانتیکې دورې په نامه هم يادېږي) يو هنري، ادبي، موسيقي او فکري خوځښت و چې د اتلسمې پېړۍ په پاى کې په اروپا کې رامنځته شو او په نږدې موده کې په ډېرو سيمو کې له ١٨٠٠ څخه تر ١٨۵٠ پورې خپل اوج ته ورسېد. د رومانتیزم/ خیال پالنې ځانګړتیاوې پر فرديت، احساساتو، پټ ادبیاتو، د طبیعت ایده آل کولو، د ساینس او صنعت غلط ګومان، د کلاسیک په پرتله منځنۍ پیړۍ ته لومړیتوب ورکولو او د ماضي په ستاینه کې پر ټینګار لرلو سره موندلی شو، دا تر یوې اندازې پورې د روښانتیا د دورې د ټولنیزو او سیاسي نورمونو، صنعتي انقلاب او په ساینسي بڼه د طبیعت منطقي کولو ته غبرګون و. رومانتیزم د بصري هنرونو، موسیقۍ او ادبیاتو په برخه کې په خورا پیاوړې توګه مجسم شوی وو او په تاریخ، تعلیم او تربیه، شطرنج، ټولنیزو علومو، او طبیعي علومو باندې یې هم لویه اغېزه درلوده. په دې وخت کې محافظه کاران، خپلواکی پالان، افراطګر او ملتپالان د خیال پاله مفکرانو تر اغېزې لاندې راغلي وو او د دې لامل شو چې رومانتیزم په سیاست کې د پام وړ او پېچلې اغېزه ولري.[1][2][3][4][5][6][7]
دې غورځنګ د جمالیاتي تجربې د یوې مستندې سرچینې په توګه په نوو شدیدو احساساتو لکه ویره، وحشت، ډار او حیرانتیا باندې ټینګار وکړ په ځانګړې توګه هغه احساسات چې د طبیعت د ښکلا او د ښکلا پېژندنې متعالو برخو پر وړاندې څرګندیدې. روښانتیا، عقلیت او کلاسیزم ته په پرتله رومانتیزم د منځنیو پیړیو او د هنر او داستان هغه عناصر چې په مستند ډول د منځنیو پیړیو په توګه پیژندل شوي وو بیا را ژوندی کولو ته ارجیحت / لومړیتوب ورکړي وو او د نفوس له ودې، د ښاري پراخوالي، او صنعت پالنې څخه د خلاصون هڅه وکړه. [8][9][10]
که څه هم د دې خوځښت رېښې د آلمان د سټورم اوند ډرینګ (طوفان او اضطراب) غورځنګ پورې تړلې وې، چې د روښانتیا او عقلیت پر ځای یې وجدان او احساساتو ته ترجیح ورکوله خو د فرانسې د انقلاب پیښې او ایډیالوژګانې هم د نږدې لاملونو څخه وې، ولې چې ډېری لومړني خیال پالان کلتوري انقلابیان وو او د انقلاب سره خواخوږي وو. رومانتیزم د "زړورو" انفرادي شخصیتونو او هنرمندانو لاسته راوړنو ته لوړ ارزښت ورکوو، او باورمند وو چې که چېرې دا بېلګې سمې وساتل شي نو د ټولنې کیفیت به لوړ کړي. رومانتیزم د کلاسیکو نظریو څخه انفرادي تخیلاتواو هغو ته په صلاحیت ورکولو سره یې لا وده ورکړه، تر څو د خپلو افکارو په استازیتوب کې د زمانې د تاریخي او طبیعي ناخوالو او روحیې پر وړاندې یو قوي بدیل واوسي. د نولسمې پیړۍ په دویمه نیمایي کې، د رومانتیزم کمرنګتیا د ټولنیزو او سیاسي بدلونونو په ګډون د ډېرو نورو پروسو سره تړاو درلود او د دې لامل شو چې ریالیزم/ رېښتین پالنه د یو بدیل په توګه د رومانتیزم په مقابل کې وړاندې شي.[11][12][13][14]