![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/4/4a/Alexandria_Ocasio-Cortez_Official_Portrait.jpg/640px-Alexandria_Ocasio-Cortez_Official_Portrait.jpg&w=640&q=50)
الکساندریا اوکاسیو کورتز
From Wikipedia, the free encyclopedia
الکساندریا اوکاسیو-کورتز (فونوتیکي سمبول یې /oʊˌkɑːsioʊ kɔːrˈtɛz/؛ په اسپانوي ژبه: [oˈkasjo koɾˈtes]؛ د ۱۹۸۹ کال د اکتوبر په ۱۳مه زېږېدلې) د خپل نوم له لنډیز AOC سره هم پېژندل کېږي، یوه امریکايۍ فعاله او سیاست واله ده. هغه له ۲۰۱۹ کال راهیسې د نیویارک د ۱۴مې حوزې په کنګره کې د دیموکرات ګوند په غړیتوب د متحده ایالاتو د استازې په توګه خدمت کوي. په دې سیمه کې د برانکس ختیځه برخه، په مرکزي شمال کې د کوینز ځینې برخې او د نیویارک ښارد ریکرز ټاپو شاملیږي.
الکساندریا اوکاسیو کورتز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۳ اکتوبر ۱۹۸۹[1][2] برانکس [1] ![]() |
استوګنځای | برانکس ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
ګوند | ديموکراتيک ګوند ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال [3] ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه ، اسپانيايي ژبه [4] ![]() |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه ![]() |
![]() |
مخ پر IMDB مخونو ![]() |
سمول ![]() |
اوکاسیو- کورتز د ۲۰۱۸ کال د جون په ۲۶مه د نیویارک د ۱۴مې حوزې په کنګره کې دیموکرات ګوند په لومړنیو ټاکنو کې له بریا سره ملي پام ځانته واړوه. هغې د دیموکرات ګوند مشر جولي کراولي ته چې د ۱۰ دورو لپاره رییس پاتې شوی و ماته ورکړه، چې د ۲۰۱۸ کال په لومړنیو منځمهاله ټاکنو په پراخ ډول د خورا ناهیلې کوونکې بریا په توګه پېژندل کېږي. هغه په اسانۍ سره د نوامبر په عمومي ټاکنو کې بریالۍ شوه او جمهوري غوښتونکي انتوني پاپاس ته يې ماته ورکړه. هغې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې جان کامینګز ته له ماتې ورکولو سره بیاځلي وټاکل شوه. [5][6][7]
اوکاسیو- کورتز په ۲۹ کلنۍ کې د امریکا په کنګره کې د تر ټولو ځوانې ښځې په توګه د متحده ایالاتو په کنګره کې خدمت کړی. هغه په ټولنیزو رسنیو کې د پاموړ حضور له امله د کانګرېس د نورو غړو په پرتله د خلکو ډېر پام ځانته اړولی. اوکاسیو کورتز د بوستون په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو او اقتصاد په برخه زدهکړې کړې. هغه تر دې مخکې یوه فعاله وه او د ۲۰۱۸ کال په کنګره کې تر نوماندۍ مخکې يې په رستورانت کې د ندیمې/ښځینه خدمې او بارمنې/د بار د کارګرې په توګه کار کاوه. [8][9][10]
رشیده طالب او اوکاسیو کورتېز د امریکا د سوسیال دیموکرات لومړنۍ ښځینه غړې دي چې په کنګره کې د خدمت لپاره ټاکل شوې. هغه له یو پرمختللي پلټفارم/ تګلارې څخه ملاتړ کوي چې په کارځای کې له دیموکراسۍ څخه ملاتړ، د ټولو لپاره روغتیا پالنه د وړیا زدهکړې عامه کالج، د فېدرالي دندو تضمین، زرغون نیو ډيل (په متحده ایالاتو کې وړاندیز شوې اقتصادي برنامه، ژباړن) او د متحده ایالاتو د کډوالو او ګمرک (ICE) قانون لغوه کول پهکې شامل دي. [11][12]