سامويل تيلور کالريج
From Wikipedia, the free encyclopedia
سامويل تيلور کالريج (۱۷۷۲ اکتوبر ۲۱ – ۱۸۳۴ ز کال د جولای ۲۵) يو انګرېز شاعر، ادبي کره کتونکی، فيلسوف او ديني پوه و، چې له خپل ملګري ويليم ورډسوورت (William Wordsworth) سره په انګليستان کې د افراطي خوځښت (Romantic Movement) بنسټګر او د د جهيل شاعرانو (Lake Poets) غړی و. نوموړي له Charles Lamb، Robert Southey او Charles Lioyd سره خپل ټوکونه [کتابونه] ګډ او مرسته وکړه. نوموړي «د لرغوني ماڼو قافيه او کوبلا خان:The Rime of the Ancient mariner and Kubla Khan» شعرونه او همدارنګه د “Biographia Literaria” په نوم نثري کتاب وليکه. د نوموړي کره کتنيز يا انتقادي کار په ځانګړي ډول د ويليم شکسپير په اړه ستر اغېزناک درلود او انګليسي ژبي کلتور ته د المان نظرياتي فلسفې په ورپېژندنه کې يې مرسته وکړه. کالريج «د نه باور ځنډ» په ګډون زيات اشنا ويي او نيمګړې غونډلې (عبارتونه) رامنځته کړل. هغه پر رالف والډو ايمرسن (Ralph Waldo Emerson او امريکايي ټرانسينډينټليزم (Transcendentalism) [د فلسفې هغه لاره، چې حقيقت او واقعيت په کې د انسان له ازمايښت څخه پورته ګڼل کېږي] باندې ستر اغېز درلود. [1][2]
سامويل تيلور کالريج | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | لندن |
د مړینې لامل | زړه نابری |
تابعیت | د لویې بریتانیا پاچاهي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | فلسفه |
لاسليک | |
سمول |
کالريج د خپلې ځوانۍ په عمر کې د اندېښنې او زړه تنګون عيبي ... درلود. فکر کېږي چې دوه قطبي ګډودۍ درلوده، چې د نوموړي د ژوند پر مهال نه وه پېژندل شوې. هغه په فزيکي ډول ناروغ و، چې ښايي د بادي تبې له يوې چپې او د کوچنيوالي له نورو ناروغيو څخه يې سرچينه اخيستي وي. د يادو حالتونو درملنه يې په هغه دوا سره وشوه چې ترياک یا اپين ورسره ګډوي، چې پر اپين د ژوندمهاله روږدېدنې لامل شوه. [3]