![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/1/19/Symmetry_of_Diplomacy.jpg/640px-Symmetry_of_Diplomacy.jpg&w=640&q=50)
ديپلوماسي
From Wikipedia, the free encyclopedia
ديپلوماسي د دولت د استازو (لکه رهبران او ديپلوماتان) له خوا ويل شوو يا لیکل شوو ويناوو ته ويل کيږي او موخه يې د نړيوال نظام په پېښو کې خپله اغېزه ښودل وي. [1][2]
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/1/19/Symmetry_of_Diplomacy.jpg/640px-Symmetry_of_Diplomacy.jpg)
ديپلوماسي د بهرنۍ تګلارې او نړيوالې حکومتولي بنسټيزه اله ده چې د پراخو موخو او ستراتيژيو استازولي کوي، کوم چې له نورې نړۍ سره د يوه هېواد تعامل تنظيموي. نړيوال تړونونه، موافقتنامې، ائتلافونه او د نړيوالو اړیکو نورې ښکارندې په عمومي توګه د ديپلوماتيکو مذاکراتو او بهيرونو پايله وي. ديپلوماتان کولای شي، حکومتي مسئولينو ته د مشورې ورکولو له لارې د يوه هېواد د بڼې په جوړولو کې مرسته وکړي.
نوي ديپلوماتيکې لارې چارې، تګلارې او اصول په لويه کچه د يوولسمې پېړۍ له اروپايي دودونو څخه سرچينه اخلي. د شلمې پېړۍ په لومړيو کې ديپلوماسي يو مسلک وګرځېد، په ۱۹۶۱ز کال کې د ديپلوماتيکو اړيکو په اړه د ويانا کنوانسيون د نړۍ د ډېرو خپلواکو هېوادونو له خوا تصويب شو، د ديپلوماتيکو کړنلارو، طريقو او چلندونو په اړه يې يو چوکاټ جوړ کړ. اوسمهال ډېرې ديپلوماسۍ د استازو او سفيرانو په څېر د باوري مسئولينو له خوا د بهرنيو چارو د يوه ځانګړي دفتر له لارې تر سره کېږي. ديپلوماتان د ديپلوماتيکو ماموريتونو له لارې کار پر مخ وړي، چې عام يې کونسلګيرۍ او سفارتونه دي او ډېر کم شمېر ملاتړي کارکوونکي هم لري، په پراخه معنا د ديپلومات اصطلاح، کله ناکله د بهرنيو چارو وزارت په ديپلوماتيکو او سلاکاريزو کارکوونکو هم عملي کېږي. [3]