جان رابرټ لویس (زوکړه: د ۱۹۴۰ زکال د فبروري ۲۱ مه – مړینه: د ۲۰۲۰ زکال د جولای ۱۷مه نېټه) امریکايي سیاستوال او د مدني حقونو فعال و چې له ۱۹۸۷ زکال څخه یې په ۲۰۲۰ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د جورجیا له پنځمې ټاکنیزې حوزې څخه د متحده ایالاتو په کانګرس کې استازولي وکړه. نوموړي د ۱۹۶۰ زکال پر مهال د نشوېل په اعتراضاتو کې ونډه لرله، د آزادۍ د مسافرینو د ډلې غړی و، له ۱۹۶۳ زکال څخه تر ۱۹۶۶ زکال پورې د زده کړیالانو د عدم تشدد د همغږې کوونکې کمېټې مشر و او همدارنګه د هغو ډلو له شپږو لویو مشرانو څخه و چې د ۱۹۶۳ زکال پر مهال یې په واشګټن کې لاریونونه ترتیب کړل. لویس په متحده ایالاتو کې قانوني نژادي توپیر ته د پای ټکي اېښودو په موخه د مدني حقونو په خوځښت کې پام وړ رولونه ولوبول او د ۱۹۶۵ زکال پر مهال یې مونټګامري ته درې سلما اعتراضي لاریونونه ترسره کړل چې له اډمونډ پیټوس پله څخه هاخوا بیا د لاریون کوونکو پر وړاندې هغه چلن وشو چې د خونړۍ یکشنبې په نوم شهرت لري؛ دغه مهال دولتي ځواکونو او پولیسو په لویس او نورو لاریون کوونکو باندې برید وکړ.
چټک مالومات زېږونځای, ښاروندتوب ...
John Lewis (انګليسي) اړوندزېږونځای | |
---|
ښاروندتوب | |
---|
زېږون نېټه | |
---|
مړينې نېټه | |
---|
مړينې لامل | |
---|
مړينې ځای | |
---|
مړينې لامل | |
---|
ښخولو ځای | |
---|
زدکړنځی | |
---|
ژبې | |
---|
ګوند | |
---|
دنده | |
---|
عامه معلوماتعمومي معلومات | |
---|
قومي ډلې | |
---|
دین | |
---|
سمول - سرچینه سمول - ويکيډېټا سمول
تړل
د دیموکرات ګوند د غړي په توګه لوئیس د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۶ زکال کې د متحده ایالاتو د استازو جرګې ته لار ومونده او بیا یې د ۱۷ دورو لپاره دلته خدمت وکړ. هغه ټاکنیزه حوزه چې ده یې استازولي کوله د اتلانتا ډېرۍ برخې په کې شاملېدلې. د هغه د خدمت مخینې ته په پام نوموړی د جورجیا د استازو د پلاوي مشر وټاکل شو. لویس په دغه جرګه کې د دیموکرات ګوند یو له مشرانو څخه و چې له ۱۹۹۱ زکال څخه یې په دغه جرګه کې د دیموکرات ګوند د نظم ساتنې د مرستیال او له ۲۰۰۳ زکال څخه وروسته یې د مخکښ نظم ساتونکي په توګه خدمت وکړ. هغه ګڼ شمېر افتخاري علمي درجې او جوایز ترلاسه کړي چې په دغو کې د ۲۰۱۱ زکال پر مهال د آزادۍ ولسمشریز مډال هم شاملېږي.