جیسي جکسن
From Wikipedia, the free encyclopedia
جیسي لویس جکسن (انګلیسي: Jesse Louis Jackson) (لومړنی نوم یې بورنز-Burns دی او د ۱۹۴۱ کال د اکتوبر پر ۸مه زیږېدلی) یو امریکایی سیاسي فعال، باپټېسټ یا عیسوي کوونکی کشیش، او سیاستوال دی. هغه په ۱۹۸۴ کال او ۱۹۸۸ کال کې د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره د دیموکراتانو نوماند و او له ۱۹۹۱ کال څخه تر ۱۹۹۷ کال پورې یې له کولمبیا سیمې (اوس: واشنګټن ډي سي) څخه د امریکا د نارسمي سناتور (shadow U.S. senator) په توګه دنده ترسره کړې.
چټک مالومات جیسي جکسن, د شخص معلومات ...
جیسي جکسن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
طبی کیفیت | د پارکېنسون ناروغي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
تحریک | د مدني حقونو خوځښتونه |
د لوبې هيواد | د امریکا متحده ایالات |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
تړل
نوموړی د هغو دوو سازمانونو بنسټګر دی چې وروسته سره یو ځای او د رینبو/پوش (Rainbow/PUSH) په نوم سازمان یې جوړ کړ. د متحده ایالاتو د کانګرس پخوانی غړی جیسي جکسن جونیر د هغه مشر زوی دی. جکسن له ۱۹۹۲ کال څخه تر ۲۰۰۰ کال پورې په CNN شبکه کې د "دواړې خواوې له جیسي جکسن سره" تر نوم لاندې پروګرام چلاوه.