لایمن فرانک باوم
From Wikipedia, the free encyclopedia
لایمن فرانک باوم (۱۵ می ۱۸۵۶ – ۶ می ۱۹۱۹ زکال) امریکايي لیکوال و چې تر ډېره پورې ماشومانو ته د کتابونو د لیکولو په ځانګړې توګه د اوز ښار د حیرانونکي جادوګر (The Wonderful Wizard of Oz) کتاب او د هغې د لړۍ لیکلو له امله یې شهرت موندلی. هغه د اوز په لړۍ کې ۱۴ ناولونه او له هغو سربېره ۴۱ نور ناولونه (له څلورو ورکو شوو او نه خپرو شوو ناولونو پرته)، ۸۳ لنډې کیسې، له ۲۰۰ زیات اشعار او لږ تر لږه ۴۲ فیلمنامې لیکلې دي. هغه ډېره هڅه وکړه څو خپل اثار د صحنې او پردې پرمخ راوړي. د هغه له لومړي اوز کتاب څخه په ۱۹۳۹ زکال کې اقتباس د شلمې پېړۍ په سینما کې د بدلون ټکی و. [21]
لایمن فرانک باوم | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۵ مې ۱۸۵۶[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14][15] |
مړینه | 6 مې 1919 (63 کاله)[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][16][14][15] هاليووډ |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [17] |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | خبريال ، فلم پروډیوسر ، ليکوال [18]، لوبگر ، سکرين ليکوال ، شاعر ، فلم لوبګر |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [19][20] |
د کړنې څانګه | خبريالي |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
باوم چې د نیویارک په شمال کې وزېږېد او همالته را لوی شو؛ د تیاتر جوړونې او نمایشنامې لیکنې له یوې ناکمې دورې وروسته لویدیځ ته ولاړ. هغه او مېرمنې یې په سویلي ډاکوټا کې هټۍ جوړه کړه او د یوه اخبار په مدیر مسئولیت سره یې د هغو په خپرولو لاس پورې کړ. وروسته شیکاګو ته کډه شول او هلته یې د اخبار د خبریال په توګه په کار پیل وکړ او د ماشومانوادبیات یې خپرول؛ هماغه و چې په ۱۹۰۰ زکال کې یې خپل لومړنی اوز کتاب خپور کړ. په داسې حال کې چې لیکنو ته یې دوام ورکاوه د خپلو وروستیو پروژو په ترڅ کې یې هڅه وکړه د کالیفورنیا په لاس انجلس کې د ماشومانو لپاره د فیلمونو یوه سټوډیو جوړه کړي.