انقره
From Wikipedia, the free encyclopedia
انقره پخوا په انگورا يادېده. په١٩٣٠ع کې پرې انقره نوم کېښودل شو.د اروپايې ترکيې پلازمينه او د هېواد مهم ښار بلل کېږي. له سمندر څخه ١٢٥ ميله لرې د سويل په لور پروت دى.
آنکارا | |
---|---|
From left to right:1st and 2nd:Views of Kızılay Square , 3rd:The BDDK building, 4th:آنتکابیر، 5th:Atakule Tower, 6th:Ankara Intercity Bus Terminal, 7th:Sheraton Ankara, 8th:State Art and Sculpture Museum, 9th:Balgat skyscrapers in Çankaya. | |
Heart of Turkey | |
Location of Ankara within Turkey. | |
Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value). | |
کورډېناټونه: ۳۹°۵۲′ شمال ۳۲°۵۲′ ختیځ | |
اداري وېش | |
هیواد | ترکیه |
د ترکیه سیمي | د مرکزی آناتولی سیمي |
د ترکیه ولایتونه | آنکارا ولایت |
پلازمینه د: | |
حکومت | |
• Mayor | ملیح ګوکچک (کينډۍ:Polparty) |
• Governor | Alaaddin Yüksel |
پراخوالی | |
• لوی ښار | ۲۴٬۵۲۱ کلوميټر٢ (۹٬۴۶۸ میله مربع) |
لوړوالی | ۹۳۸ ميټره (۳٬۰۷۷ فوټ) |
نفوس شمېرنه (۲۰۱۱)[1][2] | |
• لوی ښار | ۴٬۳۳۸٬۶۲۰ |
• د نفوسو کثافت | ۱۵۵۱/کلوميټر٢ (۴٬۰۲۰/ميله مربع) |
• ستره ښاري سيمه | ۵٬۰۴۵٬۰۸۳ |
وروستي مالومات | |
وخت زون | EET (ه.ن.و+۲) |
• د اوړي وخت | EEST (ت.ع.م +۳) |
رسمي ژبه | ترکي ژبه |
پوستی کوډ | 06xxx |
سيمه ييز د زنګ کوډ | ۳۱۲ |
جيو کوډ | 323786[3] |
موټر پلېټ | |
خورلڼې ښارونه | مینسک [4]، پاولودار ، عشق آباد ، استانه ، بېجنګ ، بشکیک ، بخارست ، کیشیناو ، هانوی ، کيېف [5][6]، کوالالامپور ، نيکوزيا ، منامه ، مسکو ، تیرانا ، کینشاسا ، بیساو ، اوفا ، موګادیشو ، صنعا ، واشنګټن ډي سي [7]، تفلیس [8]، اسلام آباد ، بانګکوک ، خرطوم ، سانتیاګو ، د مشق ، آمان ، سيول ، دوشنبه ، پریشتینا ، بوډاپسټ |
د ترکیه نقلیه وسایلو پلیټونه | ۰۶ |
رسمي وېبپاڼه | http://www.ankara.bel.tr/ http://www.ankara.gov.tr/ http://www.ankaraka.org.tr/ |
سمول |
انقره Ankara | |
---|---|
دوتنه:Ankara kolajı.jpg دوتنه:Hethitische Sonne.svg | |
هېواد | ترکیه |
ولایت | İç Anadolu Bölgesi |
د اوسېدونکي شمیر | ۴ ۴۳۱ ۷۱۹ |
د بحر له سطحې لوړوالي | ۹۳۸ م. |
دین | اسلام |
ددې ښار سم تاريخ او د رغولو پېر په کتابونو کې نشته؛ خو د اندونو له مخې دا ښار د تېږو له پېر څخه رغول شوى. په ١٠٧٣ سلجوقو ترکانو په دې ښار حمله وکړه، په ١٤٠٣ کې د سلجوقو شهزاده گانو د ښار په امنيت راوستو کې په خپلو کې سره ونښتل. په ١٣٦٠ع کې د اورخان ولکې ته ورغى. په ١٤٠٣ع يو ځل بيا د عثماني سلطنت يوه برخه شوه، او پرمختگ يې وکړ. له لومړۍ نړيوالې جگړې څخه وروسته عطاترک دا ښار خپل مرکز وگرځاوه. او په ١٩٢٣ع کې انقره د تل لپاره د هېواد پلازمينه وټاکل شوه. ددې ښار له رغوني څخه ددې ښار تاريخ مالومېږي. په دې ښار کې د اله دين په نوم جومات ډېر نوموتى دى. دا ښار ډېر تاريخې اثار لري، چې په ځېنو ځايونو کې دا تاريخ اوس هم خوندي دى. د صنعت له پلوه دا ښار د استنبول پسې دويم ښار دى. په دې ښار کې شراب، کولچې، د خوړو او څښو توکي، سمينټ او وچې شيدې په پراخه پيمانه جوړېږي. له دې پرته تعميراتي سامان الات، د ټيکټرونو پورزې او کارخانې هم شتون لري. دې ښار ته د سيلانيانو راتگ ورځ په ورځ زياتېږي، په دې ښار کې د نړۍ نوموتى موزيم هم شتون لري. په ١٩٢٨ع کې په سم ډول ددې ښار د رغولو چارې پيل شوې، او د ښار لپاره هر ډول اسانتياوې په پام کې ونيول شوې. په ٢٠٠٠ ع کال کې ددې ښار نفوس ٣٠٢٣٠٠ وو.
انقره (/ˈæŋkərə/ ANK-ə-rə، چې په امریکايي انګلیسي /ˈɑːŋ-/ AHNK-ə-rə لوستل کېږي؛ په ترکې کې [ˈaŋkaɾa] لوستل کېږي) د ترکیې هېواد پلازمېنه ده. دا ښار چې د اناتولیا په منځنۍ برخه کې پروت دی، دا ښار په ښاري مرکز کې ۵.۱ میلیونه وګړي او په انقره ولایت کې له ۵.۷ میلونو څخه ډېر وګړي لري، چې په دې سره له استانبول څخه وروسته د ترکیې دویم لوی ښار ګڼل کېږي.[9]
څرنګه چې دا ښار د پخواني ګالاتیا ایالت د پلازمېنې په توګه (۲۸۰-۶۴ مخزېږد کلونه) او بیا وروسته تر همدې نامه لاندې د روم د یو ولایت په توګه (له ۲۵ مخزېد کال څخه تر اوومې زېږدیزې پېړۍ پورې) پاتې شوی دی، نوموړی ښار د بېلابېلو حتیاني، هېتي، لېدیایي، فریګیا یي، ګالاتیایي، یوناني، فارسي، رومي بېزانسي او عثماني لرغونو ساحو په درلودلو سره یو ډېر لرغونی ښار بلل کېږي. عثمانیانو یاد ښار لومړی د اناتولیا ایالت (له ۱۳۹۳ ز کال څخه د پنځلسمې پېړۍ تر وروستیو پورې) او وروسته د انقرې ولایت (۱۸۶۷-۱۹۲۲ز کال) په پلازمېنه بدل کړ. د انقرې تاریخي مرکز یوه ډبرینه غونډۍ ده چې ۱۵۰ متره (۵۰۰ فټه) جګوالی لري، چې د انقرې د سیند په چپه غاړه کې کوم چې په خپل وار سره د سکاریا د سیند (Sakarya River) یوه څانګه ده، پرته ده. دا غونډۍ د انقرې د کلا په پاتې شونو سره سینګار شوې ده. سره له دې چې د دغې کلا یو څو بهرني استحکامات جوړ پاتې دي، اما د ښار په لر او بر کې د رومیانو او عثمانیانو د مهندسۍ په ښه بڼه ساتل شوې بېلګې تر سترګو کېږي، چې تر نامتو یې د روم او اغستس معبد دی په کوم چې مومنټم انسارنوم هغه لیکنه چې د اګستس خدای کړنې پکې ثبت دي، ځان ستاینه کړې ده. [10]
د ۱۹۲۰ز کال د اپرېل په ۲۳مه نېټه، د ترکیې لوی ملي مجلس (Grand National Assembly of Turkey) په انقره کې تاسیس شو، کوم چې د ترکیې د خپلواکۍ د جنګ په بهیر کې د ترکیې د ملي خوځښت د مرکزي دفتر شو. انقره د ۱۹۲۳ز کال د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د جمهوریت په تاسیس کېدو سره د ترکیې پلازمېنه شوه، چې د عثمانې خلافت له ړنګېدو نه وروسته د ترکیې د پخوانۍ پلازمېنې استانبول د دغې رول ځایناستې شوه. سره له دې چې حکومت یو وتلی کارفرما یا ګمارونکی دی، اما انقره هم چې د ترکیې د سړکونو او د رېل د پټلیو د شبکو په مرکز کې پرته ده، یو سوداګریز او صنعتي ښار ګڼل کېږي. د انګورا وړیو چې د انګورا سویانو، د اوږدو وېښتانو لرونکو انګورا وزو (چې د موهیر الیافو سرچینه ده) او انګورا پیشو څخه تر لاسه کېږي، خپل نوم له دغه ښار څخه اخیستی دی. دا سیمه همدارنګه د خپلو ناکو، شاتو او مسقط انګورو لپاره شهرت لري. که څه هم چې انقره د ترکیې په یوې له تر ټولو وچو سیمو کې پرته ده، او تر ډېره د ستېپ (شنو بېدیاوو) ګیاوو په واسطه چاپېره شوې ده (پرته له ځنګلي سیمې چې په سویلي څنډه کې پرته ده)، دا ښار د اوسېدونکو پر سر د شنې ساحې په فارمول کې د وګړي پر سر له ۷۲ مربع متر (۷۷۵ مربع فټه) سره یو سمسور ښار بلل کېږي.[11]