جیمز مورې میسن
From Wikipedia, the free encyclopedia
جیمز موری میسن د ۱۷۹۸ ز کال د نومبر له ۳مې د ۱۸۷۱ ز کال د اپریل تر ۲۸مې پورې ژوند کړی دی. نوموړی د جورج میسن لمسی و، وکالت او سیاست یې کاوه. په ویرجینیا کې سناتور و، مخکې د ویرجینیا د استازو په مجلس کې د فریډریک کاونټي ویرجینیا استازی و.[1][2]
جیمز مورې میسن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
میسن د امریکا د کورنۍ جګړې د پیل پر وخت د غلامۍ او همدارنګه د ویرجینیا د جلا کېدو کلک ملاتړ وکړ. میسن له ۱۸۵۱ ز کال نه تر ۱۸۶۱ ز کال پورې د متحده ایالاتو د کنفډریټ ایالتونو د ملاتړ په موخه د هغه تر اخراج پورې د متحده ایالاتو د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس و او ډېر لېواله و، چې د امریکايي پنبې صادروونکي دې وساتل شي. نوموړي د کنفدراسیون مخکښ ډیپلومات و او اروپا ته د مرستې په سفر ولاړ؛ خو د بریتانیا د کنفدراسیون د یوه هیواد په توګه په رسمیت پېژندلو کې ثابت نه شو. دا چې چې میسن د ۱۸۶۱ ز کال په نومبر کې انګلستان ته سفر وکړ، د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو یې هغه کښتۍ برمته کړه او نوموړی یې توقیف کړ، چې هلته د ټرینټ افیر په نوم یاد شوی و. نوموړی له دوه میاشتو قید وروسته ازاد کړل شو، میسن خپل سفر ته روان وساته او دا مرسته یې وکړه، چې له برتانیې او اروپا نه کنفډریټ وپېري؛ خو په دې بریالی نه شو، چې د ډیپلوماتیکې ښکېلتیا ترلاسه کړي. د جګړې په ختمېدو سره میسن کاناډا ته جلا وطنه شو؛ خو وروسته بېرته الکساندریا ویرجینیا ته راغی او هلته یې په ۱۸۷۱ ز کال کې له دې دنیا سترګې پټې کړې.