![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/d/d3/Bucharest-Skyline-01.jpg/640px-Bucharest-Skyline-01.jpg&w=640&q=50)
بخارست
From Wikipedia, the free encyclopedia
بخارست (په رومانیایي:Bucureşti) د رومانیا پلازمېنه او یو له سترو ښارونو څخه دی. همدا شانې بخارست د رومانیا د سوداگری او صنعت مرکز هم دی، په کال ۲۰۰۹ د جنوري په لومړی د بخارست په ښار کې د وگړو شمیر ۱،۹۴۴،۳۶۷ تنو ته رسیده چی د وگړو د شمیر له مخې دغه ښار د اروپایي اتحادیې شپږم ستر ښار گڼل کیږي.
پلازمېنه د |
رومانیا — Ilfov County (en) ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() |
---|---|
لقب |
عمومي معلومات |
municipality of Romania (en) ![]() first-level administrative division (en) ![]() لوی ښار college town (en) ![]() largest city (en) ![]() ![]() |
---|---|
د وګړو شمېر | |
د حکومت مشر | |
وګړنوم | |
اداري سیمه | |
هېواد |
د ځای کچه |
---|
جایزې |
---|
وېبپاڼه | |
---|---|
پوسټکوډ |
010011–062397[7] ![]() |
کورډينېشن |
![Map](http://maps.wikimedia.org/img/osm-intl,6,44.41336,26.09778,260x260.png?lang=ps&domain=ps.wikipedia.org&title=%D8%A8%D8%AE%D8%A7%D8%B1%D8%B3%D8%AA&revid=323111&groups=_e2f9dd34d4de2eeef5b34e72353aeb37bdf6d24c)
بوکرېسټ د رومانيا پلازمېنه، تر ټولو لوی ښار او همدارنګه د هېواد کلتوري، صنعتي او مالي مرکز دی. دا شار د هېواد په سويل ختيځ کې د دامبوويتا سيند (Dambovita River) پر څنډو پروت دی، چې د دانيوب سيند (Danube River) شمال او بلغاريايي پولې ته له ۶۰ کېلومتر (۳۷،۳ ميل) څخه لږ واټن لري.
په لومړي ځل د ۱۴۵۹ ز کال اسنادونو کې د بوکرېسټ يادونه شوې وه. دا ښار په ۱۸۶۲ ز کال د رومانيا پلازمېنه شوه او د رومانيايي رسنيو، کلتور او هنر مرکز دی. معماري يې د تاريخي (زياتره له هر ځای څخه غوره کوونکی يا ګلچين، مګر نيوکلاسيکي او هنري نو “Art Nouveau” هم دی)، interbellum (Bauhaus، Art Deco او د روماني نوي والي “Romanian Revival” معماري) سوسياليستې او معاصرې دورې ګډه بڼه يا جوړښت دی. د دوه نړيوالو جګړو تر منځ دوره کې د ښار د غوره ذوق يا ظريفه معمارۍ او د خپلې ممتازې پرګنې کمال بوکرېسټ ته د «د ختيځ د پاريس» (رومانيايي: Parisul Estului) يا «کوچني پاريس» وړ نوم تر لاسه کړ. که څه هم د جګړې، زلزلو او ان د نيکولای سيسيسکيو (Nicolae Ceausescu) د ډلبندۍ خپرونې له امله د تاريخ ښار مرکز کې ودانې او سيمې سختې ويجاړې شوې وې، مګر بيا هم زياتې ودانې او سيمې بيا هم روغې پاتې شوې او بيا له سرې ودانې شوي دي. په وروستيو کالونو کې بوکرېسټ ښار يوه اقتصادي او کلتوري وده ازمايي. دا ښار د “Financial Times”، “CBRE”، TechCrunch” او نورو د راپورونو له مخې په اروپا کې د لوړې تکنالوژۍ د تر ټولو چټک وده وال ښارونو له ډلې څخه دی. د UiPath په نوم د نرمغالي نړيوال شرکت چې په بوکرېسټ کې جوړ شوی نړيوال پيل دی، په ارزښت موندنه کې له ۳۵ بيليون ډالرو څخه زياتې کچې ته رسېدلې دی. بوکرېسټ له ۲۰۱۹ ز کال راهيسې په سويل ختيځه اروپا (Roman Blockchain Summit) کې د خورا لوړې تېکنالوژۍ د ناستې کوربه توب کوي.[9][10][11][12][13][14][15][16][17][18]
په ۲۰۱۶ ز کال کې د تاريخي ښار مرکز د نړيوالو يادګارونو د څار سازمان له لورې له ګواښ سره د مخ مرکز په توګه لښتليک شوی و. بوکرېسټ په ۲۰۱۷ ز کال کې د ښار منزلونو د ماسټر کارت نړيوال لړيال “Mastercard Global Index of Urban Destinatins” د راپور له مخې، د شپې له خوا د پاتې کېدونکو ګرځندويانو د تر ټولو لوړې ودې درلودونکی اروپايي ښار و. د تېرو دوه پرله پسې يعنې ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ ز کالونو لپاره دې ښار د هغه اروپايي منزل ځای خپل کړ، چې د ورته څېړنې له مخې د پرمختګ لپاره تر ټولو لوړ بالقوه ځواک لري.[19][20][21]
د ۲۰۱۱ ز کال سرشمېرنې له مخې د ښار د پولو دننه ۱۸۸۳۴۲۵ تنه اوسېدونکي ژوند کوي. ښاري سيمې ته د نږدې پيرو ښارګوټو په ورزياتولو سره د بوکرېسټ اټکل شوې ښاري سيمه ښايي ۲،۲۷ ميليون نفوس ولري. په ۲۰۲۰ ز کال کې حکومت د وبا راپورونو د بنسټ په توګه د ۲،۵ ميليون وګړو ګڼه وکاروله. دا ښار له برلين، مادريد او روم څخه وروسته د ښار د پولو دننه د نفوس له مخې د اروپايي ټولنې څلورم لوی ښار دی او يوازې له پاريس څخه مخکې ځای لري.[22][23]
بوکرېسټ په اقتصادي ډول د رومانيا تر ټولو هوسا او نېکمرغه ښار دی. دا ښار يو شمېر پراخه دوديزې اسانتياوې، د زده کړې بنسټونه، کلتوري ارزښتونه، د خرڅلاو دوديز سر پوښلې لارې او د وخت تېرۍ سيمې لري.[24]
د ښار مناسبوالی په اداري ډول د « بوکرېسټ ښاروالۍ» په توګه پېژندل کېږي او د يوې ملي ولسوالۍ غوندې ورته اداري کچه لري، چې په نورو شپږو څانګو باندې وېشل شوې ده او هره څانګه يې د يو سيمه ييز يا ځايي ښاروال له لورې اداره کېږي.