بیل نېلسون
From Wikipedia, the free encyclopedia
دویم کلارنس ویلیام بیل نېلسون (Clarence William Nelson II) (زېږون ۱۹۴۲ ز کال، د سپتمبر ۲۹ مه) امریکايي سیاستوال او وکیل دی چې د هوانوردۍ او فضايي څېړنو د ملي ادارې (NASA) د مدیر په توګه خدمت کوي. له دې وړاندې نېلسون له ۲۰۰۱ ز کال نه تر ۲۰۱۹ ز کال پورې له فلوریدا ایالت نه د امریکا د سناتور په توګه خدمت کړی. د دیموکرات ګوند غړی دی چې له ۱۹۷۲ ز کال نه یې تر ۱۹۷۸ ز کال پورې د فلوریدا د استازو په جرګه ګۍ او له ۱۹۷۹ ز کال نه تر ۱۹۹۱ ز کال پورې د امریکا د متحده ایالاتو په کانګرس کې خدمت کړی. د ۱۹۸۶ ز کال په جنوري میاشت کې، له جک ګارن وروسته چې د کلمبیا په فضايي شاتل کې یې د بار د برخې د متخصص په توګه خدمت وکړ، د کانګرس دویم برحاله غړی و چې فضا ته یې سفر وکړ. نوموړی وړاندې له دې چې سیاست ته مخه کړي، د ویتنام د جګړې پر مهال یې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ په ریزرف ځواکونو کې خدمت وکړ.[4]
بیل نېلسون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۹ سپټمبر ۱۹۴۲[1] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
کار ورکوونکی | ناسا |
پوځي خدمت | |
مقام | جگتورن [2] |
جګړه/جګړې | د ویتنام جګړه [2] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه[3] |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
نېلسون په ۱۹۹۰ ز کال کې له کانګرس نه تقاعد شو، څو د فلوریډا ایالت ولایت ته ځان نوماند کړي، خو بریالی نه شو. وروسته له دې هغه د فلوریډا ایالت د خزانه دار، د بیمې د کمیشنر او د اور وژنې ادارې د مشر په توګه وټاکل شو، چې له ۱۹۹۵ ز کال نه تر ۲۰۰۱ ز کال پورې یې په دغه چوکیو خدمت وکړ. په ۲۰۰۰ ز کال کې نېلسون، د امریکا د متحده ایالاتو د سنا چوکۍ ته چې د جمهوري غوښتونکي سناتور درېم کاني مک په تقاعد سره تشه شوې وه، په ۵۱ سلنه رایو وټاکل شو. هغه بیاځلي په ۲۰۰۶ ز کال کې په ۶۰ سلنه رایو او په ۲۰۱۲ ز کال کې په ۵۰ سلنه رایو دغه چوکۍ ترلاسه کړه. نېلسون په ۲۰۱۸ ز کال کې، د څلورم ځل لپاره هم ځان نوماند کړ، خو په عمومي ټاکنو کې یې د وخت د والي ریک سټاک له خوا په ډېر لږ توپیر ماته وخوړه. د ۲۰۱۹ ز کال په مۍ میاشت کې نېلسون د ناسا په مشورتي شورا کې د خدمت په موخه وټاکل شو.[5][6][7]
د امریکا په سنا جرګه کې، نوموړی په عام ډول د یوه منځلاري دیموکرات په توګه پېژندل کېده. نېلسون د همجنس ګرایانو له ودونو، د منځنۍ او ټیټې کچې په کورنیو د مالیاتو له راکمولو، د چاپېریال ساتنې د پروګرامونو او مقرارتو له پراختیا، د ناروغانو نه د پالنې او ساتنې له کم لګښت لرونکې لایحې ملاتړ وکړ. نېلسون له ۲۰۱۳ ز کال نه تر ۲۰۱۵ ز کال پورې د سنا لوړ عمر لرونکو وګړو ته د اړوندې کمېټې د مشر او له ۲۰۱۵ ز کال نه تر ۲۰۱۹ ز کال پورې د سنا د سوداګریزې کمېټې د لوړ پوړي غړي په توګه خدمت وکړ.[8][9][10][11][12][13][14][15][16]
د ۲۰۲۱ ز کال په مارچ میاشت کې ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې، هوډ لري نېلسون د ناسا د مدیر په توګه وټاکي. د ۲۰۲۱ ز کال د اپریل په ۲۹ مه د سنا له خوا تایید شو او د ۲۰۲۱ ز کال د مۍ په ۳ مه نېټه یې د ولسمشر د مرستیالې کاملا هریس په وړاندې لوړه وکړه.[17]