اډوارډ ډیکینسون بیکر
From Wikipedia, the free encyclopedia
اډوارډ ډیکینسون بیکر (۲۴ فبروري ۱۸۱۱ – ۲۱ اکتوبر ۱۸۶۱ زکال) امریکايي سیاستوال، وکیل او د متحده ایالاتو په پوځ کې افسر و. بیکر د خپل سیاسي ژوند په اډانه کې له ایلینوی ایالت څخه د متحده ایالاتو د استازو په جرګه او وروسته یې د متحده ایالاتو په سنا جرګه کې د اورګن ایالت د سناتور په توګه خدمت وکړ. همدارنګه نوموړی د ویناوال او شاعر په توګه هم پېژندل کېږي. بیکر چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ابراهام لینکولن نږدې ملګری و د مکسیکو - امریکا په جګړه او د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال یې د متحده ایالاتو په پوځ کې د ډګروال په رتبه خدمت وکړ. بیکر هغه مهال چې په بالز بلوف جګړې (Battle of Ball's Bluff) کې یې د اتحادیې د ځواکونو مشري کوله ووژل شو؛ له همدې امله تر اوسه پورې نوموړی د متحده ایالاتو یوازنی هغه برحاله سناتور ګڼل کېږي چې په جګړه کې وژل شوی.[4]
چټک مالومات اډوارډ ډیکینسون بیکر, د شخص معلومات ...
اډوارډ ډیکینسون بیکر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۴ فبروري ۱۸۱۱[1][2][3] لندن |
مړینه | 21 اکتوبر 1861 (50 کاله)[1][2][3] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
تعلیم | د متحده ایالاتو پوځي اکاډمي |
کار/مسلک | سياستوال ، قانونپوه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د مکسیکو او امریکا جګړه ، د امریکا کورنۍ جګړه |
لاسليک | |
سمول |
تړل