![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/3/3f/Ralph_Abernathy.jpg/640px-Ralph_Abernathy.jpg&w=640&q=50)
رالفا ابرناتي
From Wikipedia, the free encyclopedia
رالفا ډيويډ ابرناتي سر (Ralph David Abernathy Sr.) چې (۱۹۲۶ز، د مارچ ۱۱ مه د ۱۹۹۰ ز، د اپریل ۱۷مه ) پورې يې ژوند کاوه، د مدني حقونو يو امريکايي فعال او د Baptist [د مسيحانو يوه ډله ده] وزير و. هغه په ۱۹۴۸ ز کې د Baptist سنت کې وټاکل شو. د مدني حقونو غورځنګ د مشر په توګه د مارتن لوتر کينګ يو نږدې ملګری او سلاکار و. نوموړي له لوتر کينګ او E. D. Nixon سره د مونټګومري پرمختګ ټولنې (Montgomery Improvement Association) په رامنځته کولو کې مرسته وکړه، چې د مونټګومري بس پرېکون ته يې لاره هواره کړه او د ياد پرېکون بنسټ يې کېښود. ابرناتي د سويلي عيسوي مشرتابه کنفرانس (Southern Christian Leadership Conference (SCLC)) د اجرائیه پلاوي غړی و. هغه په ۱۹۶۸ ز کې د لوتر کينګ له وژنې نه وروسته د سويلي عيسويانو د مشرتابه کنفرانس مشر شو، چې له حقوقو نه د بې برخې امريکايانو لپاره د نورو لاريونونو او مظاهرو تر منځ يې په واشنګټن ډي سي کې د غريبو وګړو کمپاين رهبري کړ. [11]
رالفا ابرناتي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۱ مارچ ۱۹۲۶[1][2][3] او ۲۱ مارچ ۱۹۲۶[4] |
مړینه | 17 اپرېل 1990 (64 کاله)[5][1][2][3][6][7][8][9][10] ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
ګوند | ديموکراتيک ګوند ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال ، دينپوهنه ، د بشري حقونو فعال ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه ![]() |
ويبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
ابرناتي په ۱۹۷۱ ز کې د نړيوالې سولې په اړه ملګري ملتونه مخاطب کړل. نوموړي د ۱۹۷۳ ټپي زنګون پېښې (Wounded Knee incident) پر مهال، د FBI او هندي لاريون کوونکو تر منځ د معاملې په منځګړيتوب کې مرسته وکړه. هغه په ۱۹۷۷ز کې د سويلي عيسويانو د مشرۍ کنفرانس رئيس په توګه له خپلې دندې تقاعد شو او متقاعد رئيس شو. له هغه کال نه وروسته، نوموړي په نابريالي ډول د متحده ايالتونو د جورجيا ايالت د پينځمې ولسوالۍ د استازو مجلس لپاره هڅه وکړه. وروسته يې د اقتصادي دستګاه پرمختګ لپاره بنسټ رامنځته کړ او په ۱۹۸۲ز کې د رايې کارولو حقونو د قانون پراخولو په ملاتړ يې د امريکا متحده ايالتونو کانګرس (پارلمان) ته ګواهي ورکړه.
ابرناتي په ۱۹۸۹ ز کې د (And the Walls Came Tumbling Down) [او دېوالونه راونړېدل] تر سرليک لاندې د مدني حقونو په غورځنګ کې د ځان او لوترکينګ د ښکلېلتيا په اړه خپل جنجالي ژوند ليک وليکه. هغه په کتاب کې د لوتر کينګ د ادعا شويو مدني کفرياتو په اړه د ویناوو لپاره مسخره شوی و. ابرناتي بالاخره په سياست کې لږ فعال شو او د وزير په توګه خپلې دندې ته وګرځېد. هغه د ۱۹۹۰ز اپریل پر ۱۷ مه نېټه باندې د زړه ناروغۍ له امله مړ شو د نوموړي د قبر پر ډبره باندې کښل شوي دي: «هڅه مې وکړه». [12]