![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/f/f1/Atkinson_Rowan.jpg/640px-Atkinson_Rowan.jpg&w=640&q=50)
لوبغاړی
From Wikipedia, the free encyclopedia
یو لوبغاړی یا لوبغاړې (لاندې وګورئ) هغه کس ته ویل کېږي چې په یوه ننداره کې د یو کرکټر (بل شخص) ونډه ولوبوي. لوبغاړي د تیاتر په دودیزو رسنیو یا په عصري رسنیو کې ،لکه: فلم، راډیو او تلویزیون کې "د ټولو پر وړاندې" ونډه لوبوي. د لوبغاړي د اصطلاح ورته یوناني اصطلاح ὑποκριτής (hupokritḗs) ده چې په تحت الفظي توګه "د ځواب ورکوونکي" په معنا ده. له ونډې نه د لوبغاړي ننداره یا تمثیل – د اجرا هنر – په ورکړل شوې ونډه پورې اړه لري، که هغه د ریښتینې شخص یا هم د خیالي شخص پر بنسټ وي. دې ته د "لوبغاړي ونډه" هم ویل کېږي چې په تیاترونو کې د رغښتنو د کارولو له امله په دې نوم بلل کېږي. ننداره ان هغه وخت هم را منځ ته کېږي، چې لوبغاړی "په خپله اجرا ترسره کوي" لکه څنګه چې د ازمېښتي اجرائیوي هنرپه ځینو ډولونو کې واقع کېږي. [1][2]
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/f/f1/Atkinson_Rowan.jpg/640px-Atkinson_Rowan.jpg)
په لرغوني یونان او روم کې، د منځنیو پېړیو په اوږدو کې او د ویلیم شکسپیر په دوران کې، یوازې نارینه وګړو کولای شوی چې ولوبېږي. د ښځو ونډه په عمومي توګه د نارینه وو یا هلکانو له خوا لوبول کېده. په داسې حال کې چې په لرغوني روم کې ښځینه درېځ(سټیج) اجراکوونکو ته اجازه ورکړل شوې وه، یوازې لږ کسانو ته یې د خبرو کولو برخې سپارل کېدې، خو ایټالوي کمېډي نندارو، مسلکي مېرمنو ته اجازه ورکړې وه چې ولوبېږي، لوکریزیا دی سیینا، چې د ۱۵۶۴ز کال د اکتوبر د ۱۰مې نېټې په قراداد کې یې نوم لیدل کېږي، د لومړي ایټالوي لوبغاړې په توګه پېژندل شوې ده. وینسنزا ارمني او باربرا فلامینیا د لومړیو اوپرا سندرغاړو په توګه او په ایټالیا (په اروپا) کې لومړۍ مستند شوې لوبغاړې ګڼل کېږي. په ۱۶۶۰ز کال کې د انګلیستان د شاهي نظام له بیا رغېدو وروسته، په سټېج باندې د مېرمنو څرګندېدل پیل شول. په معاصرو وختونو کې، په ځانګړې توګه په کمېډي نندارو او اوپرا کې، کله ناکله ښځې د هلکانو یا ځوانانو ونډه لوبوي.[3][4][5]