فرانکلین پییرس
From Wikipedia, the free encyclopedia
فرانکلین پییرس (نومبر ۲۳، ۱۸۰۴ – اکتوبر ۸، ۱۸۶۹ ز) د امریکا متحده ایالتونو څوارلسم ولسمشر و، چې له ۱۸۵۳ څخه ۱۸۵۷ ز کال پورې یې خدمت کړی دی. دې شمالي وال ډېموکراټ باور درلود، چې د غلامۍ له منځه وړلو غورځنګ د ولس د یووالي لپاره یو اساسي ګواښ دی، نو ځکه د غلامۍ ضد ډلې په دې له ځانه وشړلې ،چې د کنساس-نبراسکا قانون يې حمایه او لاسلیک کړ او د تښتېدلو غلامانو قانون يې نافذ کړ، خو دې هڅو بیا هم د شمال او جنوب تر منځ د شخړې مخه ونه نیوله. بپه پای کې جنوب خپله لاره بېله کړه او په دې توګه، په ۱۸۶۱ز کال کې د امریکا کورنۍ جګړه پیل شوه.
فرانکلین پییرس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
مقام | جنرال |
جګړه/جګړې | د مکسیکو او امریکا جګړه |
لاسليک | |
سمول |
پییرس د امریکا په نیوهمپشایر ایالت کې وزېږېد. هغه په ۱۸۴۲ز کال تر استعفا پورې د امریکا د استازو او مشرانو په جرګو کې خدمت وکړ. د خصوصي حقوقو وکالت ښه په ګټه کې روان و او هغه په ۱۸۴۵زکال کې د امریکا د نیوهمپشایر ایالت لوی څارنوال وټاکل شو. هغه د امریکا-مکسیکو په جګړه کې برخه واخیسته او په پوځ کې يې ډګرجنرال و. دموکراتانو هغه ته د یوه منځګړي نوماند په سترګه کتل، چې د شمال او جنوب ګټې یې سره یوځای کولې او په ۱۸۵۲ز کال کې د دموکرات ګوند ملي غونډه کې د ولسمشرۍ د ۴۹م ځل ټاکنو لپاره د یاد ګوند نوماند وټاکل شو. هغه او مرستیال يې ویلیام آر کېنګ د ۱۸۵۲ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د وېګ ګوند د وینفیلډ سکاټ او ویلیام اې ګراهام ټکټ ته په اسانۍ ماتې ورکړه.
د ولسمشر په توګه پییرس هممهاله هڅه وکړه، چې د ملکي خدمتونو ناپلوي معیارپلې کړي او همدا ډول، د ګوندبازۍ له لارې د خپل دموکراټ ګوند بېلابېل عناصر راضي وساتي، چې دا هڅه يې سخته ناکامه شوه او د دې لامل شوه، چې ډېری خلک يې په خپل ګوند کې لاس ترې واخلي. هغه د ځوانې امریکا پراختیاپال (expansionist) سیاست درلود او په دې توګه يې له مکسیکو څخه د ځمکې د پېرلو لپاره د ګډسټېن تړون لاسلیک کړ، خو له هسپانیې څخه د کیوبا پېرلو معامله ناکامه شوه. هغه له بریتانیې او جاپان سره د سوداګرۍ تړونونه لاسلیک کړل او د هغه کابینې، خپلې ادارې اصلاح او ځواب ورکوونه لاښه کړه، خو د هغه د ولسمشرۍ په دوره کې د سیاسي کشمکش له امله، دغه بریاوې له سترګو پناه پاتې شوې. په شمالي ایالتونو کې د هغه محبوبیت، هغه مهال بېخي راکم شو، چې د کنساس-نبراسکا قانون يې لاسلیک کړ، چې له مخې يې د میسوري پخلاینه لغوه شوه، خو بیا هم په جنوب کې ډېرو سپین پوستو د هغه ملاتړ کاوه. د دې قانون تصویب، د امریکا په لویدیځ کې د غلامۍ د پراختیا پر سر د تاوجنو شخړو لامل شو. د پییرس اداره هغه مهال ډېره تخریب شوه چې، ګڼو دیپلوماتانو يې د اوسټېند بیان لیک خپور کړ او په هغې کې يې د کیوبا د ضمیمه کولو غوښتنه کړې وه، چې بیا وروسته په دغه سند توندې نیوکې وشوې. هغه د ۱۸۵۶ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې، د بیا نوماند کېدو بشپړه تمه درلوده، خو د هغه ګوند لاس ترې واخیست او په دې توګه یې کار ونه شو. د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال، په شمال کې د ده اعتبار هغه مهال بېخې ډېر زیانمن شو، چې په ولسمشر ابراهام لینکلن پسې يې ټوله ورځ د نیوکو خوله خلاصه کړې وه.
پییرس ډېر نومیالی او د ښو اخلاقو څښتن و، خو کورنی ژوند يې له ستونزو ډک و. د هغه مېرمن "جېن" به ټول عمر ناروغه او غم لړلې وه او د دوی درې زامن هم په تنکۍ ځوانۍ کې مړه شوي وو. د هغو د وروستي ژوند پاتې شوی زوی هم، د رېل ګاډي په یوه پېښه کې هغه مهال مړ شو، چې کورنۍ یې سفر درلود. دا پېښه د پییرس د ولسمشرۍ د پرانیستې مراسمو څخه څه موده وړاندې رامنځته شوه. پییرس سخت شرابي و او په بډوګو(پښتورګو) کې د سیروز ناروغۍ له امله، په کال ۱۸۶۹ ز کې وفات شو. تاریخ پوهان او علما د امریکا د ولسمشرانو تر منځ پییرس د یوه تر ټولو ناوړه او لږ یادېدونکي ولسمشر په توګه راپېژني. [1]