جان فینیس
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان میچل فینیس (په انګلیسي: John Mitchell Finnis؛ پیدایښت: ۲۸-جولای-۱۹۴۰ز)، د AC نښان او د QC ویاړ ګټونکی او د بریتانیا د اکاډمۍ غړی، یو اسټرالیایي حقوقي فیلسوف، حقوقپوه او عالم دی چې په حقوقپوهنه او حقوقي فلسفه کې یې خپل تخصص ترلاسه کړی دی. د نوتردام په حقوقو پوهنځي کې د بیولچیني کورنۍ حقوقي استاد او افتخاري تقاعد شوی پروفیسور او د نوتردام په «دو نیکولا اخلاقي او فرهنګي مرکز» کې دایمي او نامتو څېړونکی دی. هغه له ۱۹۸۹ څخه تر ۲۰۱۰ز کال پورې په آکسفورډ پوهنتون کې د حقوقو او قانون فلسفه تدریس کړه او دممهال د دغه پوهنتون افتخاري متقاعد استاد دی. فینیس په پرلهپسې توګه د اسټرالیا مشترکالمنافع دولتونو لپاره د اساسي قانون په مسایلو کې او له بریتانیا سره په دوهاړخیزو اړیکو کې د اساسي قانون د مشاور په توګه دنده ترسره کړه.[6][7][8]
جان فینیس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۸ جولای ۱۹۴۰[1] ایډلایډ |
تابعیت | آسټراليا |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | فیلسوف |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [3][4] |
د کړنې څانګه | فلسفه ، سياسي فلسفه [5] |
سمول |
که څه هم فینیس په سترې محکمې او استیناف محکمې کې دندې ترسره کړې دي، خو اکاډمیک ژوند یې د حقوقپوهنې، سیاسي نظریې او اساسي قانون پر سکالوګانو راڅرخي. هغه د ګرې د انګړ یو غړی دی او په ۲۰۱۷ز کې د ملکې د ویاړلي مشاور په توګه وټاکل شو. په ۲۰۱۹ز کې د اسټرالیا نښان (AC) ورکړل شو چې په اسټرالیا کې ترټولو لوړه غیرنظامي جایزه ګڼل کېږي.[9][10]