![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/f/fc/Montesquieu_1.png/640px-Montesquieu_1.png&w=640&q=50)
مونټېسکیو
From Wikipedia, the free encyclopedia
شارل لويي ډي سېکونډا، بارون ډي لا برېډ ډي مونټېسکیو (/ˈmɒntəskjuː/، فرانسوي: [mɔ̃tɛskjø]؛ ۱۶۸۹ جنوري ۱۸مه – ۱۷۵۵ فبروري ۱۰مه)، چې په عمومي توګه د مونټېسکیو په نوم یادېږي، یو فرانسوی قاضي، ادیب، تاریخپوه، او سیاسي فیلسوف و.[11]
مونټېسکیو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۸ جنوري ۱۶۸۹[1][2][3][4][5] |
مړینه | 10 فبروري 1755 (66 کاله)[1][2][4][6][5] ![]() پاريس [4] ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | فیلسوف [7][4]، ليکوال [7][4][8]، قانونپوه ، قاضي ، تاریخ پوه ، سياستوال ![]() |
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي ژبه [9][10] ![]() |
لاسليک | |
سمول ![]() |
نوموړی د حکومتي واکونو یا قواوو د تفکیک او جلا کولو د تیورۍ اصلي سرچینه ده، چې د نړۍ په ډېرو اساسي قوانینو کې پلې کېږي. هغه د بل هر لیکوال په پرتله په سیاسي قاموس کې د "استبدادي" کلمې د ځای موندلو په برخه کې د کړو کارونو له کبله هم مشهور شوی. د هغه "د قوانینو روح" مشهور کتاب، چې په ۱۷۴۸ کال کې د لیکوال له نوم پرته خپور شو، په لویه برېتانیا او امریکایي مستعمرو دواړو کې له پراخ هرکلي سره مخ شو او د متحده ایالاتو د اساسي قانون د مسودې په چمتو کولو کې ښکېل د متحده ایالاتو بنسټګر پلرونه یې په پراخه کچه تر اغېزې لاندې وو.[12]