![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/8/8c/Benjamin_Franklin_Butler_Brady-Handy_%25283x4b%2529.jpg/640px-Benjamin_Franklin_Butler_Brady-Handy_%25283x4b%2529.jpg&w=640&q=50)
بېنجامین بټلر
From Wikipedia, the free encyclopedia
بېجامین فرانکلېن بټلر د ۱۸۱۸ ز کال د نوامبر په پنځمه زېږېدلی او د ۱۸۹۳ ز د جنوري په یوولسمه مړ شوی دی. له ماساچوسېټ نه د اتحادیې د پوځ لوی جنرال، سیاستوال او سوداګر و. په نیو همپشایر (New Hampshire) کې زېږېدلی او د ماساچوسېټ په لووېل (Lowell, Massachusetts) کې لوی شوی، بټلر د متحده ایالتونو د کورنۍ جګړې په بهیر کې د اتحادیې پوځ د لوی سیاسي جنرال په توګه او د متحده ایالاتو د ولسمشر انډریو جانسن په استیضاح کې د هغه د مشرتابه رول له امله پېژندل شوی دی. هغه د ماساچوسېټ په ملي او سیاسي صحنه کې یو رنګين او جنجالي سړی و. نوموړی په ۱۸۸۲ ز کال کې هغه دفتر ته تر ټاکل کېدو مخکې د والي کېدو لپاره څو کمپاینونه ترسره کړل.
بېنجامین بټلر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۵ نومبر ۱۸۱۸[1][2][3][4][5] |
مړینه | 11 جنوري 1893 (75 کاله)[2][3][4][5] ![]() واشنګټن ډي سي ![]() |
استوګنځای | ماساچوست ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال ، پوځي افسر ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه ![]() |
پوځي خدمت | |
مقام | جنرال ![]() |
جګړه/جګړې | د امریکا کورنۍ جګړه ![]() |
لاسليک | |
سمول ![]() |
بټلر د ماساچوسېټ په مقننه قانون کې د یوه بریالي و کیل، د جګړې ضد ډيموکرات او په دولتي ملېشو کې د افسر په توګه خدمت وکړ. هغه د کورنۍ جګړې په پیل کې د اتحادیې په پوځ کې شامل شو، چېرې چې هغه په نیو اورلېنس (New Orleans) کې د نظامي مهارت د نشتوالي او جنجالي قومندانۍ له امله مشهور و او په سویل کې يې خپل پراخ ملاتړ له لاسه ورکړ او د ځناور لقب یې وګاټه. هغه د تښتېدلو غلامانو دآزادۍ اغېزمن قانون له نظریې سره مرسته وکړه چې هغوی یې د نظامي موخو په خدمت کې د جګړې د قاچاق توکو په توګه معرفي کړل، په شمال کې يې سیاسي زمینه رامنځته کړه چې د غلامۍ ختمېدل او د غلامانو عمومي آزادي د رسمي جګړې د موخې په توګه په کې شامل وو. د دښمن په لیکو کې د هغه امرونه د مالي او لوجستیکي معاملو له امله زیامن شول، چې په احتمالي توګه له ځینو هغه خبر و او له مالي پلوه د هغه په ګټه ترسره کېدلې.
بټلر د فورټ فېشر په لومړۍ جګړه کې تر ماتې خوړلو وروسته د اتحادیې له پوځ نه اخراج شو، خو ژر له ماساچوسېټ نه د متحده ایالتونو ولسي جرګې ته بریالی شو. هغه یو جمهوري غوښتونکی رادیکال و او د ولسمشر جانسون د بیارغونې له امر سره یې مخالفت وکړ د جانسن د استیضاح په بهیر کې اصلي مدیر و. بټلر د مشرانو جرګې د بیارغونې کمېټې د رئیس په توګه يې په ۱۸۷۵ ز کال کې کوکلاکس کلان (Ku Klux Klan) قانون او په ۱۸۷۵ ز کې يې د مدني حقوقو د پام وړ قانون تألیف کړ.
بټلر زیاتره په ماساچوسېټ کې د سیاسي تاسیساتو د سټایل او مادې دواړو موضوعاتو پر سر له محافظه کاروغړو سره اختلاف درلود. د جمهوري غوښتونکو سیاستوالو سره شخړه د دې لامل شوه چې هغه د ۱۸۵۸ او ۱۸۸۰ ز کلونو تر منځ د واليتوب څو نوماندۍ رد کړي. په ۱۸۸۲ ز کال کې يې دیموراتیک ګوند ته د بېرته راستېدو له امله د والي چوکۍ وګټله. هغه په ۱۸۸۴ ز کال کې له ګرین بلک ټيکټ سره ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړ.