پښتون قامي جرگه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د پښتون قامي جرګې انګلیسي: Pashtun National Jirga ، چې د بنو جرګې په نوم هم یادیږي ، لومړۍ غونډه د ۲۰۲۲م کال د مارچ له ۱۱ څخه تر ۱۴مې نیټې د خیبر پښتونخوا د بنو په میراخېل کرکټ لوبغالي کې جوړه شوه چې د پښتنو د ستونزو په اړه بحث وکړي.[1][2] په دې غونډه کې د سياستوالو ، قومي مشرانو ، څېړونکو ، عالمانو ، لږکيو ، ښځو او بشري حقونو فعالینو په ګډون شاوخوا 5000 کسانو برخه اخيستې وه.
عمومي معلومات | |
---|---|
ځای | |
هېواد |
پيل موده | |
---|---|
پای |
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اڅکزی ، نواب ایاز جوګیزی ، عبدالرحیم زیارتوال ، عبدالقهار ودان ، عبیدالله بابت ، نصرالله زېری او عارفه صدیق ، د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور پشتين ، میرکلام او ورانګه لوڼۍ ، د ملي جمهوري غورځنګ محسن داوړ ، لطیف اپریدی ، افراسیاب خټک ، بشیر مټه ، بشرا ګوهر او جمیله ګیلاني ، د عوامي ملي ګوند خادم حسین او مولانا خانزېب ، د مزدور کیسان ګوند افضل خاموش ، د پاکستان پیپلز ګوند فرحت الله بابر او احمد کنډي ، د پاکستان مسلم لیګ سردار یعقوب نصر ، د جمعیت علمای اسلام محمد خان شیرانی ، د وزیرستان قامي مشر ګل عالم وزیر ، تاریخدان پرویش شاهین ، او ګڼ شمېر نور پښتانه ، بلوچ او هزاره مشران د جرګې برخه وو. د جرګې پرېکړه ليک د حامد کرزي ، حنيف اتمر او امرالله صالح په ګډون د يو شمېر افغان سياسي مشرانو له خوا هم تاييد شو.
جرګې اعلان وکړ چې په پاکستان کې د اورپکۍ قربانيان پښتانه دي او د پاکستان په ۷۰ زره وژل شویو کښی ۶۰ زره هغه پښتانه دي. منظور پښتین وویل «په اوسني حالت کې تر ۸۰۰۰ زیات پښتانه ځوانان بې درکه دي.» په منابعو باندې د واک، د ښځو د حقونو او په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتو ژبې د حیثیت په اړه خبرې وشوې او د خېبر پښتونخوا ، جنوبي پښتونخوا ، میانوالي او اټک په ګډون د یوې متحدې پښتون صوبې د جوړولو وړاندیز وشو. د غونډې ګډونوالو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې د لویې جرګې او عمومي ټاکنو له لارې یو استازی حکومت جوړ شي چې د ټولو نړیوالو معیارونو سره سمون لري. جرګې د افغانستان پر بشري ناورین اندېښنه وښوده. له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له افغانانو سره دې مرسته وکړي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار غځول یې وغندل. جرګې همداراز د علي وزیر په ګډون د سیاسي بندیانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.