هنري کېسنجر
From Wikipedia, the free encyclopedia
هنری الفرد کېسنجر د سنټ مایکل او سنټ جورج د قوماندانۍ اعزازي شوالیه قوماندان (KCMG)؛ په جرمني ژبه: [ˈkɪsɪŋɐ]؛ چې د ۱۹۲۳ز کال د مې په ۲۷مه نېټه زیږېدلی دی، یو جرمني الاصله امریکایي سیاستوال، دېپلومات، او جیوپولیټیکی سلاکار دی، چې د ریچارډ نیکسون او ګېرالډ فورډ د ولسمشریزو ادارو پر مهال یې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت د مشاور په توګه کار کړی دی. نوموړی یو یهودي مهاجر و چې په ۱۹۳۸ز کال کې له نازي جرمني څخه له خپلې کورنۍ سره یو ځای وتښتېد، په ۱۹۶۹ز کال کې د ملي امنیت د سلاکار او په ۱۹۷۳ز کال کې د بهرنیو چارو وزیر شو. کېسنجر په وېتنام کې د اوربند لپاره د خپلو هلو ځلو لپاره د نوبل د ۱۹۷۳ز کال جایزه په داسې تر بحث لاندې شرایطو کې تر لاسه کړه، چې د اړوندې کمېټې دوو غړو یې پر وړاندې د اعتراض په توګه استعفا ورکړه.[3][4][5]
هنري کېسنجر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
تعلیم | |
تخصص تعلیم | سیاسي علوم سیاسي علوم سیاسي علوم |
تعلیمی اسناد | Bachelor of Arts Master of Arts د فلسفې ډاکتر زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | نړيوالې اړيکې ، سیاسي علوم [1]، سياست [1]، بهرنی سیاست [1]، ديپلوماسي [1]، ډېپلوماتیک تاریخ [1] |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون ، جورج ټاون پوهنتون |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه ، د ویتنام جګړه |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هنري کېسنجر چې د ریښتیني سیاست پلوی و، د متحده ایالاتو په بهرنۍ پالیسي کې یې د ۱۹۶۹ز او ۱۹۷۷ز کلونو تر منځ مهم رول ولوباوه. د دغې دورې په بهیر کې له شوروي اتحاد سره د دتانت (détente ) یا د کړکېچ د راټیټولو پالیسي مخکې یوړه، د چین د خلق له جمهوریت سره یې اړیکې پرانیستې، په منځني ختیځ کې یې د یوم کېپور د جګړې د پای ته رسولو لپاره هغه پالیسي غوره کړه چې وروسته د شټل دېپلوماسۍ یا د تګ راتګ دیپلوماسۍ په نامه وبلل شوه، او د پاریس د سولې په توافقنامو یې خبرې اترې پیل کړې چې ورسره په وېتنام کې د امریکې لاسوهنه پای ته ورسېده. کېسنجر د چیلي د ۱۹۷۳ز کال په پوځي کودتا کې د دخالت، د ارجنتاین پوځی حکومت ته د هغوی د ناولي جنګ لپاره د شنه څراغ ښودلو، او د بنګله دېش د ازادۍ د جګړې پر مهال سره له دې چې پاکستان د نسل وژنې مرتکب شو، د پاکستان د ملاتړ کولو په څېر په یو شمېر بحث را پاروونکو پالیسیو کې هم لاس درلود. نوموړي له هغې وروسته چې دولت یې پرېښود د کېسنجر مشورتي شرکت په نامه یې یو نړیوال جیوپولیټیکي شرکت پرانیست. کېسنجر د دېپلوماتیک تاریخ او نړیوالو اړیکو په اړه له یو درجن څخه زیات کتابونه لیکلي دي.[6][7]
کېسنجر د متحده ایالاتو په سیاست کې یو جنجالي او قطبي شخصیت پاتې شوی دی، چې هم د زیات شمېر ژورنالېستانو، سیاسي فعالانو، د بشري حقونو د مدافعینو له لوري غندل شوی دی او هم د نړیوالو اړیکو د څېړونکو له لورې ورته د امریکا د بهرنیو چارو د یو ډېر اغېزناک وزیر په توګه درناوی کېږي. د ۲۰۲۱ز کال په فبرورۍ کې د سل کلن جورج شولتز له مړینې سره، کېسنجر د متحده ایالاتو د کابینې له پخوانیو غړو څخه تر ټولو د لوړ عمر لرونکی او د نېکسون د کابینې وروستنی ژوندی پاتې غړی دی.[8][9][10][11]