ويلهم ونډت
From Wikipedia, the free encyclopedia
ویلهم ماکسیمیلیان ونډټ (16 اګسټ 1832 – 31 اګسټ 1920) یو الماني فیزیالوژیست، فیلسوف او پروفیسور و، چې نن ورځ د عصري ارواپوهنې د پلار په توګه پیژندل کیږي. ونډټ، چا چې ارواپوهنه د ساینس په توګه له بیالوژی او فلسفې څخه جلا کړه، یواځنی هغه څوک و، چې خپل ځان ته یې ارواپوه وايه. هغه په پراخه توګه د تجربوي ارواپوهنې پلار ګڼل کیږي. په 1879ز کال کې، د لیپیز په پوهنتون کې، ونډټ د رواني څیړنې لپاره لومړی رسمي لابراتوار تاسیس کړ. دې کار ارواپوهنه د مطالعې د یوې خپلواکې څانګې په توګه په نښه کړه. د دې لابراتوار په جوړولو سره هغه وتوانید چې ارواپوهنه د نورو څانګو څخه د جلا علم په توګه رامنځ ته کړي. هغه د رواني څیړنو لپاره لومړی اکادمیک ژورنال هم تاسیس کړ، چې د «Philosophische Studien» په نوم و، (له 1883 څخه تر 1903) (د دې په تعقيب يې د Psychologische Studien په نوم بل ژورنالس تاسيي کړ چې له 1905 څخه تر 1917ز کال پورې و)، تر څو په دې ژورنال کې د انسټیټیوټ څیړنه خپره کړي. [19][20][21][22][23]
ويلهم ونډت | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۶ اگسټ ۱۸۳۲[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14] |
مړینه | 31 اگسټ 1920 (88 کاله)[1][15][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][13][14] |
تابعیت | جرمني |
عملي ژوند | |
نامتو زده کونکي | فرانز بواس ، اميل دورخيم ، اډمنډ هسل |
کار/مسلک | فیلسوف ، ارواپوه ، ليکوال [16] |
کاروونکي ژبه(ي) | جرمني ژبه [17][18] |
مؤثر | ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس |
سمول |
په 1991ز کال کې په امریکايي ارواپوهنه کې يوې خپرې شوې سروی کې، د وننډت شهرت ته د ارواپوهنې د نهه ويشتو امريکايي تاريخ پوهانو له خوا د تلپاتې سرلوړۍ لومړی مقام ورکړل شوی و. ویلیم جیمز او سیګمنډ فرویډ ته دويمه او درېيمه درجه ورکړل شوې وه.[24]