کابل
د افغانستان اسلامي جمهوریت پلازمېنه / From Wikipedia, the free encyclopedia
کابل د افغانستان پلازمېنه او تر ټول ستر ښار دی، چې د هېواد په لویدیځه برخه کې موقعیت لري. کابل ښار یوه ښاروالي هم لري او دا ولایت په ۲۲ ولسوالیو وېشل شوی دی. د ۲۰۲۱ ز د اټکلونو له مخې، د کابل نفوس ۴,۶ میلونه دی. کابل همدا ډول د افغانستان سیاسی، کلتوري او اقتصادي مرکز دی. د چټک ښاري کېدو له امله، کابل د نړۍ ۷۵یم ستر ښار دی. [4][5][6][7]
کابل | |
---|---|
له کیڼ لوری ښوی لور ته: د کابل ښار په يوه برخه کې کتنه؛ حامد کرزی نړيوال هوايي ډگر. د عبدالرحمان جومات. بابر بڼ. د کابل سرینا هوټل. انټرکانټینینټال هوټل کابل.وزیر اکبر خان سیمه د کابل انځور | |
کابل | |
کورډېناټونه: 34.532777777778°شمال 69.165833333333°ختيځ / 34.532777777778; 69.165833333333 | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۱۲۰۰ |
نومول شوی په | |
اداري وېش | |
هېواد | افغانستان |
ولايت | کابل |
ولسوالو شمېر | 18 |
پلازمینه د: | |
حکومت | |
• ښاروال | داوود سلطان زوی |
پراخوالی | |
• ښار | 275 کیلومتره مربع |
لوړوالی | 1790 متر |
نفوس شمېرنه (2013) | 4273156 (۲۰۲۰) |
نفوس شمېرنه (2013) | |
• ښاري سیمه | ۳٬۴۷۶٬۰۰۰ (March ۲٬۰۱۳)[1] |
• ستره ښاري سيمه | ۳٬۳۱۹٬۷۹۴ |
• خلک بللي کيږي | کابلي/کابليان |
[2] | |
وروستي مالومات | |
وخت زون | Afghanistan Standard Time (ه.ن.و+4:30) |
سيمه ييز د زنګ کوډ | (+93) 20 |
جيو کوډ | 1138958[3] |
خورلڼې ښارونه | |
سمول |
کابل د هندوکش غرونو تر منځ د نرۍ درې په لوړو کې موقعیت لري او کابل سیند پکې بهېږي. کابل د سمندر له کچې ۱۷۹۰ متره (۵۸۷۳ فوټه) پورته دی، نو ځکه د نړۍ یو تر ټولو لوړو پلازمېنو څخه بلل کېږي. ویل کېږي: کابل ښار ۳۵۰۰ کاله لرغونوالی لري، چې د هخامنشیانو په دوره کې يې یادونه شوې ده. کابل د آسیا په څلورلاری کې موقعیت لري، چې نیمايي لاره یې لویدیځ کې استانبول او نیمايي نوره يې ختیځ هانوی ته رسېږي، نو ځکه د جنوبي او منځنۍ آسیا د سوداګرۍ مسیر اوږدو په سټراټيژیک موقعیت کې پروت دی. کابل د لرغونې ورېښمنو لارې کیلي ده. دا ښار د هخامنشي سترواکۍ برخه وه، بیا وروسته ورپسې سلوکیان راغلل، بیا مائوریا، کوشانیان، ساسانیان (کوشانو-ساسانیان)، هندو شاهي او ترک شاهي ګان، صفاریان، سامانیان، غزنویان، غوریان، خوارزمیان، قرلقیان، خلجیان، تیموریان، مغولیان او هوتکیان او ورپسې په ۱۷۴۷ ز کې د افغانستان دراني سترواکي. کابل په ۱۷۷۶ز کال کې د احمدشاه بابا د زوی تیمورشاه دراني پر مهال، د افغانستان پلازمېنه شوه. د ۱۹مې پېړي په لومړیو کې، بریتانویانو دا ښار اشغال کړل، خو د بهرنیو اړیکو له رامنځته کولو وروسته، دوی بیا اړ شول، چې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. [8][9][10]
کابل د خپلو تاریخي بڼوڼو، بازارونو او ماڼیو له امله پېژندل کېږي. ښې بېلګې یې د بابربڼ او دارالامان ماڼۍ دي. د ۲۰مې پېړۍ په دویمه نیمايي کې، کابل د سیلانیانو لپاره یو زړه راښکونکی ښار و او د منځنۍ آسیا پاریس یې باله. د ارامۍ دغه موده په ۱۹۷۹ز کال کې د شورویانو په یرغل سره پای ته ورسېده او په ۱۹۹۰یمو کلونو کې د کورنۍ جګړې له امله، د کابل ډېرۍ سیمې ړنګې شوې. له ۲۰۰۱ ز راوروسته، دا ښارد ناټو په ګډون د ائتلاف ځواکونو له خوا د ۲۰۲۱ ز کال تر اګسټ میاشتې پورې اشغال و، چې له هغه مهال راهیسې د طالب جنګیالیو په ولکه کې دی. [11][12][13][14][15][16][17][18][19][20]