بینجامین هاریسون
From Wikipedia, the free encyclopedia
بینجامین هاریسون (۱۸۳۳ ز اګست ۲۰مه – ۱۹۰۱ ز کال ، د مارچ ۱۳مه) یو امریکایي قانون پوه او سیاستوال و، چې له ۱۸۸۹ز کال نه تر ۱۸۹۳ز کال پورې یې د امریکا د ۲۳م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. هغه د نهم ولسمشر ویلیم هنري هریسون لمسی، د څلورم بینجامین هریسون کړوسی او د امریکا د بنسټ ایښودونکی حیثیت یې درلود، چې د متحده ایالاتو د خپلواکۍ اعلامیه یې لاسلیک کړه.
بینجامین هاریسون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | سینه بغل |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
مقام | جنرال |
جګړه/جګړې | د امریکا کورنۍ جګړه |
لاسليک | |
سمول |
هریسون د اوهایو سیند په غاړه په یوه کرونده کې زېږېدلی او د اوهایو په اکسفورډ سیمه کې د میامي پوهنتون نه فارغ شوی. هریسون انډیاناپولیس ته له تګ وروسته ځان د یوه نامتو محلي څارنوال، د پروتست کلیسا مشر او د انډیانا سیاستوال په توګه ثابت کړ. د امریکا د کورنۍ جګړې په لړ کې، هغه په پوځ کې د ډګروال په توګه دنده ترسره کوله. نوموړی په ۱۸۸۷ز کال کې د انډیانا د والي ټاکل کېدو سیالۍ کې ناکام شو، چې وروسته د انډیانا د عمومي اسامبلې له خوا د متحده ایالاتو په سنا کې د شپږ کلنې مودې لپاره وټاکل شو، چې له ۱۸۸۱ز کال نه تر ۱۸۸۷ز کال پورې یې دا دنده ترسره کړه. هریسون د جمهوري غوښتونکو له ګوند نه د ۱۸۸۸ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند واکمن ګروور کلیولینډ ته ماتې ورکړه. د هریسون د حکومت له ځانګړتیاوو نه بې ساری اقتصادي قوانین، لکه: د مک کینلي تعرفې، چې په تاریخي محافظتي سوداګریو باندې مالیات وضع کول او د شرمین د انحصار ضد قانون وو. هریسون د ۱۸۹۱ز کال د ځمکې بیا ارزونې قانون کې د تعدیل له لارې د ملي ځنګلونو زېرمو رامنځته کول هم اسانه کړل.
سربېره پردې، هریسون د متحده ایالاتو سمندري ځواک خورا پیاوړی او عصري کړ او فعاله بهرنۍ تګلاره یې پلي کړه، خو د هغه وړاندیزونه د فدرالي زده کړو د بودیجې تمویلولو لپاره او د افریقایې امریکایانو لپاره د رایې(ووټ) اچونې اړوند رد شول. په لویه کې له تعرفو نه د اضافي عایداتو له امله، د لومړي ځل لپاره فدرالي لګښتونه یو میلیارد ډالرو ته ورسېدل، چې دغه مسئله د ۱۸۹۰ز کال په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د ماتې لامل هم شوه.
هریسون په ۱۸۹۲ز کال کې د لوړو تعرفو او لوړو فدرالي لګښتونو د زیاتېدونکي غیر مقبولیت له امله، د کلیولینډ پر وړاندې ماتی وخوړه. وروسته له ماتی هغه انډیاناپولیس ته ولاړ، شخصي ژوند یې پیل کړ او بېرته وکالت ته راستون شو. هغه په ۱۹۰۱ز کال کې په انډیاناپولیس کې په خپل کور کې د انفلونزاي اختلاطاتو له امله مړ شو. ډېرو د افریقایي امریکایانو د رایې اچونې حقونو ته د هیریسون د ژمنتیا ستاینه کړې، خو محققین او تاریخپوهان په عمومي ډول د هغه حکومت د فساد او د مک کینلي تعرفو د لاسلیک کولو له امله له منځنينه په ټیټه کچه کې شمېري.