اميل دورخيم
From Wikipedia, the free encyclopedia
ډيويډ اميل دورخيم “David Emile Durkehim” (فرانسوي: [emil dyʁkɛm] يا [dyʁkajm]؛ زوکړه: ۱۸۵۸ د اپرېل ۱۵، مړينه: ۱۹۱۷ د نومبر ۱۵) يو فرانسوي ټولنپوه و. نوموړي په رسمي ډول د ټولنپوهنې پوهنيز سمون رامنځته کړ او په عمومي ډول يې د کارل مارکس “Karl Marx” او ماکس ويبر “Max Weber” دواړو تر څنګ د معاصرې ټولنيزې پوهې له اصلي ودانونکو په توګه يادونه کېږي. [27][28][29]
اميل دورخيم | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۵ اپرېل ۱۸۵۸[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14][15][16] |
مړینه | 15 نومبر 1917 (59 کاله)[1][2][3][4][5][6][8][9][10][11][13][14][15][16] پاريس [17][18] |
تابعیت | فرانسه [19] |
مذهب | اتيزم [20][21][22] |
عملي ژوند | |
استاد | ويلهم ونډت |
کار/مسلک | فیلسوف |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي ژبه [23][24] |
د کړنې څانګه | توکمپوهنه |
کار ورکوونکی | پاریس پوهنتون [25] |
مؤثر | لويس ډي بونالډ [26]، هربرټ سپېنسر ، مونټېسکیو |
سمول |
د دورخيم د کار زياتره برخه په دې پورې تړلې وه، چې ټولنې په مدرنيته کې څه ډول خپله بشپړتيا او تړلتيا ساتلی شي. مدرنيته هغه دوره ده، چې دوديز ټولنيز او مذهبي پيوندونه په کې خورا لږ نړېوال دي او نوي ټولنيز بنسټونه په کې شته شوي دي. د ټولنې د پوهنيزې څېړنې په اړه د نوموړي مفکورې د معاصرې ټولنپوهنې د بنسټ ډبره کېښوده او هغه دا ډول پوهنيز توکي د احصائيو، سروې ګانو او تاريخي کتنې په توګه په توګه د کاتوليک او پروتستانت ډلو د ځانوژنو په شننه کې وکارول. د نوموړي لومړنی ستر ټولنپوهنيز اثر د “De la division du travail social” (ټولنه کې د کار وېش، ۱۸۹۳) تر سرليک لاندې و، چې وروسته ورپسې په ۱۸۹۵ز کال کې د “Les Regeles de la method sociologique” (د ټولنپوهنيز مېتود قواعد) خپور شو، چې دا همغه کال و چې دورخيم په کې د ټولنپوهنې لومړنۍ اروپايي څانګه برابره يا تنظيم کړه او د فرانسې د ټولپوهنې لومړنی پروفيسور شو. د “Le Suicide, 1897” تر سرليک لاندې د دورخيم د سيمينار پایليک چې په کاتوليک او پروتستانت وګړو کې د ځانوژنې د کچو څېړنه وه، په ځانګړي ډول د معاصرې ټولنيزې څېړنې لپاره لاره هواره کړه او له روانپوهنې او سياسي فلسفې څخه د ټولنيزې پوهې د بېلولو دنده يې تر سره کړه. دورخيم راتلونکي کال (۱۸۹۸ز) کې “L’Annee Sociologique” ورځپاڼه رامنځته کړه. “Les Formes elementaires de la vie religieuse” (۱۹۱۲؛ د مذهبي ژوند لومړنۍ بڼې) په نوم کتاب د مذهب يوه نظريه وړاندې کړه، چې د اصلي او معاصرو ټولنو ټولنيز او کلتوري ژوند پرتله کوي. [30]
دورخيم د مشروع پوهې پوه توګه د ټولنپوهنې په منښت سره وار له مخه په ژور ډول تر نفوذ لاندې راغلی و. نوموړي هغه مثبت پلوي يا مثبت اصالت ښه يا بشپړ کړ، چې په اصل کې وار له مخه د “Auguste Comte” له لورې برابر شوی و او هغه څه هڅوي، چې د اپيستيمولوژيکي رياليزم [هغه عقيده چې وايي موجودات له ذهن څخه د باندې په واقعي ډول شته] د بڼې په توګه ګڼل کېدلی شي او همدار راز په ټولنيزه پوهه کې د انګېرنې او قياس له موډل څخه ګټه اخېستنه هم هڅوي. د دورخيم لپاره ټولنپوهنه د بنسټونو پوهه وه، چې ياده اصطلاح د يو څه پراخه معنا له مخې «د اشتراکيت په واسطه د رامنځته شوي چلند د باورونو او دودونو» پېژني، چې د جوړښتي ټولنيزو حقيقتونو د موندنه په نښه کوي. دورخيم په دې ډول د جوړښتي وظيفوي اصالت ستر وړاندې کونکی و، چې په ټولنپوهنه او انسان پوهنه دواړو کې يو بنسټيز ليد دی. د نوموړي له نظره ټولنيزه پوهه بايد په هغه مفهوم کې په سوچه ډول جامع وي، چې له مخې يې ټولنپوهنه بايد د اشخاصو د معلومه عملونو اړوند ټاکلې يا محدودې څېړنې په پرتله په پراخه کچه د ټولنې اړوند ښکارندې وڅېړې. [31]
نوموړی په ۱۹۱۷ ز کال کې د خپلې مړينې تر وخته پورې د فرانسې د روښانفکرۍ ژوند يو واکمن ځواک پاتې شو، چې ګڼ شمېر ويناوې يې وړاندې کړې د پوهې، اخلاق، ټولنيزې ډلبندۍ، مذهب، قانون، زده کړو او انحراف په ګډون يې د بېلابېلو موضوعګانو په اړه کتابونه چاپ کړل. د «ډله ايز شعور» غوندې ځينې هغه اصطلاحات چې نوموړي نوي رامنځته کړل، اوس هم د نامتخصص وګړو له لورې کارول کېږي. [32]