![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/3/3c/Secretary_of_Defense_Les_Aspin.jpg/640px-Secretary_of_Defense_Les_Aspin.jpg&w=640&q=50)
لیس اسپین
From Wikipedia, the free encyclopedia
لیسلي اسپین جونیور (د ۱۹۳۸ کال د جولای میاشتې په ۲۱ زېږېدنه - د ۱۹۹۵ کال د می میاشتې په ۲۱ مړینه) د ډیموکراټیک ګوند یو امریکایی سیاستوال و چې د ویسکانسن د لومړۍ سیمې کانګرس لپاره یې له ۱۹۷۱ نه تر ۱۹۹۳ پورې د متحده ایالاتو د استازې په توګه دنده ترسره کړې او د بل کلینټون د ولسمشرۍ پرمهال یې له ۱۹۹۳ نه تر ۱۹۹۴ پورې د متحده ایالاتو د ۱۸م دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کړې.
لیس اسپین | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۱ جولای ۱۹۳۸[1][2][3][4] |
مړینه | 21 مې 1995 (57 کاله)[1][2][3][4] ![]() واشنګټن ډي سي ![]() |
هديره | ویسکانسین ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
ګوند | ديموکراتيک ګوند ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه ![]() |
سمول ![]() |
اسپین په کانګرس کې د یو روڼ اندي سیاستوال په توګه چې د جنجالي یا شخړو رامنځته کوونکو مسایلو په هکله به یې منځنی دریځ غوره کاوه شهرت درلود. هغه د MX توغندیو او د نیکاراګوان کانټراوو سره د مرستې په برخه کې د ریګن له دولت نه ملاتړ وکړ، خو د B-2 بمبارونکي او ستراتیژیک دفاعي نوښت سره یې مخالفت وکړ. هغه د ۱۹۹۱ د جنورۍ پریکړه لیک په برخه کې د مجلس په راضي کولو کې او همدارنګه د ولسمشر جورج ایچ ډبلیو بوش له خوا د کویټ تر اشغال یا نیولو وروسته د عراق پر وړاندې د ځواک کارولو ملاتړ په برخه کې مهم رول ولوباوه.
له ۱۹۹۳ نه تر ۱۹۹۴ پورې اسپین د دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کړه. هغه له بېلابېلو پیچلو ټولنیزو مسایلو سره مخ و، لکه: د جامو یا یونیفورم په برخه کې د همجنسبازانو رول، په جګړه کې د ښځو رول، او همدارنګه په سومالیا، بوسني او هایټي کې د نظامي ځواک د کارولو په برخه کې د اړینو پریکړو نیول. د سړې جګړې له پای ته رسیدو وروسته یې د بودیجې او پوځ د کمولو او همدارنګه د پوځ په برخه کې د بدلون راوستو وړاندیز وکړ. په سومالیا کې د ناکافي نظامي ملاتړ له امله د متحده ایالاتو د سرتیرو وژنه ددې لامل شوه چې هغه استعفا ورکړي.