![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/0/03/Emma_Goldman_seated.jpg/640px-Emma_Goldman_seated.jpg&w=640&q=50)
اېما ګولډمن
From Wikipedia, the free encyclopedia
اېما ګولډمن (۲۷-جون [پخوانۍ کلیزه: ۱۵-جون]-۱۸۶۹ تر ۱۴-مې-۱۹۴۰) یوه انارشیسته سیاسي فعاله او لیکواله وه. هغې، په شمالي امریکا او اروپا کې، د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې، د انارشیستې سیاسي فسلفې د پرمختیا لپاره ستر او اساسي نقش ولوبوه.
اېما ګولډمن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۷ جون ۱۸۶۹[1][2][3][4] کاوناس [5] ![]() |
مړینه | 14 مې 1940 (71 کاله)[3][4] ![]() ټورنټو [6] ![]() |
تابعیت | ![]()
|
ژوند ملګری | الکساندر برکمن [8] ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | خبريال ، رنځورپاله ، ليکوال [9]، فیلسوف ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه ، جرمني ژبه ، روسي ![]() |
د کړنې څانګه | فلسفه ![]() |
مؤثر شخصیات | رالف والډو ایمرسن ، فرېدرېک وېلهېلم نېتشي ، هنري ډېوېډ تورو ، پیټر کروپوتکین ، میخائل باکونین ، مېري ولسټونکرافټ ، ماکس شتیرنر ![]() |
تور | |
تورونه | د 1917 کال د جاسوسۍ قانون ![]() |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB مخونو ![]() |
سمول ![]() |
ګولډمن د روسیې ټولواکمنۍ په کاوناس (اوسنۍ لیتوانیا) کې، یوې یهودي کورنۍ کې زېږېدلې؛ هغه په ۱۸۸۶ ز کې متحده ایالاتو ته مهاجره شوه. هغې وروسته له هایمارکېټ پېښې انارشیزم ته مخه کړه، د انارشیستي فلسفې، د ښځو حقوق او ټولنیزو چارو اړوند لیکوالۍ او ویناوالۍ کې زښته تکړه شوه او د زرګونو پام یې ځان ته راواړوه. هغه او انارشیست لیکوال الکساندر بېرکمن، مین او د ژوند ملګري یې، غوښتل صنعتګر او پانګوال «هنري کلې فریک» د دغې پېښې د پاڅون کوونکي په تور ترور کړي. د فریک د وژلو برید په ۱۸۹۲ ز کې ناکامه شو، هغه ژوندی پاتې شو او بېرکمن په ۲۲ کاله حبس محکوم شو. ګولډمن له هغې وروسته کلونو په لړ کې، څو، څو ځلي د «بغاوت ته لمسون» او د زوکړو د کنټرول په هکله د غیرقانوني معلوماتو شریکولو په تور توقیف شوه. ګولډمن په ۱۹۰۶ کې د «Mother Earth – مورنۍ ځمکه» تر نامه لاندې د یوې مجلې بنسټ کېښود.[10]
په ۱۹۱۷ ز کې، ګولډمن او بېرکمن، اجباري خدمت ته د «وګړو د نوم نهلیکلو لپاره لمسولو» دسیسې په تور، په دوه کاله حبس محکوم شول. له زندان څخه له خلاصون وروسته، د «له سور لښکر څخه ډار» په لړ کې د «پالمېر بریدونو» په تور، له ۲۴۸ نورو کسانو سره بېرته ونیول او روسیې ته تبعید شول. ګولډمن په لومړیو کې د روسیې د اکټوبر اوښتون او واکمنۍ ته د بلشویکانو د رسېدلو پلوي کوله، خو د کرونشتات له پاڅون څخه وروسته یې خپل نظر واړوه؛ هغې شوروي اتحاد د خپلواکۍ غږونو د ناوړې ځپنې لپاره غنده. ګولډمن شوروي اتحاد پرېښود او په ۱۹۲۳ کې یې د خپلو سترګو لېدلي حال په هکله کتاب خپور کړ: «په روسیې کې زما نهیلي». وروسته له هغې، کله چې په انګلستان، کاناډا او فرانسه کې وه، هغې د «خپل ژوند کوم» تر سرلیک لاندې خپل د ژوند پېښې او لېدلي حالتونه په هکله کتاب ولیکه، چې په دوو ټوکونو کې په ۱۹۳۱ او ۱۹۳۵ ز کې خپور شو. د سپانیا دننۍ جګړۍ له پیل څخه وروسته، ګولډمن د هغه ځای انارشیستي اوښتون د ملاتړ لپاره، ځان سپانیا ته ورساوه. هغه د ۱۹۴۰ زېږدیز کال د مې میاشتې پر ۱۴مه نېټه د ۷۰ کلني عمر په لرلو سره، د کاناډا په تورنتو ښار کې مړه شوه.
ګولډمن د خپل ژوند په اوږدو کې، د پلویانو لهلورې یې د یوې ازاداندې «پاڅونوالې مېرمن» په توګه ستایل کېده، خو انتقاد کوونکي یې د سیاسي وژلو او د تاوتریخجنو اوښتونو څخه د دفاع کولو لپاره غندي. هغه په بېلابېلو مسایلو کې لیکنې او ویناوې لري، لکه زندانونه، آتیزم، د بیان ازادي، نظاميوالی، پانګوالي، ازدواج، ازاده مینه او همجنسپالنه. که څه هم هغه د فېمینیزم له لومړۍ څپې او د ښځو د رایې کارولو د حق په اخېستلو کې د دغه غورځنګ له کارکړنو څخه لېرې شوه، خو په انارشیزم کې یې د جنسیتي سیاستونو د یوځای کولو لپاره نوې لارې وپنځولې. له تورتمو لسیزو وروسته، په ۱۹۷۰ ز لسیزه کې د فېمینیزم او انارشیزم لارویان د ګولډمن ژوند او باورونو ته لېواله شول او هغې یو ځل بیا ښه حیثیت ترلاسه کړ.[11]