نړيوالې اړيکې
From Wikipedia, the free encyclopedia
نړيوالې اړيکې (IR)، نړيوالې چارې (IA) يا نړيواله مطالعه (IS) د خپلواکو هېوادونو تر منځ د تعامل علمي مطالعه ده. په پراخه معنا کې، دا مضمون د هېوادونو تر منځ ټولو فعاليتونو ته پاملرنه کوي، لکه: جګړه، ديپلوماسي، سوداګري او بهرنۍ تګلاره او د نورو نړيوالو لوبغاړو تر منځ اړيکې، لکه: د دولتونو تر منځ (بين الدول) سازمانونه، نړيوال نا دولتي سازمانونه، نړيوال حقوقي مرکزونه او څو ملتي شرکتونه.
په عمومي توکه، سياسي اړيکې د سياسي علومو يوه څانګه بلل کېږي. په دې توګه په نړيوالو اړيکو کې له نړيوال اقتصاد، نړيوالو حقوقو، نړۍ د تاريخ او کلتوري انسان پېژندنې څخه ګټه اخستل کېږي. په متحده ايالاتو کې نړيوالې اړيکې، د سياسي علومو د څانګو يوه فرعي برخه ده، خو ځينې ادارې يې يو خپلواک يا کثيرالرشتوي بولي.[1][2]
که څه هم د تاريخ په اوږدو کې نړيوالې تګلارې، په پراخه کچه ارزول شوې، نړيوالې اړيکې د شلمې پېړۍ تر لومړيو پورې د يوې جلا برخې په توګه نه وې څرګندې شوې. په لومړيو کې دا مضمون، د سياسي علومو د يوې برخې په توګه، ، په لومړي ځل په ۱۹۱۹ ز کال کې د يوې خپلواکې څانګې په ډول جلا شو، کله چې نړيوالې اړيکې د انګلستان د « Aberystwyth» پوهنتون له خوا د لېسانس دورې د يو جلا مضمون په توګه وړاندې کړ، په راتلونکې لسيزه کې، په اکسفرډ او د لندن اقتصاد په پوهنځي کې دې ته ورته مضامين رامنځ ته شول او په دې توګه دې مضمون ته خپلواکي او پياوړتيا ورکړل شوه. [3][4][5]
د دويمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، نړيوالو اړيکو – د اهميت او هم له علمي نظره – په ځانګړي ډول په شمالي امريکا او لويدیځه اروپا کې وده وکړه، تر يوه بريده يې د سړې جګړې جيوستراتيژيکو اندېښنوته ځواب ووايه. د شلمې پېړۍ په وروستيو کې د شوروي اتحاد ړنګېدو او نړيوال توب راپورته کېدو، د نويو اندونو او نړيوال نظام د چټک بدلون وړاندوينه و کړه. په يووېشتمه پېړۍ کې، په داسې حال کې چې د هېوادونو تر منځ اړيکې، په تدريج سره زياتې پېچلې او څو اړخيزې شوې، نړيوالې اړيکې په نورو برخو کې هم ننه ايستل شوې، لکه: اقتصاد، حقوق اوتاريخ او په دې ډول نړيوالې اړيکې يو بل ته نژدې او کثير الرشتوي (ګڼ څانګيز) مضمون وګرځېد.[6]